د وارداتي برېښنا مزي د ټاکلي ظرفیت برېښنا لېږد لپاره غځېدلي، چې په دغو کېبلونو کې د وارداتي برېښنا د کچې د زیاتولو امکانات نشته
کابل په ۲۰۰۳ ز کال کې شاوخوا ۱۲۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا درلوده، خو هغه مهال یې یوازې ۷۰ مېګاواټه برېښنا لرله چې په هره درېیمه شپه به د پلازمېنې کابل اوسېدونکو د کورونو څراغونه روښانېدل.
۱۸ کاله وړاندې د کابل د ځینو سیمو برېښنا د سروبي، نغلو او ماهیپر له برېښناکوټونو او یوه برخه یې له ډیزلي جنراټورونو چمتو کېده.
خو په ۲۰۰۹ ز کال کې د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت، کابل د ګاونډیو هېوادونو له راغلې برېښنا سره وتړل شو او په را وروستیو کلونو کې برېښنا یوڅه ښه شوه او ان د اوړي په شپو کې هم کابل مېشتي وګړي د ۲۴ ساعته برېښنا څښتنان وو.
د افغانستان برېښنا شرکت چې د برېښنا د وېش مسوولیت لري، وايي، پلازمېنه ټولټال شاوخوا ۶۷۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې په خبره یې دوی اوس یوازې دغه ولایت ته ۴۴۰ مېګاواټه برېښنا چمتو کولی شي.
برېښنا شرکت چې سږ کال ژمی د برېښنا له کمي سره مخامخ شوی، د کابل برېښنا یې نوبتي کړې. په ۲۴ ساعتونو کې کابل مېشتي وګړي یوازې ۶ ساعته برېښنا لري.
د چارواکو لارورکي
د کابل درېیمې ناحیې اړوند دهمزنګ سیمه کې د برېښنا شرکت مامور داسې وايي:
“موږ دوه ډوله برېښنا لرو: یعنې له برېښناکوټ نه دوه لاینه برق لرو، یو ۲۳ لاین دی او بل یې ۲۲ لاین دی. موږ په دغو دواړو لاینونو کې پارچاوي داسې تنظیم کړې ده چې پر دواړو لاینونو اضافي فشار رانه شي.”
۱۸ کاله وړاندې د کابل د ځینو سیمو برېښنا د سروبي، نغلو او ماهیپر له برېښناکوټونو او یوه برخه یې له ډیزلي جنراټورونو چمتو کېده.
د برېښنا په تولید او وېش کې کمساري لګښت، اړوند چارواکي لارورکي کړي دي، خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر بیا وايي، په وېشل شوې برېښنا کې هېڅ کمی نه دی راغلی، بلکې د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا لګښتونه ډېر شوي دي.
ډېزلي برېښنا
د دغه وزارت چارسمبالی وزیر محمد ګل خلمي وايي:
“زموږ د ښاریانو اړتیاوې ورځ په ورځ زیاتېږي، برېښنا هماغه برېښنا ده چې په دوبي کې مو لرله، خو چې ژمی پیل شي، پارچاوي ډېرېږي، وارداتي برېښنا خو نه شو زیاتولی، نو یوازینۍ لاره دا ده چې شته برېښنا مدیریت کړو.”
د وچکالۍ له کبله د اوبیزې برېښنا تولید ورځ تر بلې کمېږي
وړاندې تر دې چې کابل ته وارداتي برېښنا راورسېږي، د پلازمېنې د اړتیا یوه برخه له ډیزلي برېښنا چمتو کېده، اوس د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د وچکالۍ له کبله د اوبیزې برېښنا تولید ورځ تر بلې کمېږي او د حرارتي برېښنا تولید د تېلو د بیو په لوړېدو سره ستونزمن شوی دی.
د برېښنا شرکت عملیاتي مشر وکیل ناصري وايي، د وارداتي برېښنا مزي د ټاکلي ظرفیت برېښنا لېږد لپاره غځېدلي چې په دغو کېبلونو کې د وارداتي برېښنا د کچې د زیاتولو امکانات نشته. نوموړي زیاته کړې:
“د برېښنا پارچاوۍ ستونزه موږ او تاسو ته مالومه ده، وچکالۍ زموږ او تاسې د تولیدي برېښنا د کچې پر راکمولو کې رول لرلی، د تېلو د بیې لوړوالي زموږ د حرارتي برېښنا پر دستګاوو منفي اغېز کړی او ورسره هغه ستونزه چې مزو کې د برېښنا د رالېږد لرو.”
د کابل د وګړو اوسنی شمېر د ۲۰۰۳ ز کال په پرتله ډېر شوی دی، خو ورسره د برېښنا په تولید او نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستانه د برېښنا پر وارداتو پانګونه هم شوې ده.
د کابل ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو، تاجکستان، ازبکستان او ایرانه رالېږدول شوې ده.
د کابل ډېری اوسېدونکي د برېښنا د پارچاوۍ له کبله اړشوي چې ځان ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره کړي، هغه هم د ژمي په داسې ورځو کې چې پر کابل واوره ورېدلې ده. محمدعارف د کابل اوسېدونکی وايي:
“مجبور شو چې په توره شپه کې د برېښنا موندلو غم وخورو، جنراتور ډېر لګښت لري، سولري سیستم مو جوړ کړ.”
د کابل والي یعقوب حیدري هم په کابل کې د برېښنا بیه او وېش عادلانه نه بولي او وايي چې د کابل د ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره برېښنا یو خوب دی.
نوموړی وايي:
“برېښنا باید نوره د پارلمان د وکیلانو په خوښه ونه وېشل شي، زموږ برېښنا په کابل کې عادلانه نه ده وېشل شوې، که د کابل په پارچاوۍ کې لس دقیقې زیاتوالی راشي د کابل ولسوالۍ به برېښنا ولري، ځکه چې ولسوالیو کې یوازې د څراغونو لپاره برېښنا کارېږي، زموږ په جومات او کورونو کې هماغه ایلیکاینونه دي.”
برېښنا شرکت چې سږ کال ژمی د برېښنا له کمي سره مخامخ شو، د کابل برېښنا یې نوبتي کړه. په ۲۴ ساعتونو کې کابلیان یوازې ۶ ساعته برېښنا لري.
په ټوله کې افغانستان هر کال له ۲۵۰ تر ۲۷۰ میلیونو ډالرو برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په بیه اخلي.
د کابل ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو، تاجکستان، ازبکستان او ایرانه رالېږدېدونکې ده. که پر کابل دا برېښنا درېږي، کابل تیاره کېږي او په لنډ وخت کې د وچکالۍ غځېدو په کور د ننه د اوبیزې برېښنا د تولید د ډېرېدو هیلې کمې کړې دي.