د ۲۰۲۱ م کال د اګست په پنځلسمه نېټه طالبان بيا کابل ته داخل شول او واک ته ورسېدل، چې له دې کبله د افغانستان جمهوري نظام سقوط شو.تر اوسه پورې واک ته د طالبانو له رسېدو څخه دوه کالونه تېر شوي دي. په تېرو دوو کلونو کې که څه هم د افغانستان په دننه کې ځينې مثبت پرمختګونه شوي، خو اقتصادي وضعيت لاهم خراب دی او خلک يې تر اوسه هم له بشري ناورين سره مخ دي. د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له وروستيو دوو کلونو راهيسې د افغانستان د بدلون په هکله د دې هېوا د ژوندون ټلويزيون له پخواني خبريال عزيز خان هوتک سره مرکه وکړه. هغه وويل، چې وطن کې مثبت پرمختګونه ليدل کيږي، خو د امريکا له خوا د افغانانو د پيسو بندول د اقتصادي وضعيت د خرابوالي سبب کيږي.
د ښاغلي هوتک په اند له دوو کلونو راهيسې افغان سرپرست حکومت هم د اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره ډېرې هڅې کړي او ځيني مثبت پرمختګونه يې موندلي دي.د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۳۱مه نېټه نړيوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعيت په هکله راپور خپور کړ او پکې يې په اقتصادي چارو کې يې د افغانستان وروستی مثبت پرمختګ هم تائيد کړ.د بېلګې په توګه په افغانستان کې د پيسو پړسوب انډول راټيټ شوی، د غلودانو کورني توليدي اندازه زياته شوې او د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانيو تبادلوي ارزښت لوړ شوی دی. په دې اړه ښاغلي هوتک داسې وویل، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، په نړيواله ټولنه کې اندېښنې زیاتې وې، چې د افغانستان اسلامي امارت به د بودیجې له کمښت سره مخ شي او توان به ونلري، چې لویې اقتصادي پروژې پیل کړي، خو له نېکمرغه له دې اندېښنو سره سره سرپرست حکومت د قوش تېپې کانال او ورسره يې جوخت د کابل او کندهار سړک د رغونې چارې پيل کړې، دغه راز یې په نیمروز کې کانالونه جوړ کړل او په کابل کې يې د بیا رغونې لسګونه پروژې پلې کړې، چې له امله یې زرګونو کسانو ته کاري فرصت برابر شوی دی. سربېره پردې له دې سره جوخت ډېر ژر به له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ميګاه واټ برېښنا د لېږد پروژه هم پيل شي، د جګړو په پایته رسېدو سره زموږ ګڼ هېوادوال خپلو مینو ته ستانه شول او د غلو دانو په کرنه بوخت دي، د افغانيو ارزښت د پام وړ ښه شوی دی، خو اقتصادي وضعيت لاهم خراب دی او زموږ اندېښنې پر ځای دی، یو لوی علت یې د امریکا له لوري د افغانانو د پيسو بندول دي، چې له امله یې د افغانستان تجارت د پام وړ خراب شوی دی.
پر افغانستان د امريکا د پولي بنديزونو او د اقتصادي حالت د خرابوالي له امله په افغانستان کې اوس ډېر وګړي لاهم له بشري ناورين سره مخ دي. د غلودانو پروګرام نړيوالې ادارې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې يو راپور خپور کړل، چې له مخې يې ۹۵ سلنه افغانان د خوړو د کمښت له ستونزو سره مخ وو او ۲۲ میليونه او اته لکه افغانان د غلودانو د خونديتوب په برخه کې مشکل درلود او څه باندې درې میليونه او دوه لکه څه کم پنځه کلن ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته شول. هغه وويل، چې زرګونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او خپلې کورنۍ يې نه شي پاللی، چې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده. په جمهوري نظام کې هم د بېوزلۍ کچه لوړه وه، خو اوس د اقتصادي حالت په خرابوالي سره يو څه اندازه بيوزلي ډېره شوې ده. خورا ځواکي له ۲۰۱٦ کال راهيسې په افغانستان کې مخ په زياتېدو ده. اوس ممکن دا کچه نوره هم لوړه شي، موږ هيله لرو، چې نړيواله ټولنه له مونږ سره بشري مرسته وکړي او د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د مرکې په پای کې ښاغلي هوتک هيله وښوده،چې د افغانستان نوی نظام پر رسميت وپېژندل او ټولشموله حکومت جوړ شي او ملي اجماع مو جوړه وي، چې وطن مو پرمختګ وکړي.