توګو د افریقا د لویې وچې په لوېدیځه برخه کې د ختیځ طول البلدونو د صفر او منفي ۲ او د شمالي عرض البلدونو د ۶ او ۱۱ درجو ترمنځ موقعیت لري. د ۲۱۸۴۰ کیلومتره مربع پراخوالي له کبله د نړۍ ۱۱۳م لوی هېواد دی.
دغه هېواد شمال ته له بورکینافاسو، جنوب او ختيځ ته د بینېن له خلیج او لوېدیځ ته له ګانا سره ګډه پوله لري. توګو تود- استوایي او لوند اقلیم لري چې په شمالي او جنوبي برخو کې یې توپیرونه شته.
دغه هېواد د افریقا لویې وچې درېیم کوچنی هېواد چې د لوېدیځې افریقا په جنوبي څنډه کې د اتلانتیک سمندر خواته موقعیت لري. دغه اوږد هېواد له شمال څخه جنوب ته ۶۰۰ کیلومتره اوږدوالی او له ختیځ څخه لوېدیځ ته ۶۰ کیلومتره سور یا بر لري.
توګو استوا ته نږدې پروت دی، له همدې امله توده هوا لري او ډېره خاوره یې په ګڼو ځنګلونو پوښلې ده. د دغه هېواد پلازمېنه د لومه ښار دی او نږدې اته میلیونه نفوس لري چې په هرکیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۲۶ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د پنځو ماشومانو د درلودو اجازه لري.
توګو د اداري وېش له پلوه په ۵ برخو وېشل شوی دی. سوکود، اتکاپام، تسویه، باسار، پالیمه، کارا او داپونګ یې مهم او لوی ښارونه دي.
د دغه هېواد ۹۹ سلنه وګړي تور اصله افریقایان او پاتې نور یې سوریایي او لبناني نژاده دي. د توګو رسمي ژبه فرانسوي او لیکدود یې لاتیني دی.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی او د نوي ولسواک اساسي قانون متن یې د ۱۹۹۲ ز کال د جولای په لومړۍ د جمهوریت د عالي شورا له خوا برابر او په ملي ټولپوښتنه کې تصویب شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر فاري ګناسینګبه او لومړي وزیر یې کومي سیلویم دی. د توګو ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي او څو ځلې کار کولای شي. د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسمشر او د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د توګو ولسي جرګه ۸۱ غړي لري چې د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې رایه ورکول د ځوان قشر لپاره حتمي دي.
د دغه هېواد حقوقي نظام د فرانسې پر قوانینو ولاړ دی او د اساسي قانون محکمه، د عدالت عالي محکمه، د استیناف محکمه او ستره محکمه يې لوی او مهم قضايي ارګانونه دي.
د نوي کولو د عمل کمېټه، د افریقایي خلکو ولسواک تړون، د نوي کولو ولسواک ګوند، د توګو د خلکو لاریون ګوند او د بدلون د ځواکونو اتحادیه یې لوی او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
د ۱۹۶۰ ز کال د اپرېل په ۲۷مه د ملګرو ملتونو تر قیومیت لاندې یې له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته او هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځ په نوم پکې نمانځل کېږي.
توګو د ۱۹۶۰ د سپټمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او د دې ترڅنګ په نورو نړیوالو ټولنو کې هم شامل شو.
د توګو اقتصاد پر معیشتي او سوداګریزه کرنه ولاړدی چې ۷۰ سلنه خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. قهوه او پنبه د توګو ۴۰ سلنه صادراتي عواید جوړوي. پنبه په دې منځ کې خورا ډېره ارزښت لري. که کال نورمال وي، د دغه هېواد د کرنې حاصلات د خلکو کورنۍ اړتیاوې پوره کولای شي. کله نا کله لرې پرتو سیمو ته د دغو خوراکي توکو په لېږد کې ستونزې جوړېږي. د صنعت په برخه کې یې د فاسفیټو ایستل او پروسس د یادولو وړ دی. توګو په نړۍ کې د فاسفیټو له سترو صادروونکو هېوادونو څخه دی او دولت غواړي چې د فاسفیټو د مسلکي استخراج له لارې د هېواد ملي عواید لوړ کړي. د دغه هېواد د دولت هغه لس کلنه هڅه چې د اقتصادي پرمختګ په نیت پیل شوې وه، د نړیوال بانک په مرسته بریالۍ شوه او ډېر بهرني پانګوال یې په توګو کې کار او پانګونې ته وهڅول. له ۲۰۰۵ ز کال را په دېخوا په توګو کې دولت خپلې لویې پروژې خصوصي سکټور ته پرېښودې، د دولت په ملي تګلارو کې قانونیت او اسانتیاوې ډېرې شوې او په اداري برخه کې تشویقي اقدامات په پام کې ونیول شول. اوس دغه هېواد او نړیوال بانک دواړه هڅه کوي چې د اقتصاد د بنسټیزو پروژو د جوړولو لومړیتوب په پام کې ونیسي او د هېواد راتلونکې هر اړخیزې پرمختیا ته لار هواره کړي.
د توګو د عوایدو کچه ۷۴۰ میلیونه ډالرو او د لګښتونو کچه یې بیا ۸۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د دغه هېواد ۴۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، ۵ سلنه یې څړځایونو، ۱۹ سلنه یې ځنګلونو او پاتې نوره یې غرونو، غونډیو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۶۸ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۳۳ سلنه صادراتي عواید او ۵۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له دې همدغه سکټور څخه لاسته راځي.
