په نبراسکا پوهنتون کې د تاریخ او فلسفې استاد جان براین د نوموړي په اړه وايي: «انشټاین د ۱۸۷۹ ز کال د مارچ په ۱۴مه په المان کې زیږېدلی دی. البرټ هغه فزیکپوه و چې د نسبیت فلسفه یې پراخه کړه. هغه وروسته تر هغه شهرت پیدا کړ چې په ۱۹۲۱ ز کال کې یې د فوټو الکټریک په اړه خپله نظریه خپره کړه او نړیواله جایزه یې وگټله. انشټاین د ۲۰ مې پېړۍ تر ټولو ستر او غوره فزیکپوه گڼل کېږی.
نوموړی هغه څوک دی چې د بشر په تاریخ کې یې د اوسنیو حالاتو مخنیوی کړی دی. هغه په خپل وخت کې په نړۍ کې د انسان دوستۍ له امله د هغه کار مخنیوی وکړ چې اوس یې موږ د بدو پایلو شاهدان یو. هغه پرمختګ غوښت، غوښتل یې چې نړۍ د ټولو لپاره یو ډول کور واوسي.»
د البرټ انشټاین مور او پلار سیکولر یهودان و، پلار یې هېرمن البرټ انشټاین نومېده چې وروسته یې د الکټرو کیمیا شرکت جوړ کړ. مور یې پاولین کوچ نومېده او د کور ښځه وه. د ماریا په نوم یې یوه خور درلوده چې له ده څخه دوه کاله کشره وه او د ماجا په نامه مشهوره وه.
البرټ انشټاین په لومړي ځل د مخفې قوې یا نه احساس کېدونکې قوې په اړه فکر وکړ او په ۱۲ کلنۍ کې یې د هندسې یو کتاب ولیک چې له ډېره حرصه به یې ورته د مقدس کتاب نوم اخیست. په ۱۲ کلنۍ کې البرټ انشټاین ډېر مذهبي و چې حتی د خدای په باره کې به یې سندرې لیکلې او زمزمه کولې به یې، خو چې کله یې ساینس ووایه، نو له خپل مذهبي نظر سره مخالف شو.
په ۱۶ کلنۍ کې یې خپل استادان حیران کړي وو چې یوه استاد یې ورته ویلي وو، که تا له هر څه سره وتلو، ته په وزن کې ورسره برابر یې.
په ۱۸۹۴ ز کال کې نوموړي څو ځله زدکړې پرېښودې چې لامل یې د پلار د کاروبار خرابېدل وو او نه یې شوی کولی چې د خپل زوی فیس پوره کړي.
پلار یې د نوموړي د فیس پوره کولو لپاره هرې خواته لاس واچاوا، خو بریالی نه شو. د انشټاین له مور سره یې تر مشورې وروسته دا پرېکړه وکړه چې د دوولسم ټولګي ازموینې لپاره د چمتووالي په موخه به یې سویس ته ولېږي.
وروسته انشټاین سویس ته لاړ او هلته یې د دوولسم ټولګي د ازموینو لپاره تیاری ونیو، څو مستقیماً په پوهنتون کې داخله واخلي. هغه په ریاضي او فزیک کې لوړې نمرې واخیستې، خو صرف په فرانسوي، کیمیا او بیولوژي کې ناکام شو.
انشټاین د خپل ژوند په اړه وايي:
«کله مې چې په سویس کې د دوولسم ټولګي د ازموینو لپاره چمتووالی نیو، پر دې پوهېدم چې په دغو مضامینو کې چندانې ښه نه یم او نه شم کولی چې ترې ووځم، خو بیا مې هم خپله ټوله هڅه وکړه، که څه هم پر ټکي نه پوهېدم. هغه وخت به مې دا فکر کاوه چې کاش یو چاته د هغه د خپلې خوښې مطابق پوهنځي کې د ازموینې زمینه برابرېدای، دا به څومره ښه وه. ما فزیک او ریاضیاتو کې ښه مطالعه هم لرله او پرې پوهېدم هم. کله مې چې ازموینه ورکړه، په ریاضیاتو کې مې خورا ښې نمرې یوړې، خو په فرانسوي، کیمیا او بیولوژي کې ناکام شوم. دا خبره هلته یو استاد چې ما په لومړي ځل لیدلی و، راته وکړه. سخت یې اندېښمن کړم، استاد نه مې په وار وار یوازې همدا پوښتنه کوله چې زه کولی شم بیا ازموینه ورکړم. استاد ویل زه ستا استعداد درک کوم. پوهېږې ته یوازینی مستعد کس یې چې زه دې وینم او ستا په څېر استعداد ما په بل کوم چا کې نه دی لیدلی. دلته ډېری داسې محصلین هم شته چې فارغېږي، خو ستا نیمایي استعداد هم نه لري.
