چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

په ګډه سوله ساتو؛ د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۴مې کليزې په مناسبت

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليوجين سونګ

جنوري 19, 2019
in تحلیل
0 0

د سږ کال د جنورۍ ۲۰مه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۶۴مې کليزې سره برابره ده. له ۶۴ کلونو راهيسې، هرڅومره که نړيوالو حالاتو او کورنيو چارو بدلونونه کړي دي، خو د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې تل نږدې پاتې شوې دي او له ګاونډيو هېوادونو سره د چين د اړيکو د يوې نمونې په توګه بلل کېږي، چې ور څخه د نويو نړيوالو اړيکو او د ګډ برخليک د ټولنې په اړه مفکورې څرګندېږي.

د چينايانو په اند، دوستي څو ډولونه لري. له شک پرته د چين او افغانستان ترمنځ لرغونې، همغږې او له ستونزو وتلې دوستي شته.

د لرغونې دوستۍ مانا دا ده چې په ۱۹۵۵ ز کال کې د رسمي اړيکو د ټينګېدو په رڼا کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ نوې پاڼه پرانيستل شوه، خو له دې مخکې یې دوه اړخیزه دوستي لرغونی تاریخ لري. دواړه هېوادونه د ورېښمو د لرغونې لارې جوړوونکي او ابادوونکي دي. دوه زره کاله مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو او سفيرانو تګ راتګ رامنځته شوی دی. د بوديزم هنرونه، انار، لاجورد او کاشي چې له افغانستان څخه چين ته وړل شوي، د چين پر تاريخ او کلتور یې ژورې اغېزې کړې دي. د ستر ټانګ په زمانه کې د لوېديځې سيمې د سفر په يونليک کې چې د هيون تسانګ له خوا ليکل شوی، په پخوا وختونو کې یې د افغانستان دودونه او بڼې څرګندې کړې دي.

د همغږې دوستۍ مانا دا ده چې که څه هم دواړه هېوادونه د بېلابېلو حالاتو لرونکي دي، خو دغه دواړه هېوادونه له ۶۴ کلونو راپه دېخوا تل يو د بل احترام، درناوی او يو له بل سره برابر سلوک کوي. د افغان دوستانو د خبرو په تکرارولو سره وايم، چين په نړۍ کې يو لوی هېواد دی، خو نورو لويو هېوادونو ته ورته نه دی، چين هېڅکله پر افغانستان باندې تېری نه دی کړی او هېڅکله یې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې. له چين سره د افغانانو دوستي او باور له ازموينو څخه بريالي وتلي دي.

له ستونزو څخه وتلې دوستي دا مانا لري چې په دې وروستیو کې دواړو هېوادونو په ګډه له استعمار، امپريالېزم او بادار غوښتنې سره په مېړانه مقابله کړې ده او د ملتونو په جارېدو سره يې د هېوادونو خپلواکۍ تر لاسه کړې او ساتلې دي. دواړو هېوادونو په دغه بهير کې تل له يو بل څخه ملاتړ او خواخوږي کړې. له ۱۹مې تر ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ پورې افغانستان درې ځله برېټانوي تېري کوونکو ته ماتې ورکړې، نو په دې مناسبت په ۱۹۶۴ ز کال کې د ریيس ماځه دونګ د افغانستان له پاچا محمدظاهر شاه سره د کتنې په ترڅ کې لومړۍ خبره دا وه: «افغانستان يو مبارز او باتور هېواد دی او په تاريخ کې يې هېچا ته خپل سر نه دی ټيټ کړی».

په هغه وخت کې چې افغانستان له ستونزو او تېريو سره مخ شوی دی، چين تل د نړيوال عدالت او د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی، تل له افغانستان سره نه ستړې کېدونکې او د زړه له کومي مرستې کوي. د چين د احسان د تلافي کولو په اړه، افغانستان په هغو اسيايي هېوادونو کې دی، چې تر ټولو مخکې يې نوی چين په رسميت پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې يې د نوي چين د حقه مقام د بيا اعاده کېدو لپاره قېمتي مثبته رايه ورکړې ده. د افغانستان د بېلابېلو دورو حکومتونو تل د يو او واحد چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی دی او کوي يې او د شينجيانګ او شي ځانګ د حاکميت او امنيت د ساتلو په برخه کې د چين په کوښښونو پوهېږي او ورڅخه ملاتړ کوي.

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۰مې کليزې سره برابر دی او هم د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۰يمه کليزه ده. له يادو مهمو ورځو څخه د خپلواکۍ او سولې ارزښتونه څرګندېږي او دا د چين او افغانستان ګډه ډيپلوماټيکه موخه هم ده.

