تر اوسه لا وخت شته چې سړی په څرګند ډول د ټاکنیزو ټکټونو په باب غوڅ نظر څرګند کړي، خو کوم څه چې لا تر مخه ښکاره دي، هغه په ټاکنو کې د قومیت د عنصر څرګند اغېز دی. د بېلګې په توګه، که کرزی او غني اکثریت پښتنو ته منسوب نه وای، نو دا څوکۍ به یې په خیال کې هم نه وه لیدلې، خو د اکثریت پښتنو ترڅنګ د نورو قومونو او قومي لږکیو شتوالي هم ټاکنو ته خپل خاص جذابیت ورکړی او د ګټونکي نوماند په ګټه یې د یو کتلېست رول اجرا کړی دی.
ځینې اقلیتونه او د هغوی مشران پر دې نزاکت ښه پوهېږي، په داسې حال کې چې اکثریت پښتون مېشته سیمې د جګړې په اور کې سوځي او په دغه حالت کې د طبیعي ووټ ساحه راتنګېږي، نو داسې شرایط د دوی لپاره یو طلایي چانس دی چې خپل قيمت تر اصلي حالته څو ځله لوړ کړي. له دغو واقعیتونو سره سره د تاجکانو په نامه له مطرح شویو ځینو څرګندو څېرو پرته نور قومونه د لومړۍ څوکۍ لپاره سیالۍ ته زړه نه ښه کوي.
په دې کې د پنجشېر نظار شورا ډېره زیاته مطرح ده. دوی هم جمهوري ریاست ته کاندید ورکوي او هم له احتمالي ګټونکي کاندید سره خپل یو یو مرستیال ملګری کوي. دوی وایي، که موږ وګټله، نو رییس جمهور به زموږ وي او که مو بایلله، نو مرستیال خو مو تیار خوندي دی. که اوي شوه که للمي، د دوی برخه خوندي ده او د دې ترڅنګ اپوزېشن هم له لاسه نه ور کوي. د کرزي صیب په دوو دورو کې ما د یو ملتپال افغان په توګه هڅه وکړه چې د جمعیت او نظار شورا دا طلسم مات شي، خو د کرزي صېب په څېر ډېرو ځان ساتو پښتنو سیاستوالو زموږ څېرې ته کوم ارزښت ور نه کړ.
کله چې د کرزي صېب تر دوو دورو وروسته د ډاکټر صېب غني د نوماندۍ وخت را ورسېد، نو ما ورته په زغرده وویل چې که د کرزي صېب په شان دې د نظار شورا او یا جمعیت څخه څوک د لومړي مرستیال په توګه راوست، موږ دې سر له اوسه مخالف یو او ګټلی یې هم نه شې. ما ورته وویل چې د جمهوري ریاست ټاکنیز ټکټ د یو مثلث بڼه لري، هر چا چې د دغه مثلث درې واړه ضلعې د اکثریت پښتنو په ګډون د دوو نورو مطرحو قومونو( ازبکو او هزاروو) په استازو ډکې کړې، همغه کاندید ګټونکی دی او همدا د ټاکنو سیاسي ریاضي ده.
هغه وخت زما خبرې پر غني او نورو ناستو مصلحتي او ډارنو سیاستوالو ښې ونه لګېدې، خو وروسته یې بیا همدا خبره ومنله. څه موده وروسته ښاغلي غني راته د یوې غونډې د پیل په بهیر کې په غوږ کې ورو وویل: «ستا فورمول خو مې عملي کړ، ښه فورمول دی اوس خو به مې ملاتړ کوې؟» هدف مې دا دی چې په تېرو ټاکنو کې د غني د بري راز په دې کې و چې د جمعیت د بې رایو مرستیال پر ځای یې د ازبکو رایې را خپلې کړې. دا چې دوستم له اخلاقي او علمي پلوه د دغه پوست لپاره څومره وړ و کنه، دا بېل بحث دی. خو رايې یې غني ته ډېرې په ګټه وې.
زما خپل هدف همغه مهال هم دا و او اوس هم دا دی چې ازبک قوم باید په ټولیز ډول د سیاسي قدرت په دایره کې داخل شي. هدف مې له شخص څخه نه و او نه موږ غوندې خلکو ته د دوستم جرمي سابقه د زغم وړ وه. غني بیا دا مهال له احمدضیا مسعود سره بله معامله هم روانه کړې وه، له هغه سره یې په پټه د درېیم معاونیت او یا د هغه د معادل پوسټ د جوړولو ژمنه کړې وه. ما همغه وخت د غني خوا ته د احمدضیا مسعود له راتګ سره ځکه مخالفت وښود چې د دغه راتګ قیمت خورا زیات او د اساسي قانون له محتوا څخه د سرغړاوي په بیه و. زه پر دې پوهېدم چې احمدضیا مسعود لکه څنګه چې یې کرزي ته رایې را نه وړې، دغسې یې غني ته هم نه راوړي، خو دا څو رايې چې راوړي هم، دا د ډاکتر عبدالله هغو لسګونو زرو جعلي رایو ته مشروعیت ورکوي چې هغه یې په پنجشېر او نورو تاجک مېشتو سیمو کې د درغلۍ له لارې د ځان په ګټه کاروي.
