که د پښتنو پر غوښتنو غوږ و نه ګرول شي، نو پاکستان به د اړو- دوړ لمن ته ټېل وهل شي.
تېر کال په همدې ورځ د نقیب الله مسید په نوم ځوان د پاکستان په سویلي ښار کراچۍ کې د پولیسو له لورې په یوه جعلي نښته کې ووژل شو. په لومړي سر کې پولیسو ادعا کوله چې مسید د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سخت دریځه غړی و او د دوی له لوري د ترهګرو پر یو پټنځي د برید په ترڅ کې ووژل شو.
د پولیسو د ادعا برعکس، د مسید کورنۍ، ملګرو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو د پولیسو ادعا رد او زیاته یې کړه چې نوموړی یو بېګنا هټیوال او د ځوانانو لپاره هیله بښونکې مخبېلګه وه. د ابهام د له منځه وړلو په موخه پاکستاني حکومت د څېړنو امر وکړ. د پولیسو یوې ځانګړې ډلې د پېښې د څېړلو پر مهال داسې کوم ثبوت پیدا نه کړ، چې له ترهګرۍ سره د دې مسید د تړاو الزام کره کړي. له همدې امله د څېړنو ډله دې پایلې ته ورسېده، چې مسید د راو انوار په مشرۍ پولیسو سره د جعلي نښتې پر مهال وژل شوی دی. ځینې موسسې پر دې باور دي چې ډېری وخت جعلي نښتې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري رامنځته کېږي. راو انوار چې د مسید پر وژلو تورن و، د پولیسو له لوري ونیول شو او تر اوسه یې محاکمه روانه ده.
پخوا دېته ورته د محکمې له امر پرته وژنې او په اړه یې تورونه د امنیتي ارګانونو او ادارو له لوري له پامه غورځول کېدل او عاملین به یې سرې سترګې ګرځېدل. د دغه دستور برعکس، د مسید د وژلو قضیې بل لوری خپل کړ. د مسید په پلرني کلي (د وزیرستان په مکین) کې یوه کوچني بهیر (د پښتون ژغورنې غورځنګ) حکومت اړ کړ چې چټک ګامونه پورته کړي.
د بشري حقونو د فعال او مدافع منظور پشتین له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو، چې د پښتنو له حقونو څخه دفاع وکړي. پښتانه دا مهال په پاکستان کې دویم ستر قوم دی چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته دي.
له تېرو دوو لسیزو راهیسې په سیمه کې یوازې پښتانه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په اور کې سوځي. د سپټمبر له پېښې وروسته چې امریکا او ملګرو یې پر افغانستان برید وکړ، د ترهګریزو شبکو یوشمېر غړو چې هغه مهال یې په افغانستان کې فعالیت کاوه، پاکستان ته واوښتل او هلته یې په پښتون مېشتو سیمو کې ځانونه پټ کړل. په همدې پلمه پاکستاني پوځ عملیات پیل کړل چې سیمه له ترهګرو پاکه کړي. خو د دې پر ځای چې د ترهګرۍ پدیده له منځه یوسي، د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ترڅ کې یوازې د سیمې بېګناه استوګن قرباني شول. سره له دې چې پښتانه د ترهګرۍ ضد جګړه کې د لومړۍ کرښې قربانیان وو، خو بیا هم ورته د پاکستان په مختلفو سیمو کې د ترهګرو په سترګه کتل کېدل.
د عدالت غوښتل
په کراچۍ کې د مسید له وژلو وروسته منظور پشتین له وزیرستان څخه د اسلام اباد په لور لاریون رهي کړ. پلازمېنې اسلام اباد ته د پښتون لاریون زرګونو پښتنو بدرګه کړ، دوی غوښتل چې یوازې د مسید لپاره نه، بلکې د ټولو هغه پښتنو لپاره د حق چېغه پورته کړه چې په پاکستان کې د تبعیض ښکار شوي.
