دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

فطرت ناشناس

حکمت ارین

جنوري 22, 2019
in څېره
0 0

استاد ډاکټر صادق فطرت ناشناس په تېرو پنځوسو کلونو کې په پښتو، دري او اردو ژبو کې په سلګونو کلاسیکي، فولکلوري او عصري سندرې ويلې دي چې افغاني موسيقۍ ته يې ډېرې ښکلا ور بښلې ده. په دغه ډګر کې د هغه کړنې او لاسته راوړنې د هېچا له سترګو پټې نه دي. هغه د پښتو موسیقۍ او ادب لپاره د پام وړ کار کړی دی او خپل نوم یې د دغه ډګر د پیاوړو سندرغاړو په سر کې ځای کړی دی.

استاد ناشناس یوازې په لر او بر افغان وطن کې نه، بلکې په هند او نورو هغو هېوادونو کې هم خورا ډېر شهرت لري چې پر پښتو، فارسي او اردو ژبو خبرې کوي. نوموړي پر پښتو او دري ژبو سربېره په اردو ژبه هم ډېرې سندرې ویلې دي چې په پاکستان او هند کې یې د موسیقۍ محفلونه ګرم ساتلي دي.
د هغه غږ چې چا هم یو ځلې اورېدلی دی، نو په زړه کې یې ځای نیولی او د هغه له خواږه غږ نه اغېزمن شوی دی.
هغه د خپل ژوند، کارونو او زیارونو بشپړه یادونه په «نيم قرن باترانه های ناشناس» کتاب کې کړې ده.

ډاکټر محمدصادق فطرت ناشناس د گوتو په شمېر له نوميالیو پخوانیو افغان غزلبولو څخه دی او لومړنی هنرمند او غږپوهاند دی چې لوړې زده کړې يې په پښتو ادبياتو کې تر دوکټورا کچې پورې کړې دي. د ده د نوښتگرۍ له کبله په هند او پاکستان کې د افغان سیگل لقب ورکړل شوی دی او په افغانستان او سیمه کې د خلکو تر منځ د ناشناس په نامه ياديږي . دی نه يوازې چې سندارا پوهنې کې يو مسلکي غزلبول دی، بلکې له ۱۹۵۶ زېږديز کال راپه دېخوا يې د پښتو، دري او اردو ژبو ادبياتو کې بې شمېره غږیزې پنځونې هم کړې دي.

ناشناس په کندهار کې په يوې روڼ اندې نوموتې کورنۍ کې نړۍ ته سترگې پرانیستې دي او پلار يې محمدرفيق حبيبي نومېږي. هغه د خپل ژوند لويه برخه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېره کړې ده. نوموړی په خټه کاکړ پښتون دی. له ډېرو کلونو راپه دېخوا د پښتو او دري سندرو ترڅنگ په اردو ژبه هم سندرې وايي. ډاکټر ناشناس اوسمهال د انگلستان په لندن ښار کې مېشت دی. نوموړی په يوه روحاني کورنۍ کې زیږېدلی دی، خو څنگه یې چې قسمت غوښتل، د ديني زده کړو د ترلاسه کولو سره سره يې د هنر او موسيقۍ سره هم ډېره علاقه پيدا کړه او له خپلې کورنۍ نه په پټه د خپل شوق او علاقې په ډگر کې ښکېل شو چې اوس يې د افغانستان د وتلي او زیاتو مینوالو لرونکي سندرغاړي نوم خپل کړی دی.

هغه د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي، خو دا چې زده کړې یې چېرته، څنګه او په کومه برخه کې کړې دي، دلته پرې خبرې کوو:

ډاکټر ناشناس خپلې زده کړې په هند کې له جامعيه مليه اسلاميه څخه په ډيلي کې پیل کړې، د همدغه ښوونځي بنسټگر او د هند درېيم ولسمشر ذاکر حسين د ښاغلي صادق فطرت استاد هم و، وروسته یې د هند په پونه ښار کې يو کال زده کړې وکړې، بیا بېرته چمن او بلوچستان کې خپلې پلرنۍ سیمې ژوب ته راغی او هلته یې نورې زده کړې وکړې. نوموړي دوولسم ټولگی په کابل کې ویلی، بيا يې په کابل پوهنتون کې د حقوقو او اقتصاد له پوهنځيو بري ليکونه ترلاسه کړل. په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کې د زده کړو لپاره روسيې ته ولاړ او هلته يې د مسکو په دولتي پوهنتون کې د پښتو او روسي ژبې او ادبياتو په برخه کې لومړی ماسټري او بيا يې دوکتورا ترلاسه کړه. له دې سره په څنگ کې یې په لندن کې د غږپوهنې په برخه کې هم زده کړې وکړې .

