کانګو د افریقا لویې وچې په لوېدیځه منځنۍ برخه کې د جنوبي اتلانتیک سمندر په څنډه، د ختیځ طول البلدونو د ۱۲ او ۱۸ او د جنوبي عرض البلدونو د ۵ او شمالي عرض البلدونو د ۳ درجو ترمنځ موقعیت لري.
کانګو د ۱۳۱۵۳۸کیلومتره مربع مساحت په درلودو سره د نړۍ څلورشپېتم لوی هېواد دی.
دغه هېواد شمال ته له کامرون، جنوب ته د کانګو له ډیموکراټیک جمهوریت، لوېدیځ ته له ګابون، جنوب لوېدیځ ته له انګولا او جنوبي اتلانتیک سمندر سره ګډه پوله لري.
کانګو په استوايي سیمه کې د ګیني خلیج خواته پروت دی، چې د دغه خلیج د اوبو د تبخیر له امله یې هوا سوزنده- توده او لنده ده.
د دغه هېواد پلازمېنه د برازویل ښار دی او نفوس یې څه باندې ۷۸ میلیون کسانو ته رسېږي چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۵ کسان ژوند کوي.
دغه هېواد د اداري وېش له مخې په لسو اداري برخو او دوو ولسواليو وېشل شوی دی.
پوینت نایري، دولسي کندامبا، نکايي او امپفوندو یې مهم او لوی ښارونه دي.
د کانګو ۵۰ سلنه وګړي تور او لږ سپین کونګو، ۲۲ سلنه سانګا، ۱۲ سلنه مبوچي، ۱۰ سلنه تیکه او پاتې نور یې اروپايي نژاده دي.
د دغه هېواد رسمي ژبه فرانسوي او لیکدود یې لاتیني دی.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی، نوی اساسي قانون یې د ۱۹۹۲ ز کال په مارچ کې تصویب شوی دی او اوسنی ولسمشر یې ژورف کابیلا او لومړی وزیر یې برونو تشیب لا دی.
په نورمالو حالاتو کې د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په خوښه د ۷ کلونو لپاره او د وزیرانو مشر او ټول وزیران د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولای شي.
د کانګو ملي شورا دوې جرګې لري، مشرانو جرګه یې ۷۲ غړي لري چې د خلکو له خوا د ۵ کلونو لپاره او ولسي جرګه یې بیا ۱۳۹ غړي لري چې د خلکو په خوښه د ۶ کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د دغه هېواد حقوقي نظام د فرانسې په مدني قانون او د خلکو په عنعنوي اصولو ولاړ دی، ستره محکمه د دغه هېواد لوی قضایي ارګان بلل کېږي، د عدالت ستره محکمه د کانګو بله مهمه اداره ده چې د ولسمشر د غوښتنې او پوښتنې حق لري. له دې سربېره دغه هېواد ډېرې مرکزي او سیمه ییزې محکمې لري چې قاضیان یې د قضا د عالي شورا له خوا په کار ګومارل کېږي.
د کانګو کارګر ګوند، د ولسواکۍ او پرمختګ ټولنه، د ولسواکۍ او هر اړخیز پرمختګ لپاره کانګویي غورځنګ او د ډیموکراتیکو قوتونو ټولنه یې مهم او نفور لرونکي ګوندونه دي.
د ۱۹۶۰ ز کال د اګسټ په ۱۵مه یې له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته او هر کال د اګسټ ۱۵مه د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
کانګو د ۱۹۶۰ ز کال د سپټمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د غړیتوب سربېره، د نورو نړیوالو ټولنو غړیتوب هم تر لاسه کړ.
