د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکو ته به اجازه ورکړي چې نا ارامه لوېدیځ ایالت سین کیانګ ته ورشي، خو په دې شرط چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي.
تر دغو څرګندونو مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میچل باچله په ډسمبر کې ویلي وو چې دوی دې سیمې ته د ورتګ اجاره غواړي، څو هغه راپورونه وڅېړي چې وایي، اقلیت مسلمانان د بیا روزنې په کمپونو کې ساتل کېږي.
د چین له دغه ایالت څخه چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، تېر کال د ناوړه بشري وضعیت په اړه راپورونه خپاره شول.
لوکانګ وايي، سینکیانګ د ټولو پر مخ پرانیستې سیمه ده او د ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون ټولو لورو ته چې غواړي له دې سیمې کتنه وکړي، ښه راغلاست وایي، خو په یوه شرط چې د چین د قوانینو او مقرراتو درناوی وکړي او د سفر ټول طرزالعملونه عملي کړي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تل ادعا کړې چې سین کیانګ ته د بهرنیو خبریالانو او چارواکو د ورتګ هرکلی یې کړی، خو ډېر ځلې لیدل شوي چې هغه بهرني خبریالان چې دې سیمې ته تللي، نیول شوي یا د پولیسو له خوا تعقیب شوي او د کمپونو د وضعیت او اویغوریانو سره د چلند په اړه یې د راپورونو مخه نیول شوې ده.
چین په سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې له ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې سره د مبارزې په نوم پر اقلیت مسلمانانو سخت مقررات وضع کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکه اداره په دې باور ده چې په سین کیانګ ایالت کې شاوخوا یو میلیون اویغوریان او نور اقلیت ترک ټبري مسلمانان د بیاروزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي.