شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

جک لندن

حکمت ارین

جنوري 8, 2019
in څېره
0 0

جک د نړۍ مشهور رومان لیکونکی دی. هغه هم د نورو بریالیو او زحمت کښو کسانو په څېر د ژوند هره نادوده منلې او له لوړو او ژورو ډک ژوند یې تېر کړی. دی خپله په دې اړه وایي: «ما د ژوند ډېرې لوړې- ژورې تجربه کړې، له تنګ لاسیو نیولې تر ډېرو بریالیتوبونو، خو یو څه چې پر ما یې ډېر اغېز کړی دی او ما ته یې نوم او نښان راکړی دی، هغه دا دي چې زه هېڅکله ناامیده شوی نه یم. زه چې له هرې سختۍ سره مخ شوی یم، ډېر وخت مې پرې ځان نه دی ځورولی. کله چې موږ فکر کوو، ځورېږو، نو باید کار وکړو او په داسې څه باندې ځان بوخت کړو چې پوهېږو یو څه ترې لاس ته راوړو. ما د ژوند له هرې ناځوانۍ وروسته لیکل کړي دي، هماغه لیکل مې وو چې زه یې له مخکښو لیکوالانو سره معرفي کړم او له ډېرو سترو انسانانو سره مې اړیکې پیدا کړې. د ژوند له لومړي پړاوه چې سختې تنګ لاسۍ مې تجربه کړې، هماغو لیکنو مې چې ما په سختیو کې کړې وې، را وایستلم. ډېر لوستونکي  او ملګري مې پیداکړل.»

جک لندن په سان فرانسیسکو کې په غریبه کورنۍ کې زیږېدلی دی. مور یې له پیله لا خوشبخته نه وه. هغه داسې ناروغۍ نیولې وه چې ان په ځوانۍ کې یې لا وېښتان تویې شوي وو.

د جک اصلي نوم کریفیث چیني دی. هغه د ۱۸۷۶ میلادي کال د جنورۍ په ۱۲مه په سان فرانسیسکو کې په غریبه کورنۍ کې زيږېدلی دی. د نوموړي په اړه ویل کېږي چې مور او پلار یې نه درلودل او بل چا رالوی کړی دی. جک لومړنۍ زده کړې تر یوه حده په همدغه ښار کې وکړې او له هغه وروسته اوکلند ته لاړ او هلته لوی شو. هغه رسمي زده کړې ونه کړې او څه یې چې زده وو، د خپلې شخصي مطالعې پر مټ یې زده کړي وو. نوموړي به چې وخت پیدا کړ، نو د اوکلنډ عمومي کتابتون ته به تلو او هلته به یې بېلابېل کتابونه لوستل. نوموړي له کتابونو سره ډېره مینه درلوده او خپل ټول خالي وخت به یې مطالعه کوله. نوموړي په ۱۸۸۹ میلادي کال کې په یوه کارخونه کې ډېر دروند کار پیدا کړ، خو د مجبورۍ له مخې یې ومانه او کار یې پیل کړ. هغه یوه کوچنۍ کښتۍ واخیسته او د صدفو غلا ته یې ملا وتړله. نوموړی په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د یو دریایي زمري د ښکار لپاره له ځینو نورو کسانو سره د کارکوونکي په توګه جاپان ته لاړ. ده هلته ډېر وخت تېر کړ، خو له راتګ سره سم یې په امریکا کې اقتصادي بحران رامنځته شو او خلکو د بېکارۍ او لوږې له امله اعتراضونه پیل کړل. ډېر وخت بېکاره او بې روزګاره په کوڅو کې وګرځېد او وړې وړې بدمعاشۍ یې کولې چې بالاخره په بافلو ښار کې زنداني شو. نوموړي له بند وروسته د ښه ژوند کولو تمثیل وکړ، په اوکلنډ کې یې ښوونځی ولوست او له هغه وروسته یې زړه و چې د کالیفورنیا پوهنتون کې زده کړې وکړي. له دریو میاشتو وروسته یې یاد پوهنتون ته لاره پيداکړه، خو د تنګلاسۍ له امله ونه توانېد چې ادامه ورکړي او له یو کال زده کړو وروسته یې بېرته پوهنتون پرېښود.

