چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

راتلونکې میاشت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیلېږي

جنوري 28, 2019
in افغانستان
0 0

د سولې د خبرو په لړ کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله توده شوې ده. د سولې لپاره د طالبانو تر ټولو مهم شرط دا دی چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي او تر هغه وروسته به د نورو مسایلو په اړه مذاکراتو ته ادامه ورکوي. وسله والو طالبانو ته نږدې کسان او سرچینې وایي چې د دوحې په شپږ ورځنیو مذاکراتو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه شوې ده. د سرچینو په خبره، امریکا منلې چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي او په دې توګه به د سولې په برخه کې نورو پرمختګونو ته لار هوارېږي.

طالبانو ته نږدې کس او پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، امریکایانو منلې چې خپل ځواکونه به له افغانستانه وباسي. د ده په خبره، راتلونکې میاشت د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تدریجي وتل پیلېږي او په دې توګه به اوربند او د سولې په برخه کې اړوندو نورو بحثونو ته لار پرانیستل شي. اکبر اغا زیاته کړې: «امریکا منلې چې ځواکونه به یې له افغانستانه وباسي. په راتلونکې میلادي میاشت (فبرورۍ) کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پيل شي. د همدې فبرورۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه به بیا د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو بل پړاو پيلېږي چې په هغه کې به پر اوربند هم خبرې کېږي.»

سید اکبر اغا وايي، کله چې د راتلونکې میلادي میاشتې په پيل کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پيلېږي، نو دا پروسه به د طالبانو او امریکا د یوه ګډ پلاوي له لوري څارل کېږي. د نوموړي په خبره، په دې پروسه کې پرمختګ او صداقت د دې سبب کېدای شي چې طالبان د فبرورۍ میاشتې د پنځه ویشتمې نېټې په غونډه کې اوربند ته غاړه کېږدي او د مذاکراتو بل پړاو پيل کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه څرګندونې کړې دي. هغه تېره ورځ له دوحې د زلمي خلیلزاد تر وتلو وروسته په یوه ټوېټ کې لیکلي وو، چې دوی له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو ته ژمن دي. د مایک پامپیو په خبره امریکا نه غواړي چې سرتېري یې په یوه اوږده جګړه کې ښکېل وي، نو ځکه دا هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو پر مټ حل کړي او په دغه هېواد کې یو قوي حکومت رامنځته کړي. پامپیو ویلي چې دوی په افغانستان کې یو خپلواک، پیاوړی او مستقل حکومت غواړي، نو له همدې امله دا ژمنه کوي چې امریکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده. مایک پامپیو د سولې د خبرو په اړه هم هیله مندي ښودلې وه. ده ویلي: «زلمي خلیلزاد ښه خبرونه راکړي دي. د افغانستان د سولې خبرې له لاس ته راوړنو ډکې دي. دا هیله شته چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي».

بل لور ته پاکستان بیا وايي چې دوی د افغانستان د سولې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي تېره ورځ په یوه غونډه کې رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د سولې خبرې دومره اسانه نه وې، نو پاکستان د دغه خبرو په اسانتیا کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. قریشي ویلي، اسلام اباد په افغانستان کې د سولې خبرو ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ نه سپموي.

د افغان سولې په اړه داسې مهال دغه څرګندونې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له دوحې کابل ته راغلی دی. ده ویلي، تر هغه چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو په اړه هوکړه ونه شي، نو هېڅ هوکړه نه ده شوې. دده په خبره، یا باید پر ټولو مواردو هوکړه وشي او یا هېڅ هوکړه نه کېږي. هغه دا نه دي ویلي چې ټول موارد څه دي، خو طالبان بیا وايي چې مهمې غوښتنې یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالب زندانیانو خوشي کول، له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل، د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارېدل او د طالبانو دفتر په رسمیت پېژندل شامل دي. امریکا بیا ټینګار کوي چې طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او روانه جګړه د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ حل کړي.

Tags: featured
Share210Tweet22Share9

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عراقچي: امریکا د خپلو موخو له ناکامۍ وروسته پر ایران نوي بندیزونه لګوي

سپتمبر 9, 2026

یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

سپتمبر 9, 2026

افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In