په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې پایته رسېدلې دي. ویل شوي چې په دغو خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي، خو پر داسې څه توافق نه دی شوی چې په رسمي ډول اعلان شي. دغه راز ویل کېدل چې دواړه لوري به ګډه اعلامیه خپروي، دا چاره هم ونه شوه، ځکه کله چې د اعلانولو لپاره رسمي توافق نه وي، نو د ګډې اعلامیې اړتیا هم نه وي. اوس ټاکل شوې چې دواړه لوري څو ورځې وروسته بیا خبرو ته سره کېني او شوي پرمختګونه تعقیب کړي.
د قطر په وروستیو خبرو کې د ځینو توافقاتو د اعلان خبره کېدله، څه د دې سبب شول چې توافقات وروستي او اعلان نه شي؟
طالبان په خپل دریځ کې کلک او سخت دي. امریکا بېرته پر هغه اجنډا خبرو ته ور وګرځېده چې طالبانو یې غوښتنه کوله، خو د دې مانا دا نه وه چې امریکا غوښتل هغه څه ومني چې طالبان یې غوښتنه کوي. امریکا د ډیپلوماسۍ پیاوړې دستګاه لري او بیا خلیلزاد غوندي امریکایان پوهېږي چې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره څه وکړي. د قطر په خبرو کې امریکایي لوري د دې ترڅنګ چې د طالبانو غوښتنو ته یې شنه څراغونه ورکول، خو په ډېر چل او هنر یې خبره بېرته همغه ځای ته راوستله چې طالبانو ترې تېښته کوله. امریکا د طالبانو د خوشاله کولو او په خبرو کې د پرمختګ لپاره د خپلو ځواکونو د وتلو خبره ومنله، خو پر دې بیا جنجالي بحثونه شته او وشول چې دا ځواکونه به څنګه وباسي. د طالبانو لپاره همدا یو په زړه پورې غږ و چې له امریکايي لوري د ځواکونو وتل واوري. دواړو لورو د ځواکونو پر وتلو اوږد بحث وکړ، خو امریکايي لوري بیا بیا دا وتل له ځینو مسایلو سره غوټه کول چې پر طالبان نور مسایل ومني.
د قطر په وروستۍ غونډه کې د توافق د وروستي کېدو پر وړاندې اصلي خنډ د امریکا هغه هڅه وه چې مسایل به یې په افغان حکومت پورې تړلي ګڼل او طالبان به یې له داسې حالت سره مخ کول چې پایله یې له افغان حکومت سره خبرې وې. په وروستیو خبرو کې یو بحث دا و چې امریکا به د مهالوېش له مخې د ځواکونو وتل اعلانوي، خو په مقابل کې به یې طالبان اوربند کوي. توافق هغه وخت ستونزمن شو چې خلیلزاد افغان حکومت د جګړې اړخ یاد کړ او اوربند یې په حکومت پورې تړلې مسئله وګڼله. خلیلزاد وویل چې اوربند دوه اړخیزه وي، نو باید حکومت پکې را ګډ شي او توافق ورسره وشي. دا همغه بحث و چې طالبانو له اجنډا بهر ګاڼه او له خبرو د وتلو ګواښ یې کاوه. طالبانو له حکومت سره د خبرو په اړه یو ځل بیا خپل دریځ تکرار کړ او په دې ډول د ځواکونو پر وتلو او اوربند توافق له ستونزې سره مخ شو.
د سولې خبرې به دوام کوي، خو د طالبانو له خوا پر خپلو دریځونو کلک درېدل او د امریکا هڅه چې طالبان په سیاسي چل ول له خپل دریځه واړوي، د دغو خبرو راتلونکې ستونزمنه کړې ده. راتلونکې خبرې به روښانه کړي چې د امریکا چل ول طالبان د دریځ بدلولو ته اړ ایستلی شي او که به دواړه لوري د توافق لپاره له خپلو غوښتنو یو څه تېر شي او رښتینو توافقاتو ته به لاره هواره کړي.