لوېدیځه صحرا د افریقا د لویې وچې په شمال لوېدیځه څنډه کې د لوېديځ طول البلدونو د ۸ او ۱۷ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۲۱ او ۲۸ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۰۲۳۰۷ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۷۸ یم لوی هېواد دی. شمال ته یې مراکش، جنوب ته یې موریتانیا، ختیځ ته یې الجزایر او لوېدیځ ته یې شمالي اتلانتیک سمندر پروت دی.
لوېدیځه صحرا دوه ډوله اقلیمي سیمې لري: لومړی ساحلي برخې چې نسبتاً سړه او لنده هوا لري او دویم د هېواد د پاتې برخو هوا یې وچه او ډېره توده ده. په دغه هېواد کې هر کال په منځنۍ توګه ۱۰۰ ملي متره اورښت کېږي.
د دغه هېواد پلازمېنه د العیون ښار دی چې د لوېدیځې صحرا په شمال لوېدیځه برخه کې پروت دی، اوسمهال د مراکشي پوځیانو په ولکه کې دی او ډېر اوسېدونکي لري.
نفوس یې څه باندې ۵ میلیونو کسانو ته رسېږي چې په هر کیلومتر مربع ساحه کې یې ۳ تنه ژوند کوي.
د دغه هېواد ۹۳ سلنه وګړي په ښارونو کې مېشت دي او پاتې ۷ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. دغه راز د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې د ۵ ماشومانو د درلودو حق لري.
د لوېدیځي صحرا مهم ښارونه له العیون، داخله، سماره او ویلاسیستروس څخه عبارت دي. د دغه هېواد اکثریت وګړي مسلمانان دي، رسمي ژبه او لیکدود یې عربي دي.
د حکومت ډول یې ډيموکراټیک جمهوریت دی. د لوېدیځې صحرا اوسنی اساسي قانون په ۱۹۷۶ ز کال کې د پولیساریو په درېیمه کنګره کې تصویب شو. پولیساریو هغه جبهې ته ویل کېږي چې په همدغه کال کې یې د لوېدیځې صحرا جلا وطنه حکومت اعلان کړ.
د دغه هېواد د خاورې د تمامیت او ملي حاکمیت ستونزه تر اوسه په بشپړه توګه نه ده حل شوې او ډېره خاوره یې د مراکش په ولکه کې ده، خو د نړۍ څه باندې ۷۰ سلنه هېوادونه یې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژني.
د دغه هېواد ولسي جرګه د قانون د جوړولو او تطبیق دندې پر مخ وړي.
دغه هېواد په ۱۹۷۶ ز کال کې خپلواکي واخیسته، خو د ملګرو ملتونو غړیتوب لا هم نه لري.
لوېدیځه صحرا د نړۍ په بېوزلو هېوادونو کې شمارل کېږي چې خلک یې په لږو عوایدو ژوند کوي، دغه عواید هم د فاسفېټو له کانونو، د کبانو له نیولو او څارویو څخه په لاس راوړي. دغه هېواد د ازاد بازار وړوکی اقتصاد لري. د ښاري اوسېدونکو لپاره یې خوراکي توکي له بهر څخه راوړل کېږي؛ ځکه چې د دغه هېواد خاوره د طبیعي جوړښت او د اوبو د کموالي له امله د ډېرو کرنیزو توکو د تولید ظرفیت نه لري. په دې وروستیو کلونو کې د مراکش دولت د لوېدیځې صحرا د ۸۰ سلنه خاورې اقتصاد د خپلو اساساتو له مخې تنظیم کړی دی، ځوانانو ته کاري زمینې برابروي، بنسټیزې پروژې جوړوي او ټولنیز لګښتونه کوي. اقتصاد پوهان وایي، د لوېدیځې صحرا د ابوکره په سیمه کې د فاسفېټو داسې کانونه شته چې کابو دوه میلیارده ټنه زېرمې لري. اسپانویانو د تېرې پېړۍ په اوومه لسیزه کې د دغو فاسفېټو د وړلو لپاره له ابوکرې څخه د العیون تر بندره پورې ۱۰ کیلومتره اوږد فلزي پل جوړ کړی و. په ۱۹۷۳ ز کال کې د دغه پله له لارې یو میلیون ټنه فاسفېټ بهر ته استول شوي وو، خو په دې وروستیو کلونو کې د لوېدیځې صحرا د خپلواکۍ ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دریځ د پولیساریو او مراکش تر منځ ستونزې جوړې کړې چې اوس لوی افریقایي یا اروپایي شرکتونه په دې برخه کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
مراکش په ۲۰۰۶ ز کې له اروپایي اتحادیې سره داسې یو کلن تړون لاسلیک کړ چې اروپايي بېړیو ته یې اجازه ورکوله، څو د مراکش او لوېدیځې صحرا په سواحلو کې کبان ونیسي. دغه تړون په ۲۰۰۷ ز کال کې لغوه شو. تر اوسه د لوېدیځې صحرا په ساحلي سیمو کې تېل نه دي موندل شوي او هغه ستونزه لا هم نه ده حل، چې څوک پولیساریو یا مراکش د دغه هېواد د خاورې یا سواحلو د تېلو ایستلو او خرڅلاو قانوني واک لري.
