په یمن کې د جګړې لوري ونه توانېدل چې د يوې مياشتې اوربند پر مهال د حديدې له مهم بندري ښاره خپل ځواکونه وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو چارواکي پاتریک کامارت چې د یمن د اوربند د څار چارې يې پر مخ وړې، روانه اونۍ له خپلې دندې استعفا وکړه.
نوموړي وروسته له هغې استعفا وکړه چې پر موټر یې ډزې وشوې.
چارواکي وايي، که حديدې ساحلي ښار ته نږدې جګړه بیا پيل شي، یمن ته به د مرستو او ميليونونو انسانانو ته د خوړو رسولو لاره بنده شي چې له امله به یې په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځته شي.
دغه راز د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ غړي ادم بيرون په دې تړاو ویلي: «راتلونکې مياشتې به ډېرې مهمې وي، موږ به يا پر سياسي تګلاره بېرته برابر شو او يا به هم جګړه زياته شي».
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې مياشتې راهيسې په حديده ښار کې اوربند تر ډېره عملي شوی، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ د دغه ښار په څنډو کې بیا نښتې پیل شوې دي.
ټاکل شوې وه چې د تېرې جنورۍ په اوومه به د جګړې ښکېل لوري خپل ځواکونه له حديدې څخه وباسي چې د سیاسي خبرو د پيل لپاره د باور رامنځته کولو لومړی اقدام ګڼل کېده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش منلې چې د باور نشتوالي د مذاکره کوونکو لوریو ترمنځ خنډ جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال عرب هېوادونو هڅه وکړه، څو حديده ښار ونيسي او په پای کې به د ایران په ملاتړ حوثي ياغیانو ته ماتې ورکړي، خو دوی د دغه ساحلي ښار په نيولو کې دوه ځلې پاتې راغلل.
دغه ښار اوس هم د حوثيانو په کنټرول کې دی او عرب ځواکونه د ښار څنډو ته رسېدلي دي.
دواړو لوريو تېره مياشت د سويډن په سټاکهوم ښار کې د اوربند توافق وکړ.
له دې سره سره، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور ګرګش د تېرې چهارشنبې په ورځ، پر حوثي ياغیانو تور پورې کړ چې له سرزورۍ کار اخلي او څو ځله یې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
په همدې حال کې د خوړو کمښت او لوږه د یمن په بحران کې یو بله جدي ستونزه ده چې د دغه هېواد نږدې اویا سلنه وګړي ورسره مخ دي.
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي چې په یوه مياشت کې د ۳،۷ ميليونو کسانو د اړتيا پوره کولو لپاره اوس هم نه دي توانېدلي چې ۵۱۰۰۰ ټنه اوړه حديدې ته ورسوي.
د حوثيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په مارچ کې جګړه هغه مهال زياته شوه چې ولسمشر عبدربه منصور هادي رياض ته وتښتېد او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په دغه هېواد کې نظامي مداخله وکړه.
د یمن په جګړه کې تر لس زره زيات کسان وژل شوي دي او د ملګرو ملتونو په خبره، په دغه هېواد کې د نړۍ تر تولو لوی بشري ناورین رامنځته شوی دی.