نشنل انټرسټ وایي، د سولې خبرې پيل شوې دي خو هممهاله جګړه هم خونړۍ شوې ده او ولسمشریزې ټاکنې هم نږدې دي. نشنل انټرسټ لیکي دا ټول موارد سره په ټکر کې دي او په افغانستان کې به یوه نوي بحران ته لار هواره کړي. نشنل انټرسټ لیکي د سولې د خبرو په منځ کې د افغانستان ګڼ سیاسیون او سیاسی ګوندونه د ټاکنیزو کمپاینونو او ناندریو لپاره د یو بل په مقابل کې ولاړ دي چې دا مسئله به د سولې هڅو ته زیان ورسوي او روانه جګړه به اوږده کړي. سرچینه کاږي طالبان هم په دې پوهېږي چې افغان حکومت پخپلو کې کشمکشونه لري، ټاکنې نږدې دي، سیاسيون په ګروپونو وېشل شوي دي نو ځکه له افغان حکومت سره خبرو ته زړه نه ښه کوي. نشنل انټرسټ په داسې یوه ګډوډ حالت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه هم د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې ددې اړتیا ده، چې روانې چارې په افغانستان کې په سمه توګه مدیریت شي. په مطلب کې راځي تر هغه چې راتلونکې ټاکنې، روانې، جګړې، د سولې خبرې، د حکومت اوسنی وضعیت او په سیمه کې روان کشمکشونه په سمه توګه و نه ارزول شي او ټولو ته د حل احتمالي لارې پیدا نه شي نو ددې امکان شته چې افغانستان یوې بلې ستونزې سره مخ شي.