نه پوهېږم چې زه یې هڅولم او که به همداسې وم. همدا استاد و چې زما سپارښتنه یې نورو ته کړې وه او زما په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.»
استادانو چې د انشټاین په ریاضي کې عالي نمرې ولیدې، هغه ته یې په پولي تخنیک کې د داخلې اجازه ورکړه. د زده کړو په وخت کې انشټاین ډېر مضمونونه خپله ویلي وو او په مکتب کې به یې غیر حاضري ډېره کوله، چې دغه کار یې د استادانو غوسه را پارولې وه. د دغو استادانو له ډلې هنرېچ وېبر ډېر په غوسه و چې له زده کړو وروسته انشټاین ترې د کار لپاره تصدیق غوښتی و او هغه د تصدیق ورکولو پر ځای رټلی او توهین کړی و.
انشټاین د خپل دغه استاد په اړه لیکلي، سخت لاس مې بند و، پلار مې په هغه وخت کې زما لپاره په دومره پیسو پسې ګرځېده چې زه ورباندې د دوولسم ټولګي ازموینو ته ځان چمتو کړم، خو هېڅ لوري ته یې لاس نه اوښتو. ښه مې په یاد دي چې یوه ورځ مې پلار د شپې ستړی راغی او مور نه مې یې پوښتنه وکړه، زوی مې چېرته دی؟ مور مې ځواب ورکړ چې ویده دی. زه ویده نه وم، ما هم په همدې اړه فکر کاوه چې پلار به مې اوس له یو چا دومره پیسې راپیدا کړې وي چې زه به د دوولسم ټولګي لپاره پرې امادهګي ووایم، ښه انجنیر به یم او… خو کله مې چې د پلار ستړی غږ واورېد، چې ویل یې هېچا راسره مرسته ونه کړه، جټکه مې وخوړه. پلار مې له همدې خبرې سره چوپ شو، لکه ژړا چې ورغلې وي، وروسته یې په ترخه خندا وویل، ځه خدای مهربانه دی.
فکر مې وکړ، سبا باید له ښوونځي نه یو تصدیق واخلم، څو یو ځای ترې په استفاده ځان ته یوه دنده پیدا کړم، پوهېدم چې ویبر به ځان اچوي او دا بدي به راسره کوي، ځکه نه پوهېږم هغه ولې ماسره کینه درلوده. خو لاړم ښوونځي ته، کله مې چې ویبر ولید، هغه راته وویل، ځغله نه ټولګي ته راځې او نه دې په ښوونځي کې وینم او اوس بیا راغلی یې د دندې لپاره تصدیق غواړې، تاته به کوم احمق دنده درکوي.
د ژوند ملگرې او مینه
انشټاین په ۱۹۲۰ ز کال کې له ماریک سره مینه شروع کړه چې د ماریک مور او پلار یې ورسره مخالفت وکړ او د مخالفت وجه یې مذهبي، ژبني او داسې نور توپیرونه وو. خو د وخت په تېرېدو سره له ماریک نه د لایزل په نوم د انشټاین بچی پیدا شو، خو د لایزل مالومات ونشول. ځینې خلک وایي چې سرې تبې نیولی و او مړ شو، خو ځینې نور بیا باور لري چې دوی چا ته ورکړی و، څو یې د اولاد په څېر ستر کړي.
له دې سره انشټاین د ژوند بدو مرحلو ته ورسېد، دنده یې نه درلوده او په همدې دلیل یې واده هم ونه شو کړی، د پلار کاروبار یې هم په ټپه ودرېد او له سخت افلاس سره مخ و، په دغه وخت کې انشټاین ماشومانو ته په کور کې درس وایه چې هغه دنده یې هم ډېره ژر له لاسه ورکړه.