لوېدیځه صحرا په اوږده موده کې د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې ستونزې لري، چې ځینې یې دا دي: د دولت حقوقي او قانوني کمزورتیا، د مراکشي پوځونو له خوا د هېواد د ۸۰ سلنه خاورې نیول، د خلکو بېسوادي، د مسلکي زده کړو لږوالی، د سرمایي نشتون، پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو نه لېوالتیا، جګړه ییزه ماحول او داسې نور.
د دغه هېواد کاري ځواک ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېږي. فاسفېټ او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې رغنده رول لوبوي.
د لوېدیځې صحرا ۳ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۲۰ سلنه ځمکه څړځایونو او پاتې نوره بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د هستوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده او ۲ زره هکټاره ځمکه یې د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۵۵ سلنه خلک د کرنې او څارویو د روزنې او د کبانو د نیولو په برخو کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۲ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاسته راځي.
ږدن، اوربشې، خرما، سابه، مېوې، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي. د لوېدیځې صحرا ډېر خلک کوچیاني ژوند لري او د نړۍ د نورو کوچیانو په څېر د څارویو پر روزنه بوخت دي.
دغه هېواد ۱۰ هوایي ډګرونه لري چې ۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۱۲ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې بیا ای اېچ دی چې ۲ لکه کسان یې ورته لاسرسی لري.
په لوېدیځه صحرا کې د مراکش راډیو- ټلوېزیون نشرات کوي. دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید له کبله د افریقا او نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د دغه هېواد ۴۴ سلنه نارینه او ۲۰ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي چې دا په نړۍ کې ټیټ رقم بلل کېږي. زده کړه په دغه هېواد کې د ۷ نه تر ۱۲ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
د لوېدیځې صحرا د پخواني تاریخ په هکله ډېر معلومات نشته. په ۱۵ مه زېږدیزه پېړۍ کې هغه وخت چې اروپایي ځواکونه د افریقایي سیمو د طبیعي شتمنیو او مرېیانو په تمه د افریقا د نیولو لپاره په سیالیو بوخت شول، پرتګالیانو او اسپانویانو لوېدیځې صحرا ته لاسونه وغځول. پرتګال لومړنی اروپايي ځواک و چې د لوېدیځې صحرا ځینې سیمې یې ونیوې او هلته یې د مرېیانو د سوداګرۍ اډې جوړې کړې.
کله چې اسپانیا د ټولې صحرا د نیولو لپاره لښکرې تیارې کړې، فرانسې یې مخه ونیوه؛ ځکه چې فرانسویانو پخپله پر ټوله افریقا باندې د بشپړې واکمنۍ هڅه پیل کړې وه. لږ وروسته اسپانیا او فرانسې یو بل ته څه ګټې ومنلې او په دې توګه د لوېدیځې صحرا ساحلي سیمې د دریوډيورو په نامه د اسپانویانو لاس ته ورغلې. پر لوېدیځه صحرا باندې د اسپانیا د واکمنۍ ټینګېدو درې پېړۍ وخت ونیو. دغه اوږده کلونه د اسپانیا د پوځونو او د لوېدیځې صحرا د خلکو په خورو ورو جګړو کې تېر شول. په ۱۸۸۱ ز کال کې اسپانوي پوځونه د لوېدیځې صحرا له ساحلي سیمو څخه د دغه هېواد منځنیو برخو ته وخوځېدل. په ۱۸۸۴ ز کال کې اسپانیا د د غه هېواد پخوانۍ ساحلي او نوې منځنۍ سیمې یو ځای د اسپانیا صحرا په نامه د خپلې مستعمرې په توګه اعلان کړې. یو کال وروسته د برلېن کنفرانس چې د افریقا د استعماري وېش لپاره جوړشوی و، پر لوېدیځه صحرا باندې د اسپانیا واکمني په رسمیت وپېژندله او اسپانیا او فرانسې په صحرا کې د خپلو پولو د ټاکلو تړون لاسلیک کړ. دغه وخت بهرني پوځونه پر ښارونو او ساحلي سیمو باندې لاسبري وو او د لوېدیځې صحرا د لرې سیمو کوچیان خپلواک وو او د خپلو سیمو د ادارې لپاره يې د جماعه په نامه سیمه ییزې جرګې درلودې.
د لوېدیځې صحرا اوسنۍ پولې په ۱۹۰۰، ۱۹۰۴ او ۱۹۱۲ ز کلونو کې د فرانسې او اسپانیا تر منځ وټاکل شوې. په ۱۹۱۰ ز کال کې د مراکش سلطان د فرانسې په غوښتنه او فشار د صحرا د انقلابیونو یا هغو کسانو مرسته وځنډوله چې د شیخ ماالعیني په مشرۍ پر جګړو بوخت وو؛ ځکه چې د مراکش امنیت ته یې هم ستونزې پېښې کړې وې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د لوېدیځې صحرا د هېواد نوم نشته، نو له همدې کبله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. دغه راز د کابل او العیون ښارونو تر منځ د وخت توپیر هم درې نیم ساعته دی.