د ۱۹۵۵ ز کال په مې کې په افغانستان کې د چين لومړی لوی سفير جنرال دينګ ګوه يو د افغانستان پاچا محمدظاهر شاه ته د باورليک د وړاندې کولو په وخت کې داسې ويلي وو: «چين او افغانستان له سولې سره علاقه لرونکي هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګښت او پرمختګ به د اسيا او نړۍ د سولې د ساتلو لپاره ګټور وي.» لوی سفير دينګ د خپل ماموريت د پيل په وخت کې په خپل کاري راپور کې د کابل د سولې، ثبات او پرمختيايي حالاتو ستاينه کړې وه او ليکلي يې دي: «په دغه ځای کې هغه شان بنګلې زياتې دي چې دننه باغ يا چمن لري».

ښاغلي ما شينګ هان چې په همغه وخت کې د لوی سفير دينګ اتشه و، يادونه کړې چې د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې د کابل ښار بڼه منظمه وه او سړکونه هوار او پاخه وو. په دوکانونو کې رنګارنګ توليدات ليدل کېدل، هر کال افغان حکومت د دوستانه هېوادونو د سندرغاړو او نڅاکوونکو ډلو ته بلنې ورکولې چې په افغانستان کې هنري نندارې جوړې کړي. د خپلواکۍ په ورځ کې يې رسم ګذشت کاوه او په شپه يې هنري نندارې کېدلې. په کابل کې ښه شرنګ او شرونګ و او په ګوټ ګوټ کې رنګين څراغونه او د ګلونو امېلونه تر سترګو کېدل. هغه مهال ژوند له ډېر شوق او ذوق څخه ډک و.

په ۲۰۰۲ ز کال کې ښاغلي مايو یو ځل بيا افغانستان ته سفر کړی او جنګي پايلې يې ليدلې چې نيم ښار کنډواله شوی و او په ګوټ ګوټ کې ويجاړې شوې کنډوالې وې. د دارلمان ماڼۍ يوازې د غره په لمن کې ولاړه وه او د ماڼۍ پر دېوالونو باندې د ټوپک او ګولیو نښې او داغونه پاتې وو.

افغانستان تر اوسه پورې د چين په ګاونډيو هېوادونو کې يوازینی هېواد دی چې جګړه پکې روانه ده. تېر کال په افغانستان کې ۴۲۶۰ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په پلازمېنه کابل کې څو څو ځلې ستر ترهګريز بريدونه وشول او کله کله د چاودنو او امبولانسونو غږونه اورېدل کېږي. کله چې د چين سفارت د افغانستان د کډوالو له کمپونو او د يتيمانو له وړکتونونو سره مرسته وکړه، د هغو په سترګو کې د خواخوږۍ او همدردۍ اړتيا احساس کړه.

سوله؛ هوا او د لمر وړانګو ته ورته ده چې خلک خود بخود ورڅخه ګټه اخلي او له هغه پرته ژوند ناممکن دی. که سوله نه وي، نو ابادي او پرمختګ نشته او حتی د عامو وګړو حيثيت او بشري حقوق هم نشته. چين له سل کلن جنګي تاريخ څخه وتلی، د لسګونو میليونو کسانو په جارولو سره يې سوله تر لاسه کړې، د سولې په چاپېريال کې يې اصلاحات او ورخلاصون پياوړی کړی او شتمنه ټولنه يې اباده کړې، نو چينايان په جګړو کې د افغانانو په مخ کې درد او د سولې د موندلو نيت ښه احساسولی شي.

د ریيس شي جين پېنګ د وينا له مخې، د چين خلک تل باانصافه او خواخوږي دي، تل د بېلابېلو هېوادونو د خلکو له برخليک سره خپل برخليک تړي، تل د اړوندو هېوادونو خلکو ته پاملرنه کوي او ورسره مرسته کوي، کوم چې په جګړو، تزلزلو حالاتو، لوږو او بېوزلۍ کې ژوند کوي. چين تل غواړي چې تر خپلې وسې پورې د بشريت د سولې او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

د نوي کال په پيل کې، د سپوږمۍ د څېړنې په اړه د چين څېړنيز ماشين د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ د لرې پرتې برخې انځورونه خپاره کړل او له دې څخه د نوښت او احداث په برخو کې د چين توان او له لرې فضا څخه د سوله ييزې استفادې په اړه د دغه هېواد هوډ څرګندېږي. چين به د سوله ييز پرمختګ پر لاره، د متقابلو ګټو پر بنسټ، د ورخلاصون پر ستراتېژۍ، د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د بشريت د ګډ برخليک د ټولنې پر جوړولو، د نړۍ د دايمي سولې، عامه امنيت، ګډې سمسورتيا، ورخلاصون او جامعيت او پاکوالي او خونديتوب پر ساتلو ټينګار وکړي.

