کلسټرول د بدن لپاره حیاتي ارزښت لري او په سمه توګه د کار کولو لپاره ورسره مرسته کوي. په بدن کې د کلسټرول دنده دا ده چې له غدو سره د هورمونونو او له ینې سره د صفرا په تولید او د حجرو د جوړښت په ساتنه کې مرسته کوي، خو پر دې ګټو سربېره د کلسټرولو د ځینو ډولونو زیاتېدل بدن له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخ کوي چې تر ټولو جدي خطر یې دا دی چې د زړه د حملې لامل کېږي. پر دې سربېره ډېرې نورې روغتیاي ستونزې هم پېښولی شي. د مضرو کلسټرولو د زیاتېدو مخنیوی په لاندې توګه کېدای شي:
۱- هغه خواړه ډېر وخورئ چې زړه ګټور وي، لکه تازه مېوې، سابه او حبوبات.
۲- هغه څه کم وخورئ چې ډېره خوږه لري، غوړي یې زیات وي او یا سوډیم لري.
۳- داسې خواړه وخورئ چې په زیاته کچه فایبر ولري، لکه لوبیا، دال نخود، اوربشې، مڼې، تور رنګه ډوډۍ… .
۴- د زیتون غوړیو کارول تر نورو غوره دي.
۵- مسالې لکه دارچیني، هوږه، مرچک او زنجفیل ستاسو په وجود کې ښه کلسټرول زیاتوي چې دا خپله د مضره کلسټرول په کمېدو کې مرسته کوي.