قهوه، پنبه، وریجې، خرما، جوار، ږدن، کونځلې، لرګي، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېود د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي. المان، چین، بورکینافاسو، بینین، نایجیریا، ګانا، فرانسه، بلجیم، هند، امریکا، انګلستان او اندونیزیا یې لوی سوداګریز شریکان دي. توګو لس هوایي ډګرونه لري چې څلور یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کوډ نمبر ۰۰۲۲۸ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې ټي جي دی چې ټولټال ۵ لکه کسان یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په توګو کې دولتي او خصوصي سکټور دواړه رسنۍ لري. خصوصي برخه یې ۱۰ټلوېزیونونه او ۴۰ راډیوګانې لري. په دغه هېواد کې صنفي اتحادیې او کلیوالې شوراګانې هم ۱۵ راډیوګانې لري او د دې ترڅنګ پکې ۱۰ ورځپاڼې او ۵۰ اونیزې او مجلې هم شته چې ۹۰ سلنه په سیمه ییزو فرانسوي او انګلیسي ژبو خپرېږي.
توګو د ناخالص کورني تولید او سړي سر کلني عاید له مخې د افریقا او نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه شمېرل کېږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۶۳ سلنه نارینه او ۷۷ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۶- ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده او هر هلک یا جنۍ په منځنۍ توګه لس کاله په درس کې تېروي چې د نړۍ په پرتله لږ، خو په افریقاکې مناسب رقم دی.
د ایوه نومې قبیلې خلک چې اوس د توګو په لوېدیځو برخو کې ژوند کوي، د ۱۲ او ۱۴مو پېړیو په بهیر کې له ګانا او نایجیریا څخه د نایجیر د سیند د غاړو په لاره د توګو اوسنۍ خاورې ته لېږدېدلي او د اوسني توګو په جنوبي سیمو کې مېشت شوي دي. په همدې وخت کې د داګومبا قبیله د دغه هېواد پر شنو شمالي ځمکو باندې ځای پر ځای شوه او یوه کوچنۍ پاچایي یې جوړه کړه. همغه وخت ډېرو کانګويي سوداګرو هم دې خاورې ته رسېدلي وو، پرتګالیان هغه لومړني اروپایان وو چې دغه هېواد یې په ۱۴۸۱ ز کال کې وپېژانده. فرانسویانو ته په ۱۶۲۱ ز کال کې توګو یو له هغه لومړنیو هېوادونو څخه و چې پرتګالي، فرانسوي او اېټالوي سوداګرو پکې د مرېیانو سوداګري پیل کړه. دې سوداګرۍ په دوو پېړیو کې دومره وده وکړه چې دغه سیمه نوره د مرېیانو د ساحل په نامه یاده شوه. المان چې دغه پرېمانه ګټه ولیده، په ۱۸۸۶ ز کال کې یې پر دې سیمه یرغل وکړ او توګو او ګانا د اوسني هېواد ځینې سیمې یې له نورو اروپایي سوداګرو څخه ونیولې.
په ۱۹۱۴ ز کال کې هغه وخت چې لومړۍ نړیواله جګړه روانه وه، فرانسوي او برېټانوي پوځونو په توګو کې مېشتو الماني پوځونو ته ماتې ورکړه او دغه خاوره یې ونیوه. دغو دوو هېوادونو څه موده وروسته، توګو په دوو فرانسوي او برېټانوي برخو ووېشله.
ملګرو ملتونو په ۱۹۴۷ ز کال کې د توګو پر ختیځو برخو باندې د فرانسې او د دغه هېواد په لوېدیځو برخو د برېټانیا قیمومیت په رسمیت وپېژانده.
برېټانیا په ۱۹۵۶ ز کال کې د توګو لوېدیځه برخه له ګانا سره چې هغه هم د دغه هېواد یوه مستعمره وه، یو ځای کړه. فرانسویانو ختیځې توګو ته کورواکي ورکړه او د توګو ملي خپلواکي غوښتونکي ګوند د دغه هېواد په اداره کې ونډه واخیسته. دغه ګوند په ۱۹۴۵ ز کال کې د سلوان اولیمپي په مشرۍ جوړ شوی و او د دغه هېواد د یووالي هڅه یې کوله. اولیمپي په ۱۹۵۸ ز کال کې د توګو د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، له دې وروسته د دغه هېواد خلکو د خپلواکۍ غوښتنه وکړه. فرانسوي چارواکو چې نور یې دغه هېواد هم په ولکه کې نه شوای ساتلی، د ۱۹۶۰ ز کال د اپرېل په ۴مه، توګو ته بشپړه خپلواکي ورکړه. په همدغه کال کې په توګو کې جمهوري نظام رامنځته شو چې پخوانی لومړی وزیر یې د اولیمپي د هېواد د لومړي ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه او دغه هېواد د ملګرو ملتونو د ټولني په غړیتوب ومنل شو.
ګناسینګبه د ۲۰۰۵ ز کال په فبرورۍ کې مړ شو، پوځیانو د ده زوی فاري ګیناسینګبه د ولسمشر په توګه اعلان کړ، نوی ولسمشر په دغو ټاکنو کې بریالي شو چې دوې میاشتې وروسته وشوې. د توګو د ۲۰۰۷ ز کال د اکټوبر ټاکنې ښې وې. د دغو ټاکنو په پایله کې فاري ګناسینګبه د خلکو رایې واخیستې، دا ټاکنې نسبتاً رڼې وې او درغلي پکې ونه شوه. له همدې امله دغه هېواد له څو کاله ګوښي توب څخه وروسته بېرته له نړیوالې ټولنې سره پخلا شو، توګو په ۲۰۱۲ ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب تر لاسه کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د توګو نوم نشته، نو له همدې کبله دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. د کابل او لومه ښارونو ترمنځ د هوا له لارې فاصله ۷۳۵۲ کیلومتره مربع ده. دغه راز د دواړو ښارونو ترمنځ د وخت توپیر هم درې نیم ساعته دی.