ټاکل شوې چې نن په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ ناسته وشي. ویل شوي چې دا غونډه به دوې ورځې دوام کوي، خو پرون رویټرز د ځینو طالب سرچینو په حواله ویلي وو چې دا غونډه د اجنډا پر سر د اختلاف له امله ځنډول شوې ده.
د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو کې لوی اختلاف څه دی؟
امریکايي استازي لا هم بیا بیا وايي چې دوی له دې امله له طالبانو سره خبرې کوي، څو هغوی له افغان حکومت سره خبرو ته تیار کړي. په ټولو شوو خبرو کې امریکا له طالب استازو همدا غوښتنه کړې ده. په اماراتو کې یې سعودي، پاکستان او امارات هم د همدې غوښتنې لپاره پر طالبانو د فشار په توګه وکارول. په سعودي کې د غونډې هدف هم همدا و. اوس په قطر کې هم د امریکا غوښتنه دا ده چې طالب استازي د افغان حکومت له استازو سره کېني، خو طالبان لا هم دا غوښتنه نه مني. طالبان بیا له امریکا غواړي چې د ځواکونو پر وتلو بحث وکړي او د خپلو وتلو مهالوېش روښانه کړي، خو امریکا ټینګار کوي چې دا چاره له جوړجاړي وروسته د بحث وړ ده. که بحث هم پرې کېږي، نو باید طالبان د امریکا نظامي حضور ومني. د اختلاف بل ټکی دا دی چې امریکا د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان وايي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان او په دې تړاو له تضمن وړاندې اوربند نه شي کولی. طالبان بیا غواړي چې بندیان تبادله کړي، مشران یې له تور لېست څخه و ایستل شي او د سولې لپاره جوړ شوی دفتر یې رسمي شي. امریکا بیا وايي چې دا درې واړه غوښتنې په افغان حکومت پورې تړلې دي او تر هغو چې طالبان له حکومت سره خبرې ونه کړي، دا غوښتنې نه پوره کېږي. امریکا وايي چې طالب بندیان له افغان حکومت سره دي، له تور لېسته د ایستلو لپاره باید حکومت له ملګرو ملتونو رسمي غوښتنه وکړي، ځکه طالبان د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د افغانانو په توګه ثبت دي او هلته افغان دولت رسمي دی. دغه راز د دفتر رسمي کېدو ته هم باید افغان دولت اجازه ورکړي او د دوی له اجازې پرته دفتر ناشونی دی. خلیلزاد تر اوسه له طالبانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې که دوی غواړي دا غوښتنې یې پوره شي، نو لاره یې دا ده چې له حکومت سره خبرې وکړي. طالبان بیا هماغه خبرې تکراروي چې له حکومت سره خبرې نه کوي. په دې ډول د طالبانو او امریکايي استازو خبرې له خنډونو سره مخ دي. که څه هم دواړه لوري د خبرو د دوام خبر ورکوي او د خپلو غوښتنو لپاره به چنې وهي، خو تر هغو چې دواړه لوري په دې برخه کې تنازل ونه کړي، نو داسې نه ښکاري چې دا خبرې به بریالۍ شي.
اوس که په قطر کې کېدونکې خبرې ځنډېدلې وي او یا نه، خو له شک پرته راتلونکې خبرې به بیا هم له ستونزو ډکې وي. د سولې لپاره اړتیا ده چې طالبان او امریکا دواړه په خپلو دریځونو کې نرموالی راولي. له دې پرته ستونزه نه حل کېږي.