جک په ۱۸۹۷ میلادي کال کې له خپلو نورو ملګرو سره د اوسون ښار ته لاړ. هلته ناروغ شو او یو کس یې په وړیا ډول درملنه وکړه. د اور لګونې په نوم کیسه د نوموړي د ژوند دا ترخه تجربه بیانوي. نوموړی بېرته اوکلنډ ته راوګرځېد او یاد ښار ته له رسېدو سره سم یې د سوسیالېزم په تبلیغ او لیکنو پیل وکړ. هغه هڅه وکړه چې د خپلو لیکنو او اثارو د پلورلو له لارې پیسې پیدا کړي چې له ډېرو هڅو وروسته په دغه کار بریالی شو. د نوموړي له دې پرېکړې سره سم په اوکلنډ کې مجلو ډېر لوستونکي پیدا کړل او په دغو مجلو کې بیا داستانونو ډېر لوستونکي درلودل. جک خوشبخت و چې د یوې لیکنې له خپرېدو وروسته یې د لنډو کیسو ډېرو لوستونکو هرکلی وکړ، نوموړي له همدې لارې په کال کې شاوخوا ۱۹۰۰ ډالره عاید پیدا کاوه.

د جک په اړه ډېرو لیکوالانو ویلي چې د هغه اصلي مور او پلار مالوم نه دي او دی په پردي کور کې را لوی شوی دی، خو ځینې هغه بیا وایي چې پلار یې نه دی مالوم، خو مور یې فلورا نومېده چې تر ډېره ژوندۍ وه. فلورا هم د جک په څېر خورا بدبخته وه، هغه سخته ناروغه وه. په ځوانۍ کې لا نه یوازې دا چې خپله ښکلا یې له لاسه ورکړې وه، بلکې وېښتان یې هم تویې شوي وو او تر اخېره به یې خولۍ په سروله.

د جک د ژوند په اړه لیکل شویو کتابونو کې د نوموړي د مور ژوند او د هغې د ناروغۍ علتونه داسې بیان شوي دي: «فلورا په ۲۵کلنۍ کې له خپلې کورنۍ جلا شوه. په سیاټل کې له لنډې مودې ژوند کولو وروسته سن فرانسیسکو ته لاړه، دغه ښار کوچنی و او ډېرو خلکو په ځانګړې توګه نجیب زاده ګانو به غوښتل چې د چکر لپاره همدغه ښار ته لاړ شي.»

ځینې وايي چې د جک پلار جان لندن نومېده. هغه پر جک خپل نوم ولوراوه او د یو ښه او مهربان پلار حق یې ادا کړ. جان له جک سره ډېره مینه لرله. هغه د جک لپاره ټول هغه څه وکړل چې د یو زوی حق پر پلار وي.

د مور وضعیت یې ښه نه و، رواني وضعیت یې خورا خراب و او ورځ تر بلې له کار او ژونده لوېده. پر هغې به کله کله د زړه حمله هم راتله چې ټوله کورنۍ یې ورسره په تکلیف وه.

بالاخره جک له خپلې کورنۍ سره اوکلنډ ته کډوال شو. دغه ښار خورا مزخرف او چټي ښار و، خو دوی د مجبورۍ له کبله ورته راغلل او په همدغه ښار کې یې ژوند اختیار کړ.

جان لندن ځمکه واخیسته او په همدې ترتیب جک په پنځه کلنۍ کې په همدې ځمکه کې پر  کار بوخت شو.

هغه څه وخت وروسته پر همدې ځمکه کښت وکړ او دی به یې پالونکی و. نوموړي یوه ورځ په همدې ځمکه کې د کار پر مهال له یو عمر لرونکي بزګر سره د بنګو اوبه وڅښلې چې سخت یې ناروغ کړ او څه وخت وروسته یې په یو واده کې شراب وڅښل چې مست یې کړ او د هغه په ژوند کې یې بدبختۍ لا ډېرې کړې.

کله چې جګ اته کلن شو، خور یې الیزا له خپل یو ټولګیوال سره نکاح وکړه او څو کاله وروسته نوموړې له خپلو دریو اولادونو سره د اوکلنډ یوې بلې سیمې ته لاړه. جک په همدې وخت کې له روحي پلوه هر څه له لاسه ورکړي وو. روحي وضعیت یې خورا خراب او بې حاله شوی و.

