په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د ځواکونو د وتلو په تړاو له موافقې وروسته اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې امریکا د ځواکونو په وتلو کې جدي ده. مایک پامپیو پر ټویټر لیکلي: «امریکا د افغانستان د سولې او له دغه هېواده د ځواکونو ایستلو په اړه جدي ده، چې دا هېواد یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو ځاله ونه ګرځي». نوموړي دغه راز ویلي چې له افغان حکومت او ټولو اړوندو غاړو سره په ګډه د یوه با ثباته، خپلواک او هوسا افغانستان لپاره کار کوي. تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد هم ویلي چې د قطر په وروستیو خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.
د قطر وروستۍ خبرې د امریکايي او طالبانو دواړو له اړخه مثبتې ارزول کېږي او دواړه لوري د خبرو پر دوام ټینګار کوي. د مهمو پرمختګونو په اړه ډېر جزیات نه ورکول کېږي، خو خنډونه یې د خلیلزاد او طالبانو په څرګندونو کې په روښانه ډول لیدل کېدای شي. یو لوی او مهم خنډا دا دی چې امریکا د طالبانو او حکومت ترمنځ په خبرو ټینګار کوي او طالبان بیا بیا له حکومت سره خبرې ردوي او په دې اړه هر ډول توافق ردوي. خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «.. د وروستۍ هوکړې لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي او اوربند اعلان شي.» خو طالبانو بیا په اعلامیه کې ویلي، له افغان حکومت سره د دوی د مخامخ خبرو او د اوربند په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم دي. له دې روښانه معلومېږي چې په دې چاره کې اختلاف دی او دغه راز ښکاري چې د اوربند په تړاو هم د دواړو اړخونو ترمنځ توافق نشته.
د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو هم ستونزې شته. امریکا مني چې ځواکونه به یې وباسي، خو دا چې د ځواکونو څومره برخه به پاتې کېږي او که څنګه، په دې اړه توافق نشته. دغه راز د ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او څرنګوالي هم اختلاف شته او دواړه لوري د وتلو لپاره بېلابېل مهالوېشونه لري. که څه هم ویل شوي چې د نیمايي ځواکونو وتل به په راتلونکو اونیو کې پیل شي، خو دا د سولې له خبرو سره نه، بلکې د ټرمپ له هغې تګلارې سره تړلي دي چې غواړي خپل ځواکونه له نورو هېوادونو را وباسي. دا د دې مانا نه ده چې ګواکې امریکا به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.
د افغان سولې لاره ستونزمنه او پېچلې ده. ستر او سخت اختلافات په مخ کې دي. امریکا په خپلې پیاوړې ډیپلوماسۍ سره غواړي خپل اهداف خوندي کړي، خو طالبان هم پر خپل دریځ کلک ولاړ دي او تنازل نه کوي. له همدې امله توافق سخت دی او داسې نه ښکاري چې ژر به توافق وکړي. د دومره اوږدې جګړې حل کول په طبیعي ډول هم ستونزمن وي او هم وخت اخلي. څه چې مهم دي، هغه دا چې حوصله پکار ده، د سولې د خبرو ملاتړ باید وشي او هڅه وشي چې په دې چاره کې افغانان او افغانستان زیان ونه کړي. همدا باید د هر افغان او افغاني لوري هڅه وي.