د الیف شافاک ترکۍ لیکوالې اصلي نوم الف شفق دی، په ۱۹۷۱ ز کال په فرانسه کې زیږېدلې او هنري نوم یې بیا الیف بیلګین دی، د نوموړې کتابونه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ډېرو پلورل شویو کتابونو په ډله کې راځي. د الیف پنځه لس کتابونه چاپ شوي چې له دې ډلې یې لس رومانونه دي. ځینې اثار یې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوي هم دي. د نوموړې د مور نوم اتای مان دی او دې خپل هنري نوم د هغې له نامه سره د خپل نوم برابرولو په موخه ځانته غوره کړی دی.
الیف یو کلنه وه چې مور او پلار یې په فرانسه کې له یو بل جلا شول او دا له خپلې مور سره استانبول ته راغله او د خپلې انا په کور کې لویه شوه. د انا په کور کې ژوند کول د دې په خبره، د دې د تفکر او باورونو په جوړولو کې خورا ډېره مرسته وکړه. نوموړې خپله وایي، د انا مذهبي او د مور عصري فکر یې پر ژوند خورا مثبت اغېز وکړ او د دې د شخصیت په لوړولو کې یې خورا ښه اغېزه درلوده.
په ورته وخت کې په استانبول کې د هغې ژوند هم د دې پر فکر ژور اغېز کړی. الیف د خپل ژوند په اړه وایي:
«کله مې چې په فرانسه کې مور او پلار له یو بل نه جلا شول، زما نه یادېږي. مور مې وایي، یو کلنه وې، خو وروسته هغه وخت چې بېرته ترکیې ته راغلو، زه مې د انا کره په استانبول کې اوسېدو، انا مې خورا عقیدتي ښځه وه او مور مې بیا مډرن فکر درلود. د دواړو فکرونو مې پر ژوند خورا ښه اغېز وکړ، زه داسې فکر کوم چې شخصیت مې د هغوی له برکته ښه متاثر شوی دی. په کور کې د دوی بحثونه زما لپاره خورا ګټور وو. دوی به تل پر داسې مسایلو بحث کاوه، چې زما د عقیدې په جوړولو کې یې خورا ډېر اهمیت درلود.»
استانبول ښار کې د نوموړې ژوند د هغې پر لیکوالۍ هم اغېز کړی دی، د نوموړې په ډېریو اثارو کې د استانبول ښار انځور د لمر غوندې روښانه دی، لامل یې دا خپله په استانبول کې د نوموړې ژوند او خوږې خاطرې بولي. الیف په دې اړه وايي:
«استانبول زما لپاره تر ټولو غوره ښار دی. دغه ښار کې ژوند کولو ماته مینه را زده کړه، په دغه ښار کې هر څه د نورو ځایونو په پرتله خواږه او ښه وو. ماشومتوب مې دغه ښار کې له خورا ښو خاطرو سره ملګری و، په داسې حال کې چې پلار مې نه درلود، خو انا مې د ټولو ځای ډکاوه.
ماشومتوب د هر چا لپاره تر ټولو غوره وخت وي، خو زما لپاره بیا هغه وختونه نه هېرېدونکي دي. په تېره بیا د ښوونځي وختونه، کله چې به زه ښوونځي ته تلم، انا به مې یوه زېړه مڼه او څو لېرې راکولې، د هغې مڼې خوند چې ما به په ښوونځي کې ترې لومړی کپ کاوه، تر اوسه مې له یاده نه وځي.»
د الیف مور له څو کلونو وروسته ډیپلوماټه شوه او الیف هم خپلې نورې زده کړې په عمان او د نوې ځوانۍ وختونه یې بیا په امریکا او انګلستان کې تېر کړل. په انګلستان کې ژوند کولو نوموړې دېته اړ کړه چې هسپانوي د ځان لپاره دویمه ژبه وټاکي او وروسته یې عربي او انګلیسي ژبو کې هم د زده کړې کورسونه واخیستل، څو پرې لیکل وکړای شي.
