د افغانستان د سولې په تړاو خبرو کې د امریکا ترڅنګ سیمه ییز هېوادونه هم ښکېل دي او هر یو هڅه کوي چې افغان سوله له خپلو ګټو سره سمه وڅرخوي. پاکستان، ایران، روسیه، چین، ازبکستان، هند، متحده عربي امارات، سعودي، قطر، ترکیه او ځینې نور هېوادونه په یو ډول په دغو هلو ځلو کې فعال دي. پوښتنه دا ده چې په دې لوبه کې افغانستان چېرته دی؟
د افغانستان د ستونزې او بیا د سولې په تړاو دوه بلاکونه محسوس دي. یو امریکايي بلاک دی چې سعودي، امارات، قطر، هند او ځیني نور هېوادونه پکې راځي. په بل بلاک کې بیا روسیه، چین او ایران دي. پاکستان بیا که څه هم د امریکا په بلاک کې دی، خو له روسیې، ایران او چین سره هم خپله اړیکه ساتي او د افغانستان د بدلونونو په تړاو ورته ډاډ ورکوي. ایران له طالبانو سره منظم لیده کاته کوي، روسانو طالبان مسکو ته ور وبلل، اماراتو او سعودي هم ورسره ناستې وکړې، قطر دفتر ورکړی دی، همداسې نور هېوادونه هم په یو ډول په دغو مسایلو کې دخیل دي. پاکستان بیا له یوه اړخه له امریکا سره پر پټه معامله بوخت دی. له بله اړخه له سعودي او اماراتو هم امتیازات تر لاسه کوي. پاکستان بیا له ایران، روسیې او چین سره هم د افغانستان په تړاو معاملې لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې په همدې تړاو له کابل وروسته، مسکو، تهران، بیجنګ او دوحې ته ولاړ او په دې برخه کې فعاله ډیپلوماسي لري.
له بده مرغه د سیمه ییز سیاست په برخه کې د ولسمشر غني طرحه د نورو ډېرو طرحو په شان ناکاره شوې ده. د افغانستان په تړاو غونډه وي، سیمه ییز هېوادونه او استازي یې پکې وي، خو افغانستان پکې نه وي. پاکستان له امریکا سره د افغانستان په تړاو پر معامله بوخت دی، خو حکومت نه یوازې د معاملې برخه نه دی، بلکې نه پوهېږي چې څه روان دي. حکومت له امریکا سره په یو اړخیزو اړیکو ټول سیمه ییز هېوادونه ناراضه کړي دي. له عربي نړۍ سره یې هم اړیکې هغسې ګرمې نه دي، لکه ده یې چې ژمنه کړې وه. که څه هم له سعودي سره څه نا څه اړیکې شته، خو پاکستان بیا په دې چاره کې ډېر مخکې دی او همدا اوس له سعودي او اماراتو میلیاردونه ډالره تر لاسه کوي.
د ملي یووالي حکومت ناکام سیمه ییز سیاست نه یوازې دا چې موږ په نورو برخو کې له ستونزو سره مخ کړي یو، بلکې اوس د سولې په چاره کې هم یو ډول منزوي شوي یو. د افغانستان په تړاو په مهمو او جدي بحثونو کې موږ نه یو. نه یوازې دا چې موږ پکې نه یو، بلکې زموږ دښمن پکې شته. له همدې امله اوس د سولې خبرو اترو افغانانو ته یوه وېره هم پیدا کړې ده. سوله زموږ اړتیا او هیله ده او خلک په دې برخه کې د هڅو هرکلی کوي، خو د حکومت ناکام سیمه ییز سیاست خلک د سولې پر هڅو هم شکمن کړي دي او وېره ده چې دا لوبه موږ کومې بلې کندې ته ونه غورځوي.