کلیوالي کرنه، لاسي صنایع، د تېلو صنعت، مرستندویه خدمات او دولتي لګښتونه د دغه هېواد مهم اقتصادي فکټورونه دي. په دې وروستیو کلونو کې تېلو د کانګو په اقتصاد کې د ځنګلونو ځای ونیو چې د دولتي عوایدو او صادراتو غټه برخه جوړه وي. په اتیایمه لسیزه کې د تېلو د بیو چټګ لوړوالي دغه دولت ته موقع په لاس ورکړه، څو د اقتصادي پرمختیا غټې پروژې تمویل کړي چې د دغو پروژو د ګټو له مدرکه یې هر کال د ناخالص کورني تولید کچه ۵ سلنه لوړېده چې یادې کچې یې په افریقایي هېوادونو کې ساری نه درلود. وروسته بیا په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو کمښت د کانګو ناخالص کورنی تولید ۵۰ سلنه کم کړ چې دولت یې د عوایدو له کسر سره مخ شو.
د ګاز تولید په دغه هېواد کې ورځ په ورځ ډېرېږي چې کورنۍ اړتیاوې یې پوره کوي او برېښنا ترې جوړېږي. کانګو بډایه کاني زېرمې لري چې له ۲۰۱۶ ز کال راپدېخوا یې د اوسپنې د ډبرو ایستل هم پیل کړي دي چې له درکه به یې هر کال دولتي عواید یو بلیون ډالرو ته ورسېږي. دغه هېواد په دې وروستیو کې د ای ام اف نړیوال بانک او نورو مرستندویه ټولنو په مرسته د اقتصادي اصلاحاتو ستر پروګرام پیل کړی او ولسمشر یې هم ژمنه کړې چې اقتصادي اصلاحاتو به چټک کړي او د نړیوالو ټولنو په مرسته به د اقتصاد ډېره برخه خصوصي سکټور ته ورکړي.
د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسیزې کورنیو جګړو د کانګو اقتصاد ته درانه زیانونه رسولي چې له همدې امله دغه هېواد له ۱۹۹۸ ز کال څخه راپدېخوا د بودجې کسر لري چې پوره کول یې ډېر وخت، امکاناتو، ظرفیت او ادارې ته اړتیا لري. خو داسې اراده شته چې ورځ په ورځ به د کانګو په اقتصادي سکټورونو کې مثبت بدلون راشي او شته اقتصادي ستونزو ته به د پای ټکی کېږدي اوپه یو پیاوړي او باثباته هېواد به بدل شي.
د تېلو، ګازو او نورو کاني موادو ایستل او د ځینو چاڼ او لېږد، لرګي او لرګین شیان، خوراکي توکي، صابون، اوبلن ګاز، برېښنا، سمنټ او نور ساختماني مواد یې مهم صنعتي فکټورونه دي.
د دغه هېواد ۵ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، ۳۰ سلنه یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، سیندونو، ښارونو او د کار او استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۳۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او ۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات یې هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي. لرګي، قهوه، تنباکو، کچالو، ږدن، وریجې، خرما، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د کانګو د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
تېل، ګاز، سره زر، سپین زر، الماس، پوتاشیم، د اوسپنې ډبرې، جست، یورانیم او سرپ یې مهم کانونه دي.
چین، امریکا، فرانسه، اېټالیا، هالنډ، اسپانیا، بلجیم او هند د کانګو غټ تجارتي شریکان دي.
کانګو ۴۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۴ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلېفون کود یې ۰۰۲۴۲ او د انټرنېټ کود یې بیا سي ډي دی چې ۳۰۰ سوه زره کسان ورته لاسرسی لري.
دغه هېواد دوه دولتي ټلوېزیونونه او ۴ راډیوګانې لري. خصوصي سکټور یې بیا ۸ ټلوېزیونونه او ۳۰ راډیوګانې لري چې په فرانسوي او نورو سمیه ییزو ژبو خپرونې کوي.
کانګو د افریقا او نړۍ له وروسته پاتې، خو پرمختلونکو هېوادونو څخه دی. له ۱۵ کلونو څخه پورته یې ۹۲ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي. زده کړه په دغه هېواد کې له ۶ تر ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده او دولت او خصوصي سکټور یې دواړه په دې برخه کې کار کوي چې ډېرو ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو ته یې د زده کړې ښه شرایط برابر کړي دي.
