د افغانستان د وسله وال پوځ تاریخ نوی په پښتو ژبه لیکل شوی دی. د کتاب لیکوال تورن جنرال دولت وزیري دی چې کتاب ټولټال ۹۶۸ مخونه لري.
د کتاب لومړی څپرکی د تاریخ او وسله والو ځواکونو پېژندنې ته ځانګړی شوی دی چې په هغه کې لومړی د تاریخ پر عامه او لنډه پېژندنه سربېره، د تاریخ د لیکلو په اړتیا، ګټو، د تاریخ په سرچینو، پیل، ډولونو، د تاریخ په دورو او بیا ورپسې د وسله والو ځواکونو د عامه پېژندنې په ترڅ کې د اردو او وسله وال پوځ لغوي او اصطلاحې پېژندنه شوې ده.
په دویم څپرکي کې د اسلام د سپېڅلي دین له خپراوي وړاندې زمانو کې د لرغونې افغانستان د اردو یا ساتنه دویه ځواک په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
درېیم څپرکي کې یې افغانستان ته د سپېڅلي دین له راتګ څخه د مغولو تر یرغل پورې د بېلابېلو واکمنو لړۍ پېژندنې شوې او د هغو پر پوځي او نظامي حالاتو باندې یې بحثونه کړي دي.
په څلورم څپرکي کې یې د مغولو د ستر واکۍ پر مهال د افغانستان د نظامي- پوځي حالاتو په اړه بحثونه شوي چې په ترتیب سره لومړی افغانستان ته د چنګېز او بیا د هغه د اولادې د راتګ او یرغلونو په اړه تفصیلي معلومات راوړل شوي دي.
پنځم څپرکی یې د هرات د ابدالایانو او هوتکو د واکمنیو پر مهال د افغانستان د پوځي- امنیتي حالاتو څېړنې او سپړنې ته ځانګړی شوی دی.
په شپږم څپرکي کې د معاصر افغانستان نظامي پوځي حالات په تفصیل سره څېړل شوي دي چې لومړی پکې د احمدشا بابا او بیا د هغه د اولادې د ملي اردو او ولسي لښکرو تشکېلاتو او د هغو جګړیزو وسلو او د وسلو څرنګوالي ته کتنه شوې ده.
اووم څپرکي کې د محمد زیو د کورنۍ له لومړي واکمنه نیولې بیا ان د محمد داوود خان تر واکمنۍ پورې د افغانستان نظامي او پوځي حالت په تفصیلي ډول بیان شوی او په پای کې د منابعو او سرچینو په ښودلو سره، په همدې اووم څپرکي کې د افغانستان د اردو او وسله والو ځواکونو د تاریخ لومړی ټوک پای ته رسېدلی دی.
په ټوله کې کتاب د اردو پېژندنې او بیا په خاصه توګه د افغان اردو پېژندنې په اړه پوره او تفصیلي معلومات وړاندې کوي.
مینه وال کولای شي دا کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو او مشهورو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.