د نوي کال په پيل کې، د چين  د بهرنیو چارو وزير له عادت سره سم له افريقا څخه ليدنه کړې، د پرمختيايي هېوادونو له وروڼو سره يې ستراتېژيکې اړیکې پياوړې کړې، د خپل هېواد د پرمختګ فرصتونه او تجربې یې ورسره شريکې کړې او د څو اړخيزې غوښتنې او د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ يې پياوړې کړې دي. چين له يو بېوزله او بې زوره هېواد څخه په نړۍ کې دویمې لويې اقتصادي ډلې ته ګرځېدلی دی. امکانات او بنسټ يې پراختيا غوښتنه ده، نه استعمار. هر څومره چې چين پرمختګ وکړي، هېڅکله به د بادارۍ غوښتنه، د پراختيا غوښتنه او زبرځواکي ونه غواړي.

د نوي کال په پيل کې، د کوريا ډيموکراټيک ولسي جمهوريت مشر له چين څخه ليدنه وکړه. په ملي امنيتي چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار هم د چين له مشرانو سره وختي او ګټورې خبرې اترې وکړې. موږ د تودو مسئلو د حل لپاره د چين په ځانګړتيالرونکې لاره کې ګامونه پورته کوو او پر سولې، عدالت او رغنده رول ټينګار کوو. موږ د کوریا ټاپو وزمې او افغانستان په ګډون د ځينو تودو او پېچلو مسئلو د حل لپاره د چين طرحې وړاندې کوو او د ستر هېواد په توګه رول لوبوو.

چين هيله لري چې افغانان په نوي کال کې د سولې په غېږ ژوند وکړي او غواړي چې د افغانستان بېلابېلې سياسي خواوې د هېواد او ملت د ګټو له مخې يو بل ته نږدې او قدمونه واخلي، ژر تر ژره اوربند وکړي، د سولې خبرې اترې وکړي او په جامعيت سره د مسئلو د سياسي حل لارې چارې پيدا کړي. چين تل د سوله ييزو خبرو اترو د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي او د هېواد د امنيت او ثبات د ساتلو او د افغانانو تر لارښوونې او مالکيت لاندې د روغې جوړې د بهير د پياوړتيا په برخو کې له افغان حکومت څخه ملاتړ کوي. چين تل پر دې نظر دی چې د افغانستان مسئلې بېلابېلې خواوې دې د افغانستان د حاکميت، د افغانانو د نيت او د افغان حکومت د رول درناوی او احترام وکړي.

چين او افغانستان د ترهګرۍ زيانمن شوي هېوادونه دي او هم له ترهګرۍ سره د نړيوالو مبارزو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول، ترهګريزې ډلې د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی. چین له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او د دې غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه دې په هره ساحه کې تر سره شي او په دې برخه کې دې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي. د چين د قانون اجرا کوونکې څانګه غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د سرحدي امنيت او د ارګانونو او شخصيتونو د امنيت د ساتلو په برخو کې لا ښې همکارۍ وکړي.

چين د دې غوښتنه کوي چې افغانستان دې د لويو هېوادونو د همکارۍ ځای وګرځي، نه د سيالۍ ځای. چين غواړي چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي او متقابل تګ راتګ او تبادلې پياوړې کړي. دغه راز دغه هېواد د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ لارښوونه پياوړې کوي. د دغه ډيالوګ دویم پړاو د تېر کال په ډسمبر کې په بريالۍ توګه تر سره شو او دريو خواوو د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د همکاريو سند لاسليک کړ چې د متقابل باور او همکارۍ د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابره شوې ده. دغه راز، د افغانستان، چين، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د پوځونو د همکارۍ او همغږۍ نظام او د چين، هند او افغانستان ترمنځ همکارۍ د افغانستان د سولې او پرمختګ د پياوړتيا په جريان کې رول لوبوي.

د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو په ۶۴ کلونو کې دواړو هېوادونو د سولې له امله زړونه تړلي او د سولې لپاره يې ګډ کوښښونه کړي دي. چين او افغانستان به په نوي کال کې د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ژورتيا او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره هڅې وکړي چې دا به د افغانستان او حتی د سيمې او نړۍ د سولې لپاره ثابت قوت وګرځي او د سولې د ساتلو په برخه کې به د چين او افغانستان د خلکو لپاره ګټور وي.

Share15Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In