تر ټاکنو وروسته غني له عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ، احمدضیا ته یې د قانون خلاف خپل امتیازات ور کړل، خو موږ یو ځل بیا د قانون لار ونیوله او تر ننه همدا لاره پالم. اوس چې یو ځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنیز ټکټونه خپله بڼه خپلوي، نو دې یادښت لیکلو ته اړ شوم. کله چې خبر شوم چې اتمر صېب په خپل ټکټ کې یونس قانوني ته ځای ور کړی، نو ما ورته مشوره ور کړه چې قانوني نه یوازې تاته د رایې د راوړنې سبب نه کېږي، بلکې ستا رايې به خرابې کړي. ما ورته وویل چې دوی یو ځل بیا همغه لوبه تکراروي چې مخکې یې کړې وه. یو کار چې درې ځله تجربه شي، هغه بیا ولې تکرار شي. ما ویل قانوني به دومره رایې درته راوړي لکه انجنیر محمدخان چې ډاکتر عبدالله ته ور کړې وې، تر هغو به لا هم کمې وي؛ ځکه تاجک به وایي، له اتمر سره خو مو له رایو پرته څوکۍ خوندي شوه، اوس نو راځه د ولسمشرۍ لپاره خپل کاندید ته رایه ور کړه.
په دې ورځو کې چې یونس قانوني خپل غږیز او بیا ویډیویي پیغام نشر کړ، نو خبره تر مرستیالۍ هم پورته لاړه. هم له اتمر سره اول معاونیت غواړي، هم د جهاد او مقاومت له حوزې یو بل کاندید دروي، هم د صدارت پوست ایجادوي، هم درېیم معاونیت رامنځته کوي، هم والیان نیمه انتخابي کوي او هم رایې نه ور کوي، نو اوس به څوک وي چې ورته ووایي چې کله هم احمدولي مسعود ستاسو د جهاد او مقاومت د حوزې کاندید وي، خو همغه ښاغلی بریالی کړه، ټولې غوښتنې مو په یو وار عملي کېږي، نو ضرورت څه دی چې اتمر او غني سره هم یو یو مرستیال پينه کوی.
کله چې قانوني خپله اعتراف کوي چې د ولسمشرۍ مقام ته نه شي رسېدلی، نو بیا ولې له هغه سره د اکثریت ولس د هیلو خلاف معامله وشي. قانوني خو اتمر صېب له ګړنګونو ګوزار کړ، خو اوس وار د غني صېب دی چې د بل کوم جمعیتي له لاسه به ورته ګوزار خوري. ښاغلي غني خپل مخلوع وزیر(صلاح الدین رباني) ته تر اوسه پورې په لسګونو جرګې ور لېږلې دي چې د ده مرستیالي ومني، دا چې د هغه مرستیالي به پښتنو ته په څومره سرټيټۍ او هېواد ته به په څومره قانون ماتونې تمامه شي، دا به څو ورځې وروسته روښانه شي. همدارنګه له عبدالله سره هم د معاملې څرکونه ښکارېږي. اوس د نتیجې په توګه وایم، هر کاندید چې له جمعیت او نظار شورا سره د خپل قدرت لپاره معامله کوي، له دې وطن سره خیانت ګڼل کېږي. جمعیت او نظار شورا په افغاني سیاست کې یوه منفي پدیده ده او دا چې له هرې بلې مثبتې پدیدې سره یو ځای شي، هغه پر منفي هغې بدلوي.
نو غني او یا اتمر که غواړي په ټاکنو کې بریالي شي او یا په لومړي او دویم مقام کې راشي، نو له ازبکو، هزاره وو او یا نورو وروڼو قومونو څخه دې غوره اشخاص د مرستیالانو په توګه غوره کړي. احمدولي مسعود، قانوني، صلاح الدین، نور جمعیتیان او نور تاجک وروڼه دې دا ځل پرېږدي چې له کوم تشویش او ابهام پرته د خپلې خوښې خپل کاندید ته رایه ورکړي او تر ټاکنو بل ښه بدیل خو لا دا دی چې ټول په ګډه د سولې لپاره کار وکړو. هر چا که په افغانستان کې سوله ټینګه کړه، له وټونو پرته هغه د خلکو پر زړونو ولسمشر دی. هم محبوب دی، هم اتل دی او هم د ابدي عزت څښتن دی. نورې خبرې بیا په بله لیکنه کې، خو په پای پای کې د غني او اتمر له اورپکو پلویانو هیله کوم چې ډېره ګرمه او ډېره سړه یې مه خورئ چې دواړه حالته ستوني ته زیان رسوي. د اشخاصو پر ځای د سیسټمونو او قانون ملاتړ وکړئ، راځئ څوک چې له قانونه سرغړونه کوي، مخه یې ونیسو. زموږ د خلاصون لار قانون دی، د قانون پلي کېدنه او قانون پالنه.