څو میاشتې وروسته یې کورنۍ د جک کښت او کار له یاده وایست او بېرته خپل پخواني کور ته لاړل. جک خوشحاله و، ځکه خپلې خور الیزا او جني ته نږدې کېده. د هغه د ښوونځي په لار کې د پهلوانۍ کلپ و، خوښېده یې چې همدلته پهلواني زده کړي، خو په وس یې نه وه پوره. جک به د ښوونځي پر لاره تل جنګونه کول، که څه هم نوموړی له جسمي پلوه پیاوړی نه و، خو په جنجال او جنګ جوړولو کې یې ښه مهارت درلود.

نوموړی په ۱۴کلنۍ کې د انګلیسي ژبې له انسټېټیوت نه فارغ شو، خو د مالي ستونزو له امله یې ونه شو کولی چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. بالاخره نوموړي د قوطي جوړولو په کارخونه کې کار پيل کړ. په ماشومتوب کې د نوموړي کار کولو د هغه بدن مردانه او پیاوړی کړی و.

بالاخره اوکلنډ ته د بېرته را ستنېدو پر مهال د جک د بریالیتوبونو وخت هم را ورسېد. نوموړي د شمال ادیسه تر عنوان لاندې یو لنډ داستان ولیک او په ۱۹۰۰ میلادي کال کې یې چاپ کړ. د نوموړي دغه اثر ډېر لوستونکي پیدا کړل او جک یې ډېر وهڅاوه، څو په دې برخه کې خپل کار ته په پوره قوت دوام ورکړي.

نوموړي په همدې وخت کې د ډېرو ناشرانو له خوا د کار کولو وړاندیزونه تر لاسه کړل او ډېرې پیسې یې وګټلې. هغه وو چې د نوموړي په ژوند کې د پام وړ تغیرات راغلل. جک له همدې درکه د کار هغومره سرمایه تر لاسه کوله چې ډېرو وړو تجارانو هم نه شوی تر لاسه کولی.

جک په ۱۹۰۲ میلادي کال کې د (the call of the wild) داستان پر لیکلو بوخت و. دغه داستان هم د نوموړي یو له هغو داستانونو څخه و چې ډېر لوستونکي یې لرل. د همدغه داستان له چاپولو وروسته جک له ډېرو خلکو سره ملاقاتونه کول. ده دا وخت د بسي په نوم له یوې ښځې سره واده کړی و، خو له هغې سره یې دا اړیکه سمه و نه شوای ساتلی. بسي به تل پر جک فشار راوړ، څو شراب خوړل او له پردیو ښځو سره ښکته پورته کېدل پرېږدي، خو جک ونه منل او بالاخره بسي مجبوره شوه چې په ۱۹۰۳ میلادي کال کې محکمې ته لاړه شي او له جک نه یې د جلا کېدو غوښتنه وکړه. جک هم ورسره ومنله او طلاق یې ورکړ. نوموړي څه موده وروسته د چارمیان کیتریج په نامه له یوې ښځې سره واده وکړ او تمه یې دا وه چې ښایي ژوند یې ورسره حد اقل د بسي په څېر تېر شي، خو څنګه چې یې ده تمه لرله، هغه، هغه ډول نه وه. کیتریج د بسي په پرتله ډېره حوصله لرله او د نوموړي پر شخصي ژوند یې چندان ډېر کار نه لاره. هغې د نوموړي پر شراب خوریو او له پردیو ښځو سره پر ښکته پورته کېدو هم کار نه درلود، په ځانګړې توګه په هغه وخت کې چې به دی پر لیکوالۍ بوخت و.

جک په امریکا کې د خپل دور تر ټولو غوره لیکوال او رومان لیکونکی و. هغه رومانونه داستانونه، لنډې کیسې، مقالې او نمایشنامې لیکلې چې ټول هغه یې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ وو او ټولو لا ډېر کار او زیار ته هڅاوه.

نوموړي په اتلس کلنه لیکوالۍ کې خورا مهم او مشهور کتابونه ولیکل چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شول. نوموړي ۵۱ کتابونه او څو سوه مقالې ولیکلې چې بالاخره د ۱۹۱۶میلادي کال د نومبر په ۲۱مه یې په څلوېښت کلنۍ کې له دې دنیا سترګې پټې کړې.

Share22Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In