پردی یا بېګانه د مشهور او نوبل جایزې ګټونکي لیکوال البر کامو مشهور اثر دی چې تازه پښتو ته ژباړل شوی دی. پښتو ژباړه یې حیات ژوند کړې ده چې پښتو بڼه یې ۱۱۹ پاڼې لري.
پردی د البر کامو مشهور ناول دی. په دغه ناول کې له ټولنې د یوه بېزاره کس کیسه راغلې ده. مرکزي کرکټر یې مورسو نومېږي، مورسو نومي کس ته ژوند بې مانا ښکاري او د چاپېریال له ټولو شیانو سره یې عاطفي او احساسي اړیکه شلولې ده. مورسو په حقیقت کې د البر کامو د فلسفي شخصیت انځور دی. په دغه داستان کې د انسان په وجود او ذهن کې د شته کشمکشونو انځورونه شوې ده. داسې یو کس چې فکر کوي انسان په دې نړۍ کې د لنډې مودې مسافر دی، راځي، څو شپې تېروي او بېرته بې له کومې لاس ته راوړنې او مزد پر نامعلوم لوري ځي. د بېګانه ناول کرکټر پر اعدام محکوم دی. علت یې ظاهراً د یوه عرب وګړي وژل دي، خو په حقیقت کې هغه پر دې تور اعدامېږي چې ولې د ټولنې له کړو وړو سره مخالفت لري، ولې یې د خپلې مور د خاورو ته سپارنې په مراسمو کې ګډون نه دی کړی او ولې یې ژړلي نه دي.
د کیسې لومړۍ جمله له همدې پیلېږي، مورسو وايي، پرون مې مور مړه شوه، نه پوهېږم پرون وه، ننه وه که څه وخت، خو مور مې مړه ده، دا خبر مې یوې همکارې را لېږلی دی. نور هېڅ نه وايي، هېڅ ورته اهمیت نه لري چې باید د مور په مرګ یې وژاړي. هغه وروسته ورځي د خپلې مور د مړي اخیستو ته، هلته ټول غمګین وي، خپه وي، خو ده ته هر څه بې مانا ښکاري، عادي رفتار کوي او ان خپلې جامې هم نه بدلوي. په سبا ځي ساحل ته، له خپلې همکارې، ماري کوردنا سره ویني، هغه ورته وايي، مینه راسره لرې، دی وايي، نه پوهېږم مینه درسره لرم که نه، خو فکر نه کوم چې درباندې مین وم. په همدې شپه له دې پېغلې سره یو ځای کېږي، دا هر څه یې د مور تر مرګ یوه ورځ وروسته کېږي. سارتر پر بېګانه ناول په لیکلې سریزه کې هم دغه مسئلې ته اشاره کوي. هغه وايي، یو انسان دومره بې پروا دی چې د مور د مرګ په سبا له بېګانه نجلۍ سره جنسي اړیکه ټینګوي، حمام کوي، عادي ژوند کوي او د ټولنې شته دودونه نقدوي.
په حقیقت کې د کامو د ناول کرکټر نه غواړي له ټولنې سره ګام پر ګام مخکې ولاړ شي. هغه غواړي په ټولنه کې شته شیان نقد کړي، غواړي ووايي چې انسان ازاد دی، نو چې ازاد دی، ولې باید د نورو تر اغېز لاندې وي. د بېګانه ناول کرکټر غواړي ووايي چې په انساني ټولنه کې شاوخوا شته شیان مانا نه لري او دا انسانان دي چې دغو مسایلو ته مانا وربښي.
د مورسو د شخصیت کشمکش په اصل کې د کامو د شخصیت کشمکش دی. کامو د الجزایر په وچ چاپېریال کې ژوند کاوه. داسې یو ځای، چې هلته د عربو او اروپایانو فرهنګونه حاکم و. ځکه الجزایر هغه وخت د فرانسې مستعمره و. د فرهنګونو، دینونو، مذهبونو او دودونو تعدد یا زیاتوالي د کامو په زړه کې شک پیدا کړی دی. همدا مسئله ده چې دا شیان د انسان د لاس پنځونې ورته ښکاري او وايي چې انسان چاپېریال ته مانا ورکړې، انسان دا ټاکي چې څوک باید زهر وڅښي اعدام شي او څوک باید منزلت ولري، انسان دا ټاکي چې څه په ټولنه کې سم دي او څه ناسم دی، نو ځکه یې کرکټر وايي چې زه هم یو انسان یم، زه هم غواړم ځان ته دا وټاکم چې څه سم دي او څه ناسم دي.
په ټوله کې دا ناول د یوه روحي حالت تصور انځوروي چې دغه حالت ته په ټولنپوهنه کې انومي وايي. انومي هغه حالت دی چې انسان پکې د پردیوالي احساس کوي او هېڅکله له ټولنې سره خپل احساسات نه شي شریکولای.
مینه وال کولای شي دا کتاب له اکسوس او د ښار له مشهورو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.