له دې وړاندې مو د هېواد له ۳۳ ولایتونو څخه ۳۶ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې در وپېژندل چې ځینې دغه اکاډميک مرکزونه په خورا ښه، ځینې په متوسط او ځینې نور یې بیا په خورا بد حالت کې وو، خو بیا هم تر نشت ښه وو. په دې ډله کې ځینې داسې ولایتونه هم وو چې له جوړېدو یې د ګوتو په شمېر کلونه تېر شوي، خو بیا هم د لوړو زده کړو موسسه یا پوهنتون لري. په ١١٧٤ لمريز کال کې د افغانستان پاچا امير عبدالرحمن خان تر نظامي عملياتو وروسته دغه سيمه ونيوله، د افغانستان برخه يې وګرځوله چې د ولایت کېدو یې هم کلونه تېرېږي، خو لا هم دغه ولایت دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نه لري. په ځلونو مو هڅه وکړه چې د دغه ولایت له والي حافظ عبدالقیوم سره پر هغو دلایلو او علتونو خبرې وکړو چې له مخې یې په دغه ولایت کې تر اوسه دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نشته. که څه هم چې خپله یې د مرکې وخت را په نښه کړ، خو له ژمنې سره سره بیا هم حاضر نه شو او زموږ ټليفوني اړیکه یې بې ځوابه پرېښوده. د دې لپاره چې د نورستان ولایت مو هم همداسې نه وي پرې اېښی، نو د نورستان د دارالمعلمین له مشر سره مو خبرې کړې دي او د دغه دارالمعلمین په اړه یې معلومات راکړي دي.
د نورستان د دارالمعلمین د بنسټ ډبره په ۱۳۸۶ لمریز کال کې کېښودل شوه چې په هغه کال یې زده کوونکي نه درلودل، خو په ۱۳۸۷ لمریز کال کې یې د ۱۵۰ زده کوونکو او ۳ استادانو په درلودو سره فعالیت پیل کړ. په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د دغه دارالمعلمین د استادانو شمېر ۱۶ تنه وو او د زده کوونکو شمېر یې ۱۸۰ تنو ته ورسېد چې د پښتو ادبیاتو، ریاضي، دیني علومو او ساینس په برخه کې یې زده کړې کولې.
د دغه دارالمعلمین رییس دادالله وایي، کال په کال یې د استادانو، زده کوونکو او څانګو شمېر زیات شوی دی چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د نورستان د دارالمعلمین د زده کوونکو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسېد چې د پښتو ادبیاتو، ریاضي، دیني علومو، ټولنیزو علومو، ساینس او انګلیسي په برخه کې یې زده کړې کولې. دادالله وایي، په همدې کال کې د دغه دارالمعلمین دوې نورې مرستندویې برخې هم جوړې شوې چې په هغو کې یې هم زده کوونکي جذب کړل او زده کړې یې پیل کړې.
نوموړی وایي، قومي مشرانو او په ټوله کې د نورستان خلک دې ته لېواله دي چې دغه ولایت هم د یوه پوهنتون درلودونکی شي او په دې اړه یې تر اوسه ډېرې هلې ځلې هم کړې دي، خو مثبته پایله یې لا نه ده تر لاسه کړې. دی وایي، د نورستان وکیلانو هم ورسره پر خپل وخت غوړې وعدې کړې دي، خو د کلونو په تېرېدو سره یې لا هم خپلې وعدې نه یوازې د پوهنتون، بلکې د روغتیایي اسانتیاوو، سړکونو او نورو ټولنیزو برخو کې هم نه دي پوره کړې.
د نورستان د دارالمعلمین رییس دادالله وایي، دارالمعلمین یې تر یوې کچې پورې امکانات لري چې د زده کوونکو ستونزې حل کړي، خو په خبره یې، لا تر اوسه داسې امکانات نه دي برابر شوي چې یو دارالمعلمین یې باید ولري. دی وایي، کتابتون لري، خو په کافي اندازه کتابونه پکې نشته، لیلیه لري، خو هغه ډول چې لازمه ده زده کوونکو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې. دی وایي، دا چې نورستان یو غرنی ولایت دی، نو ډېری محصلین چې دغه دارالمعلمین ته بریالي شوي هم وي، زړه نه ښه کوي چې دغه ولایت ته ولاړ شي.
د نورستان دارالمعلمین اوسمهال ۲۵ استادان لري چې له دې ډلې یې لس د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د دغه دارالمعلمین رییس وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ امر کړی، هغه ولایتونه چې تر اوسه پورې دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نه لري، دارالمعلمین یې باید پر پوهنتون بدل شي. دی وایي، ټول چارواکي یې همدې ته په تمه دي او کومه ځانګړې هڅه یې نه ده کړې.
لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، نورستان د افغانستان یوازینی هغه ولایت دی چې تر اوسه پورې پکې دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نه ده جوړه شوې. د دغه ولایت خلک له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي چې له ولایتونو سره باید د مور او میرې چلند ونه شي او ټولو ته په یوه سترګه وکتل شي او متوازن انکشاف وکړي. د دغه ولایت خلک وایي، داسې ولایتونه شته چې له ولایت کېدو یې ان د ګوتو په شمېر کلونه لا نه دي تېر شوي، خو اوس د دولتي لوړو زده کړو موسسو درلودونکي دي، خو نورستان چې پخوا لا ولایت شوی دی، تر اوسه پورې له دولتي پوهنتون او یا د لوړو زده کړو له موسسې بې برخې دی. دوی یو ځل بیا له اړوندو چارواکو او مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې د دوی پر حق سترګې پټې نه کړي او هر اړخیزه پاملرنه ورته وکړي.
د دغه ولایت په اړه نور معلومات:
نورستان دافغانستان له شمال ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ډېره تاريخي سيمه ده او په مختلفو دورو کې په بېلابېلو نومونو ياد شوى دی. د جغرافيايي موقعيت له مخې، نورستان غرنۍ سيمه ده، په پخوانيو زمانو کې دا سيمه د کافرستان ترڅنګ د بلور يا بلورستان په نومونو ياد شوې ده، بلوريان يوازې د نورستان سيمه نه، بلکې د کونړ، چترال او کاپيسا ځينې سيمې هم په بلورستان ولايت پورې تړلې وې. په ١١٧٤ لمريز کال کې د افغانستان پاچا امير عبدالرحمن خان تر نظامي عملياتو وروسته دغه سيمه ونيوله او د افغانستان برخه يې وګرځوله، په هغه زمانه کې هم دا سيمه د بلورستان او کافرستان په نومونو يادېده، وروسته د دې سيمې ټول خلک مسلمانان شول او اوس دا سيمه د نورستان په نامه يادېږي. د نورستان ولايت ډېرې برخې درې، غرونه او غونډۍ دي، داسې پراخه ځمکه پکې نشته چې ورته ميدان يا دښته وويل شي، ډېرې کمې کرنيزې ځمکې لري. په دغه ولایت کې څو سيندونه هم بهېږي چې د لرګيو پلونه پرې جوړ شوي دي. د دغه ولايت مرکز پارون دى، نورستان ٩٢٦٧ کيلومتره مربع مساحت لري او شاوخوا څلور سوه زره نفوس لري، خو اوس يې ډېرى اوسېدونکي په ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې مېشت دي. د دغه ولايت د اوسېدونکو اصلي ژبه نورستاني ده، ١٥ سلنه وګړي يې په پشه يي ژبه خبرې کوي او يو سلنه يې پښتانه دي، دغه راز ځينې برخې يې تاجک هم دي. خو اداري ژبه په دغه ولايت کې پښتو ده. د دغه ولايت شمال ته بدخشان ، ختيځ ته يې د پاکستان د چترال او کشمير سيمې، سوېل ته يې کونړ او لوېديځ ته يې پنجشېر، کاپيسا او لغمان ولایتونه پراته دي. په نورستان کې تر دې مهاله شاوخوا ٢١١ ښوونځي موجود دي چې دوې پکې لېسې، ١١٧ لومړني او ٩٢ منځني ښوونځي دي. د نورستان ډېرى برخې په ځنګلونو پوښلې دي، کرنيزې ځمکې پکې کمې دي، په ځنګلونو کې يې د جلغوزو، چهارمغزو، ارچې، نښترو، بلوط، شيشم، ګل بيد، چنار، نيمه چنار او ځینې نورې ونې هم شته. په لوېديځ نورستان ولسوالۍ نورګرام کې د تازه مېوو باغونه هم شته او د دغه ولايت ډېر خلک پر مالدارۍ هم بوخت دي. د دغه ولايت خلک او په ځانګړې توګه ښځې يې پر لاسي صنعت لګیا دي، دوى پشمي او نخي رختونه ګنډي او له هغو څخه بيا سيمه ييزې جامې جوړوي. د دې ترڅنګ د څارويو له څرمنو څخه هم جامې او نور توکي جوړوي. په نورستان کې کانونه ډېر دي چې په غير فني او غير قانوني توګه ويستل کېږي. تر اوسه پورې په دغه ولايت کې کومه فابريکه فعالیت نه کوي، چارواکي يې وايي چې په دغه ولايت کې د فابريکو او صنعت لپاره ډېر ښه چاپېريال موجود دى، خو تر اوسه پورې هېڅ کوم پانګوال په دغه ولايت کې پانګونه، نه ده کړې. په نورستان کې يوازې پکولونه او چپنې په شخصي ډول جوړېږي چې په دغه ولايت کې ترې ډېره ګټه اخيستل کېږي.