نوموړې دې ډېرو هېوادونو د فرهنګونو، ادابو او روسومو په اړه هم لیکنې کړې دي، چې ډېری خلک یې خوښوي. الیف یې لامل د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه او هلته تر یوه حده ژوند کول بولي. دا وایي، د نړۍ له بېلابېلو فرهنګونو سره زما بلدتیا د دې سبب شوه، څو داسې اثار خلق کړم چې د ډېرو خلکو خوښ شي او خوند ترې واخلي.
د (پټ) په نامه د الیف شافاک لومړنی رومان په ۱۹۹۸ ز کال کې خپور شو چې د هغه کال د غوره کتاب جایزه یې هم واخیسته. د نوموړې همدغه کتاب په ترکیه کې هم د کال د غوره کتاب جایزه وګټله، چې د نوموړې شهرت یې خورا ډېر کړ. هغې له هغه وروسته په ۱۹۹۹ ز کال کې د (ښار ایینې) په نامه یو بل رومان هم ولیک او خپور یې کړ، چې له ترکیې سربېره په ایران او عمان کې هم وژباړل شو. الیف په ۲۰۰۰ ز کال کې د محرم په نامه یو بل ناول ډېره مشهوره کړه چې په همغه کال یې په ترکیه کې د ټول کال د ډېرو پلورل شویو کتابونو په سر کې ځای ونیو. د هغې یو بل رومان چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې چاپ کړ، له ترکیې سربېره په عمان، ایران، فرانسه او امریکا کې هم وژباړل شو او ډېر وپلورل شو.
نوموړې وروسته له هغه بندي شوه چې په ۲۰۰۶ ز کال کې یې د (استانبول حرامي) په نامه کتاب چاپ ته لاړ. نوموړې دغه کتاب کې د ترکانو او ارمنیانو له اړیکو پرده پورته کړې وه. د الیف دغه کتاب د دې لامل شو چې نوموړې څلور میاشتې بند تېر کړي. نوموړې په دې جرم بندي شوه چې ویل کېدل، په دغه کتاب کې یې د ترکانو هویت او غرور ته سپکاوی کړی دی. خو له بند وروسته یې محکمې د بند د دوام لپاره پوره شواهد نه لرل.
شافاک واده کړی دی او دوه اولادونه لري، نوموړې په زندان کې وه چې لومړنی اولاد یې پر ګېډه و. له بنده تر ازادېدو وروسته یې لومړنی اولاد دنیا ته راوړ چې له فزیکي اړخه یې خورا کمزورې کړه. نوموړې ترکۍ لیکوالې په خپل څلورم کتاب (تور زمري) کې د خپل ژوند په اړه هم لیکلي دي.
د الیف شافاک د (تور زمري) په نوم کتاب چې په لومړي ځل په ۲۰۱۰ ز کال کې چاپ شو، له څلورو- پنځو ورځو وروسته ټول وپلورل شو او د نوموړې د شهکار اثر نوم یې خپل کړ. په ترکیه کې د دغه کتاب ډېر پلور نوموړې د نړۍ په کچه هم ډېره مشهوره کړه.
د نوموړې یو بل کتاب چې د (مینې څلوېښت اصول) نومېږي، پر ایران، ترکیه، عمان او نورو هېوادونو سربېره پښتو ته تکړه ژباړن میراحمد یاد هم ژباړلی دی.
د نوموړې دا کتاب په ایران کې د کال په تر ټولو ډېرو پلورل شویو کتابونو کې راغلی دی.
په فارسي کې د نوموړې تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه دا دي: آییه های شهر، شپش پالاس، من و استادم، اسکندر، شمس پاره او یوڅو نور، خو یاد شوي کتابونه په ایران کې د نوموړې شهکار رومانونه هم بلل شوي دي.