همدا لاریون په چټکۍ د حق غوښتنې په یو ملي غورځنګ بدل شو، چې له خېټې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ وزیږید. د پاکستان په مختلفو سیمو کې د لاریونونو پر مهال به پښتون او ملګرو یې د دوی له سیمو څخه د ترورېزم د له منځه وړلو په پلمه د پاکستاني پوځ د عملیاتو د ناکامۍ د لاملونو په اړه پوښتنه کوله. د دوی بنسټيزه پوښتنه دا وه چې ایا پاکستاني پوځ په رښتیا غوښتل د پښتنو سیمې د ترورېستي ډلو له شتون نه پاکې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په پوځ تور پورې کاوه چې ګوندې ترورېستي ډلو سره مرسته کوي. د همدې لپاره به یې د لاریونونو پر مهال دا شعار (د تروریستي فعالیتونو تر شا د پاکستان پوځ دی) زمزمه کاوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ همدا راز غوښتنه وکړه چې له قضایي پروسې پرته د ټولو وژنو په اړه دې ناپېیلې څېړنې وشي او د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري د خلکو د تښتولو چاره دې بنده شي. پر دې سربېره، پښتون او ملګرو یې په پاکستاني حکومت فشار زیات کړ چې په قبایلي سیمو کې دې د ځنګل قانون ته د پای ټکی کېږدي، ځکه چې یاد قانون له بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې دی. په قبایلي سیمو کې د پاکستان حکومت داسې قانون کاروي، چې د یو شخص د ناسمو کړنو له امله ټوله کورنۍ، کلی یا قبیله سزا ویني.
د دې پر ځای چې د پښتنو رښتینې ګیلې او شکایتونه واوري، د پاکستان حکومت د غورځنګ د مهمو کسانو د نیولو لړۍ پیل کړه. پاکستاني رسنیو د غورځنګ غونډو ته د پوښښ ورکول بند کړل. د غورځنګ ډېری غړي او مشران د پولیسو له لورې ونیول شول. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو مشرانو ته اجازه نه ورکول کېده چې د پاکستان ځینو سیمو ته د غونډو لپاره لاړ شي. په دې وروستیو کې د غورځنګ ځینې مشران ممنوع الخروج هم اعلان شوي دي.
د پوځي مطبوعاتو ویاند اصف غفور رسنیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې ګوندې پښتون غورځنګ د بهرنیو کړیو په مټ د پاکستان ضد اجنډا پر مخ وړي. د یادولو ده چې پاکستانی پوځ د معترضینو د کمرنګه کولو په موخه تل دا ډول تورونه د وسیلې په توګه کاروي.
خو د یاد غورځنګ د محدودولو او خاموشه کولو هڅو ناوړه پایلې رامنځته کړې. د غورځنګ د غړو د ځورولو د کمپاین په پایله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نور هم وځلېد،مطرح شو او د خواخوږو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي
په داسې حال کې چې د پښتنو غورځنګ د تل لپاره د عدم تشدد فلسفې ته د ژمن پاتې کېدو ژمنه کوي، داسې وېره شته چې د پوځ له لوري د سختو تکتیکونو کارول به د غورځنګ داسې غبرګون راوپاروي چې د وخت په تېرېدو به له کنټرول نه ووځي چې یاد وضعیت په پاکستان کې مخینه هم لري.
له پخوانیو تېروتنو زده کړه
پخوا هم د حق غوښتلو په موخه ورته غورځنګ په ختیځ پاکستان کې سر راپورته کړی و چې بالاخره له پاکستان څخه د ازادۍ په غورځنګ بدل شو او په پایله کې په ۱۹۷۱ ز کال کې بنګلادېش د نوي هېواد په بڼه راوټوکېد.
د شپېتمو کلونو پر مهال بنګالیان د پاکستان په ختیځ کې اوسېدل، هغه مهال دوی د پاکستان تر ټولو ستر اتنیکي ګروپ و، خو د ایوب خان په مشرۍ د مرکزي حکومت له لوري له پامه غورځول شوي وو. د دې پر ځای چې مرکزي حکومت یې روا او رښتیني غوښتنې ومني، پاکستاني پوځ د دغه ځپل شوي پاړکي پر ضد عملیات پیل کړل. دې چارې بنګالیان اړ کړل چې پوځي مقاومت پیل کړي او له پاکستانه جلا شي.
داسې ښکاري چې د پاکستان نخبه پاړکي له تېرو پنځوسو کلونو کوم درس نه دی زده کړی، ځکه اوس هم داسې تېروتنې تکراروي چې درد، د وینې تویدل او د اویایمې لسیزې پر مهال یې پاکستان له نه جبرانېدونکي تاوان سره مخ کړی و.
په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د خپلې مبارزې د بشپړېدو اول کال لمانځي، د پاکستان پوځي او ملکي اداره باید د پښتنو رښتینې غوښتنې ومني، ځکه د دوی هره غوښتنه د اساسي قانون د روح سره برابره ده. دوی باید په چټک ډول د هغو پښتنو د محاکمه کولو لړۍ بنده کړي چې خپل بنسټیز حقوق غواړي.
که دا کار ونه شي، د پښتون ژغورنې غورځنګ کولی شي د پاکستان د وېش لپاره په کتلست بدل شي او ټول ملک له بلې بدمرغۍ سره مخ کړي.