نوموړي د افغانستان له ملي راډيو څخه پیل تر ټلوېزيونه او بيا د کلتور وزارت له خوا د کمپوز او ښه شعر غوراوي او غږ ازموینې څارونکي په صفت دندې ترسره کړې دي. همدارنگه د بیهقي چاپي ټولنې مدیر هم پاتې شوی دی .
د پښتو ژبې سندرغاړي استاد ناشناس یوازې یو سندرغاړی نه، بلکې یو مکتب بولي او د افغانانو په زړونو کې د موسیقۍ د یو پاچا په توګه ځای لري او د نوموړي کارونه د پښتو موسیقۍ، کلتور او ادب په برخه کې ګټور یادوي او هڅو ته یې د قدر په سترګه ګوري.

هغه اوس په اروپا کې اوسي، خو وایي، د وطن نه لرېوالی یې ځوروي. نوموړي د یوې مرکې پر مهال ویلي، د وطن نور څه خو په هر صورت، خو ان په اسمان پسې یې هم خپه شوی دی.
ناشناس د خپلې بریا راز د ښه شعر او ښې موسیقۍ انتخاب بللی دی. هغه وایي، اوس مې پر یو کتاب کار پیل کړی دی چې ډېر ژر به چاپ شي، نوموړي په دغه کتاب کې خپلې ټولې کړنې او ویل شوې سندرې راټولې کړې دي.

ناشناس د افغانستان د گوتو په شمېر سندرغاړو او غزلبولانو څخه دی چې کورني او بهرني مډالونه او ستاینلیکونه یې تر لاسه کړي دي. نوموړي نیمه پېړۍ سندرې ویلې دي، خو لا هم ځان استاد نه بولي.

دی وايي، ځان استاد نه، بلکې اوس هم د موسیقۍ زده کوونکی راته ښکاري. هغه وايي چې کله هم ورته څوک استاد ووایي، نو په خپل هنر کې ورته خپلې خامیانې یادې شي.

ناشناس چې د هنر په ډګر کې یې له لومړيو ٢٥ کلونو وروسته، د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره په هنري فعالیتونو کې دمه کړې وه، خو کله چې بېرته د سندرې د ثبتولو په موخه د پاکستان لاهور ښار ته لاړ، نو یو استاد یې ورته وویل چې هارمونیم یا باجه دې ټیون نه ده، یعنې د باجې سرونه برابر نه دي.

د ناشناس د خپل ځان په اړه نظر د ده خپل دی، خو په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ځینو هېوادونو کې هغه ته د موسيقۍ پوهان استاد وايي او د موسیقۍ ځانگړی مکتب یې گڼي.

فطرت ناشناس د خپل ۵۰ کلن هنري ژوند کیسه په خپل نوي کتاب «نیم قرن با ترانه های ناشناس» کې کړې ده. هغه د دغه کتاب په اړه وايي: «دغه کتاب مې په دري ژبه لیکلی دی او نورو ژبو لکه، پښتو او انگلیسي ته به ډېر ژر وژباړل شي. دا چې په پښتو مې ولې ونه لیک، ځکه زیاتې سندرې مې په دري ژبه کې ویلې دي، نو ځکه مې کتاب هم اول په دری کې چاپ کړ.»

ناشناس چې په اردو، هندي، فارسي، روسي او انگلیسي ژبو یې ډېرې سندرې ویلې دي، وايي چې د نورو ژبو په پرتله یې پر پښتو ژبه کمې سندرې ویلې دي چې هغه یې دلیل د پښتو ژبې مورنی والی یادوي او وايي چې په دې ژبه کې معیاري کار کول مې زړه غواړي.

ناشناس وايي، خپلې ټولې سندرې ورته لکه د خپلو اولادونو هومره گرانې دي او هره سندره یې په څه نا څه موضوع ویلې ده. نوموړی په اروپا کې ژوند کوي او له خپل وطن نه لرېوالی یې تل ځوروي او کله یې چې وطن ډېر ویادېږي، نو ځان سره یوازې کېني او د وطن په اړه خپلې ځینې سندرې زمزمه کوي.

Share26Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In