شافاک په دې وروستیو کې پر افغانستان سربېره په ایران کې هم ډېر شهرت پیدا کړی دی او وروستیو چاپ شویو رومانونو یې په ایران کې خورا ډېر لوستونکي پیدا کړي دي. د نوموړې د (ملت عشق) په نامه کتاب په ایران کې په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب دی. کولی شو ووایو چې شافاک نه یوازې په ترکیه، ایران او افغانستان کې مینه وال لري، بلکې په انګلستان او فرانسه کې هم ډېر محبوبیت لري.
دا چې دې ولې دومره شهرت پیدا کړ دوه لاملونه دي:
لومړی دا چې هغې یو کتاب هم د ځانګړې طبقې لپاره نه دی لیکلی، بلکې په نړۍ کې یې د ډېرو خلکو لپاره لیکلي دي. په دې اړه دا خپله وایي:
«ما هېڅ کتاب هم د دې لپاره نه دی لیکلی چې څوک یې لولي او څه ډول خلک یې باید ولولي، خو هڅه مې دا کړې چې ټولو کتابونو کې مې داسې موارد را واخلم چې د ټولو لپاره مهم وي، ځکه خو یوازې د ادبیاتو او قلم خاوندانو لپاره جالب نه دي. بل لامل دا دی چې بې تکلفه مې لیکلي دي او هېڅ داسې کلمات مې پکې نه دي راوړي چې خلک ورسره ستونزو کې مخ شي یا سم پرې پوه نه شي. په تولو کتابونو کې مې هڅه کړې چې ساده الفاظ ولیکم او ډېر یې ونه پېچم.»
نوموړې په ټولو کتابونو کې هڅه کړې چې ساده الفاظ وکاروي او ټول اثار یې هغه که تاریخي، ټولنیز او هر ډول کتابونه دي، ټول یې د کیسې په ډول لیکلي دي.
د الیف د کتابونو د ډېر پلور بل لامل دا دی چې هغې بېلابېل موضوعات په ډېر ښه شکل د خلکو تر لاسونو رسولي دي.
شافاک لکه څنګه چې د مختلفو موضوعاتو په لیکلو کې کنجکاوه او زړوره ده، د ټولو هغو موضوعاتو په لیکلو کې هم زړوره ده چې دا غواړي ویې لیکي.
لیکوالان یې د بندي کېدو لامل هم همدا موضوع یادوي. دوی وایي، هغې له ارمنیانو سره د ترکانو ظلم بې له وېرې په خورا ښه شکل لیکلی دی، دا تاریخي روایت هغې په داسې شکل کیسه کړی چې که هر څومره ولوستل شي، هېڅ ستړي کوونکی نه دی.
فرانسوی لیکوال رادمیر د الیف شافاک په اړه وایي:
«کله مې چې د شافاک د بندي کېدو اوازه واورېده، پوه شوم چې هغه حتماً د خپلې زړورتیا قرباني شوې ده. ماښام و چې ټلوېزیون مې روښانه کړ، د الیف شافاک د بندي کېدو خبرې سخت خپه کړم. هغه زما له وړاندوېنې سره سم په هغه تور بندي شوې وه. د هغې د بندي کېدو لامل دقیقاً د هغې هغه کتاب و چې په همدې ورځو کې چاپ شوی و. د (استانبول ارمونی) نومي کتاب کې هغه ظلمونه لیکل شوي چې ترکانو له ارمنیانو سره کړي وو.»
هغې د نړۍ په کچه د ادبیاتو او دغه راز د ډېرو پلورل شویو کتابونو په برخه کې ډېرې معتبري جایزې ګټلې دي.
شافاک اوس په لندن کې اوسېږي او وایي، د نړۍ د اوسني وضعیت په اړه اندېښمنه ده. نوموړې په نړۍ کې د روانو بې بندوباریو په اړه هم اندېښنه ښيي او وایي چې په ټوله نړۍ کې وضعیت په تېره بیا د بیان ازادي، د بشر حقونه، ډیموکراسي او ځينې نور موارد کلک په خطر کې دي چې باید د سمون لپاره یې په پوره جرئت ګام واخیستل شي.