پلار یې سخت رنځور شو، په دغه وخت کې د انشټاین د یو ملگري پلار خبر شو، نوموړی په همدې اړه لیکي، کله مې چې د پلار ملګری مارسل خبر شو، نو پلار سره مې یې ژمنه وکړه چې هغه به ماته په سویس کې دنده پیدا کوي، وروسته یې زه په سویس کې د منشي په توګه یو ځای وګومارلم.
پلار یې ورته وصیت وکړ چې له ماریک سره واده وکړي او خپل ژوند جوړ کړي، له دغه وصیت وروسته یې پلار هم له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د ژوند ټولو ستونزو ته یې یوازې پرېښود. انشټاین به د نورو غمونو ترڅنگ د خپل پلار مرګ هم ډېر ځوراوه.
انشټاین بالاخره په ۱۹۰۴ ز کال کې د خپل تحقیق څلور پاڼې خپرې کړې، بله پاڼه یې په ۱۹۰۵ ز کال کې خپره کړه چې د همدې دورې د غوره فزیکپوه مکس پلنګ چې د اکوانتوم تیورۍ موسس و، توجه یې جلب کړه. همغه وو چې وروسته یې انشټاین د یو لېکچر ورکولو لپاره د سولویا کنفرانس ته وروغوښت.
له کنفرانس وروسته ډېرو پوهنتونونو انشټاین ته د دندې وړاندیز وکړ او له ۱۹۱۳ تر ۱۹۳۳ ز کال پورې یې په یوه پوهنتون کې د فزیک د څانگې د ډایریکټر په توګه دنده پر مخ بېوه.
کله چې انشټاین دنده پيل کړه، ژوند یې هم خورا ډېر متفاوت شو او خپلو کارونو ته یې ډېر وخت پیدا کړ، فکر یې د خپلې ناچارۍ پر ځای نورو کارونو ته واوښت او هڅې یې پیل کړې، څو انسانیت او بشریت ته خدمت وکړي او د هغو پوښتنو ځواب پیدا کړي، کومې چې دې نوموړي په ذهن کې وې.
البرټ انشټاین بالاخره د ۱۹۹۵ ز کال د اپرېل میاشتې په ۱۸ مه په امریکا کې تر لنډې مودې ناروغۍ وروسته له دنیا سره مخه ښه وکړه او هملته خاورو ته وسپارل شو.
انشټاین په ۱۹۲۱ ز کال کې د نوبل جایزه واخیسته او په ۱۹۹۳ ز کال کې د نوموړي په لاس یو لیکل شوی لیک د امریکا په متحده ایالتونو کې په ۱۴ زره ډالره وپلورل شو. په دغه لیک کې یهودو ته د نازیانو له خوا متوجه ګواښونه په ګوته شوي وو. انشټاین چې فزیک کې یې د نوبل جایزه ګټلې، دا پیغام په نیویارک کې خپل یوه امریکايي ملګري او سوداګر هیمان زېن ته لیکلی و. په کلیفورنیا کې د مزایدې جوړوونکو ویلي وو چې د دوی تر اټکل په لوړه بیه دغه لیک پلورل شوی دی. په دغه لیکلي پیغام کې چې انشټاین پخپل لاس لیکلی، له هوايي ډګرونو څخه د یهودانو د تېښتې د هڅې په اړه فعالیتونه ستایل شوي دي. کله چې په ۱۹۳۳ ز کال د نازیانو مشر اډولف هټلر واک ته ورسېد، انشټاین له المان څخه چې خپل اصلي ټاټوبی یې و، د امریکا متحده ایالتونو ته وتښتېد. د نسبيت نظریې څښتن انشټاین په دغه لیک کې ویلي:
«د هغه مقاومت قوت د زرګونو کلونو لپاره چې یهودان یې ټينګ کړي وو، پر دودیز قوت او د طبیعت پر هغه احسان او مرستې ولاړ دی چې یهودان یې لري».
انشټاین هغه نوم دی چې اوس هم لکه لمر پر ټوله نړۍ ځلاند دی او نوم یې د ټولو خلکو لپاره مثال ګرځېدلی دی.