په تېرو وختونو کې اوسني کانګو په لوېدیځه افریقا کې د کانګو زایراو انګولا څخه جوړ شوی و، هغه وخت پیکمه او بوشمن قومونه په دې سیمه کې مېشت وو، مانیکنګو هغه قوم و چې ډېره موده یې په دې ټولنه واکمني کړې ده، په ۱۴۸۲ ز کال کې پرتګالي پاچا نزینکا نوو د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره له پرتګال څخه مرسته وغوښته او د لومړي جان په نامه مسیحي او له پرتګال سره یو ځای شو. پرتګال ډېر اروپایان او ډېر مسیحي مبلغین دغه هېواد ته واستول، پرتګال درې سوه کاله په دې خاوره کې د تورو مربیانو د ټولولو او خرڅولو اډې درلودې او نورو اروپایي سوداګرو په تېره بیا ترتانویانو او فرانسویانو ته یې اجازه ورکړې وه چې دغه ځای ته تګ راتګ وکړي.
په ۱۷مه پېړۍ کې فرانسویانو په دغه سیمه کې د عاج او مرېیانو سوداګري پیل کړه، په دغو کلونو کې د مرېیانو سوداګري کمرنګه شوه او ځای یې عاج کافي او یو ډول نباتي غوړیو ونیو. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کلونو کې فرانسې د دغه شتمن هېواد د نیولو اراده وکړه، په ۱۸۸۰ ز کال کې فرانسوي ساوورنیان دوبراز له یوه کانګویي مشر ماکومک سره یو تړون لاسلیک کړ چې د هغې له مخې فرانسوي پوځونو د کانګو د سیند ټولې شمالي سیمي ونیوې.
په ۱۸۸۵ ز کال کې د برلین کنګره چې د المان د لومړي وزیر له خوا د برېټانیا، فرانسې، المان او بلژیک د هېوادونو په ګډون جوړه شوې وه، دغه شتمنه سیمه ووېشله. په ۱۹۱۰ ز کال کې کانګو د فرانسې د لوېدیځې افریقا په مستعمره ګابون مرکزي افریقا او چاد کې ورګډ شو.
د فرانسې د استعمار بېګار او درندو کارونو له امله د کانګو ۷۰ خلک د تېرې پېړۍ په دویمه لسیزه کې له منځه تللي دي.
د دویمې نړیوالې جګړې په پای او په افریقا، اسیا او نوره نړۍ کې د خپلواکۍ غوښتنې څپو د نورو افریقايي هېوادونو په شان په کانګو کې هم د خپلواکۍ غوښتنې احساسات پیاوړي کړل او خلکو وسلې ته لاس کړ. د نویو سیاسي ګوندونو او کارګري ټولنو جوړېدو او د سوسیالیستي افکارو خپرېدو له خپلواکۍ غوښتونکو سره مرسته کوله، څو مبازره جاري وساتي. په ۱۹۵۶ ز کال کې فرانسې کانګو ته کورواکي ورکړه، په ۱۹۵۸ ز کال کې په دغه هېواد کې د فرانسوي ټولنې په چوکاټ کې کورواکه جمهوریت اعلان شو. د ۱۹۶۰ ز کال د اګسټ په ۱۵مه کانګو پوره خپلواکي تر لاسه کړه او فولبر یولو د افریقایانو له ګټو څخه د دفاع د ولسواک اتحاد مشر، د نوي هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په همدغه کال کې کانګو د ملګرو ملتونو د ټولنې غړیتوب هم تر لاسه کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د کانګو نوم نشته، ځکه خو د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ راز اړیکې نشته.
له افغانستان څخه تر کانګو پورې د هوا له لارې فاصله ۶۴۴۸ کیلومترو ته رسېږي او همدا راز د کابل او برازاویل ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۳:۳۰ ساعته دی.