افغانستان ته د شوروي د لسګونو زرو پوځيانو تر راتګ وروسته د سي ای اې مرستې ډېرې او پېچلې شوې.
امریکایي رسنۍ د افغانستان د جګړې په اړه د پټو استخباراتي اسنادو د برسېرېدو خبر ورکوي چې له جهادي ډلو سره د واشنګټن د مرستو څرنګوالی پکې ښودل شوی دی. په اسنادو کې راغلي، واشنګټن د شوروي تر یرغل وړاندې پاکستان مېشتو افغان جهادیانو ته د وسلو او پیسو رسول پیل کړي وو.
د سي ای اې، سپينې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت په دې زر مخیزو اسنادو کې راغلي چې د دغو مرستو ډېره برخه ګلبدین حکمتیار ترلاسه کوله او نورو ډلو ته هم د هغوی د اغېز په اندازه ونډه ورکول کېده.
واشنګټن پوسټ د دوشنبې په ورځ په یوه اوږده مقاله کې د سپینې ماڼۍ د مرکزي استخباراتو د ادارې او د بهرنیو چارو وزارت د هغو یادښتونو پر مټ چې د محرومیت له دایرې ایستل شوي، راغلي؛ د امریکا استخباراتو په کابل کې د واکمن حکومت پر ضد له جنګېدونکو افغان مجاهدینو سره څلوېښت کاله مخکې یعنې د شوروي تر یرغل لس میاشتې وړاندې مرستې پیل کړې وې.
د سي ای اې پټ پروګرام
د دغو اسنادو پر بنسټ، د هغه مهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سبګینیو بریجینسکي یوازې درې میاشتې مخکې تر هغه چې یاغیانو مقاومت پیل کړ، د سي ای اې د پټ پروګرام د پیلولو پرېکړه وکړه.
دی او د سي ای اې نور چارواکي په دې باور وو چې شوروي اتحاد به هېڅکله هم افغانستان ته زیات شمېر ځمکني پوځونه وانه ستوي.
د واشنګټن پوسټ تر مخه، د ۱۹۷۹ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۸مه سي ای اې ولسمشر جیمي کارټر ته وړاندیز وکړ چې افغان مجاهدینو ته وسلې وپېري.
شپږ میاشتې وروسته سي ای اې د مجاهدینو په ګټه تبلیغات پیل کړل. ورځپاڼه وايي، ولسمشر کارټر په دې اړه له احتیاطه ډک غبرګون وښود، خو بالاخره د همدغه کال د جولای پر درېیمه یې دغه پټ حکم لاسلیک کړ.
اسناد ښيي چې کارټر په لومړي سر کې مجاهدینو ته د ۶۹۵ زرو ډالرو نغدو او یا هم په دغه ارزښت د ناپوځي مرستو حکم کړی و، خو افغانستان ته د شوروي د لسګونو زرو پوځيانو تر تګ وروسته دغه مرستې ډېرې او پېچلې شوې.
له ای اېس ای سره د سي ای اې مرسته
سعودي عربستان هم افغان مجاهدینو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت وسله له مصره راونیوله چې سي ای اې بیا د جګړې میدان ته راولېږدوله.
واشنګټن پوسټ وايي، د ۱۹۸۰ زېږدیز کال په لومړیو کې یې لږ تر لږه شپاړس ټنه ټوپک، لاسي بمونه او ماینونه پاکستاني استخباراتو ته واستول چې افغان مجاهدینو ته یې ور کړي.
سعودي عربستان هم افغان مجاهدینو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت وسله له مصره وپېرله، چې سي ای اې بیا د جګړې میدان ته ولېږدوله.
چین بیا په لاریو کې توغندي له لوړو غرونو تېرول او مجاهدینو ته یې رسول.
له سي ای اې سره د ایران مرسته
د دغو اسنادو مطابق، حتی ایران هم چې هغه مهال یې د امریکايي وګړو د برمته کولو له امله له امریکا سره اړیکې ترینګلې وې، د ۱۹۸۰ زېږدیز کال د جون پر دویمه د یوه هوکړه لیک پر بنسټ، مجاهدینو ته د وسلو په قاچاق کې له سي ای اې سره مرسته پیل کړه او د لاریو له لارې یې هغه وسلې د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته لېږدولې چې سي ای اې پېرودلې او پاکستانیانو به د هوا له لارې ایران ته رسولې.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، د راتلونکې یوې لسیزې په دوران کې سي ای اې د مجاهدینو د یوه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار سره ډېره مرسته کوله او تر یوه میلیارد ډېرو ډالرو په ارزښت وسلې یې هغه ته ورکړې چې کمونیستان پرې ووژني.
په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره له افغانستانه د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته امریکایانو هم د جګړې له ډګر سره علاقه پرېښوده چې بالاخره په افغانستان کې یوه بل ناورین ته لاره هواره شوه.
نوي لوبغاړي په نوي رول کې
د واشنګټن پوسټ تر مخه، د ۱۹۷۹ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۸مه سي ای اې ولسمشر جیمي کارټر ته وړاندیز وکړ چې افغان مجاهدینو ته وسلې وپېري.
څلوېښت کاله وروسته لا هم د جهاد او امریکا ټکي هماغسې دود او په افغانستان کې د جګړو ډګر تود دی.
نوي لوبغاړي یې په نویو رولونو کې دي، امریکا د کابل ملاتړ کوي او د جهاد لپاره ورسره ډګر ته نورې ډلې راوتلې چې ویل کېږي د پخواني شوروي ځایناستی، روسیه یې اوس په مرستندویانو کې راځي.
طالبان د دغه ډګر د یوه اصلي لوبغاړي په توګه له امریکا سره خبرې غواړي، خو د څلورو مخکنیو لسیزو د جهادیانو په څېر له کابل سره خبرې ردوي.
د خبرو دا ډول څو پړاوونه تېر شوي. اوس طالبانو بي بي سي ته منلې چې بیا به هم له امریکایانو سره په قطر کې جرګه کېږي.
تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د ښکېلو اړخونو خبرې د سعودي عربستان په جده کې ټاکل شوې وې چې په دې وروستیو کې یې د جوړېدو په اړه شکونه پیدا شوي دي.