دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

فیجي

حشمت الله نوري

فبروري 4, 2019
in راشه ورشه
0 0

فیجي په جنوبي ارام سمندر کې د ختیځو طول البلدونو د ۱۷۸ او ۱۷۷ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۱۶ او ۱۹ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۷۱۰۰ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۶۷م لوی هېواد دی.

دغه هېواد له څلورو خواوو څخه د ارام سمندر اوبو کلابند کړی، خو په لرې واټن کې شمال ته یې فرانسه، جنوب ته یې نوی زیلنډ، ختیځ ته یې تونګا او لوېدیځ ته یې کالیډونیا او اسټرالیا موقعیت لري.

دغه هېواد د استوا کرښې ته د نږدېوالي له کبله توده او د ارام سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله لنده سمندري هوا او ډېر اورښت لري.

فیجي له ۳۳۲ لویو او کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. دا د نړۍ تر ټولو لوی ټاپوګان دي چې د غرنیو اورغورځوونکو د فعالیت له امله جوړ شوي دي. پلازمېنه یې د سوا ښار دی، نفوس یې څه باندې ۹ میلیونو کسانو ته رسېږي چې په هر کیلومتر مربع ساحه کې یې۴۷ تنه ژوند کوي.

۶۰ سلنه وګړي یې په ښارونو کې مېشت دي او پاتې ۴۰ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې د دریو ماشومانو د درلودو اجازه لري. ۵۸ سلنه وګړي یې هندیان، ۳۸ سلنه یې روتومان او پاتې نور یې له بېلابېلو نژادونو دي. دغه راز ۵۷ سلنه وګړي یې پروټسټانټ، ۱۰ سلنه یې رومن کاتولیکان، ۳۰ سلنه یې هندوان او پاتې نور یې له بېلابېلو نژادونو څخه دي. انګرېزي، فیجي او هندي یې رسمي ژبې دي، خو لیکدود یې لاتیني دی.

فیجي د اداري وېش له پلوه په ۴ برخو او یوه تړلې سیمه وېشل شوی دی. لاوتوکا، ناندی سوا، ناوسوري او لامباسا یې لوی او ډېر نفوس لرونکي ښارونه دي.

د دغه هېواد اساسي قانون په ۱۹۷۰ ز کال کې نافذ شوی دی. دغه قانون یو ځلې د ۱۹۸۷ ز کال د اکټوبر په لومړۍ او بیا د ۱۹۹۷ ز کال د جولای په ۲۵مه ځنډول شوی دی.

د دغه هېواد د قانون له مخې، ولسمشر د مشرانو جرګې له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي، خو له ۲۰۰۶ ز کال راپدېخوا د جرګې دا پرېکړه ځنډول شوې ده. د دغه هېواد د لومړي وزیر ټاکنه د ولسمشر دنده ده. د کابینې وزیران د ولسي جرګې د غړو له منځ څخه د لومړي وزیر له خوا ټاکل کېږي چې ولسي جرګې ته مسوول دي. د فیجې پارلمان دوې جرګې لري. لومړی د مشرانو جرګه چې ۳۲ غړي لري. ۱۴ غړي یې د ولسمشر له خوا د مشرانو جرګې په خوښه، ۹ یې د مخالفو ګوندونو د مشرانو له خوا او پاتې ۸ نور یې د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا او یو د روتوما د سیمې د جرګې له خوا ټاکل کېږي. دویمه ولسي جرګه یې ۷۱ غړي لري چې ۲۳ تنه یې د فیجیانو، ۱۹ یې د هندیانو، ۳ یې د نورو نژادي ډلو، یو د روتوما د سیمې د خلکو او ۲۵ د خپلواکو کسانو لپاره د فیجي د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړیو د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د دغه هېواد حقوقي نظام د انګلستان د حقوقي سیسټم له مخې جوړ شوی دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی. د فیجي د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد قضایه قوه پوره خپلواکه ده چې مشر یا قاضي القضات او اته مرستیالان یې د ولسمشر له خوا د لومړي وزیر په سلا ټاکل کېږي.

د فیجي کارګر ګوند، د فیجي سیاسي ګوند، د فیجي ولسواک ګوند، د کارګرانو د یووالي ګوند، د خپلواکۍ او عدالت ګوند او د ملي یووالي ګوند د دغه هېواد له لویو او مخکښو ګوندونو څخه دي.

دغه هېواد د ۱۹۷۰ ز کال د اکټوبر پر ۱۰مه له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته، نو له همدې کبله د اکټوبر ۱۰مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.

دغه راز فیجي په ۱۹۷۰ز کال کې د ډېرو نړیوالو ټولنو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.

دغه هېواد د ځنګلونو، کانونو او کبانو د لرلو له امله، د ارام سمندر په ټاپوګانو کې ډېر پرمختللی اقتصاد لري. د بورې صادرات او د سیلانیانو ورځ پر ورځ پیاوړی کېدونکی صنعت او په بهر کې د دغه هېواد د کارګرو ځوانانو عواید، دغه هېواد ته پرېمانه بهرني اسعار راوړي. بوره د فیجي د ټول صنعتي تولید درېیمه برخه جوړوي. دغه هېواد ته هر کال له ۴۰۰ تر ۵۰۰ زرو بهرني سیلانیان ورځي او هلته د الوتکو د ټکټونو، هوټلونو، ټکسي ګانو، ډوډۍ، تفرېح او سوغاتونو لپاره پرېمانه پیسې لګوي.

د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ په نړۍ کې د بورې له بیو سره تړاو لري. اوس اوس اروپایي ټولنې ته د فیجي صادرات ځانګړی امتیاز لري، خو که دا ټولنه په خپلو هېوادونو کې د بورې د بیې سبسایډۍ لرې کړي، د فیجي اقتصاد ته به ځکه زیان ورسېږي چې بوره د فیجي د صنایعو په سکټور کې ۴۰ سلنه ونډه لري.

په دغه هېواد کې د ۲۰۰۶ ز کال له کودتا وروسته، دغه هېواد ته د ورتلونکو سیلانیانو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د فیجي اقتصاد له اوږدې مودې راهیسې له ډېرو ستونزو سره مخ دی چې له ډلې یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لږ پانګونه او کار د ځمکو د مالکیت غیر یقیني حالت، د بودجې د مدیریت په کار کې د حکومت کمزورتیا او د بهرنیو مرستو درېدل یا کمېدل یادولی شو. په تېرو لسو کلونو کې په کویټ او عراق کې د فیجي د ځوان کارګرانو عواید د جګړو له امله ډېر کم شول، خو له دې سره سره، د فیجي اقتصاد اوسمهال ښه لور ته روان دی.

د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید کچه ۴۰۵۰ میلیاردو ډالرو او د سړي سرکلني عاید کچه یې بیا ۵۴۱۱ ډالره اټکل شوې ده. دغه راز د دغه هېواد ۱۵ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

تورېزم، بوره، جامې، ناریال، طلا، نقره، چارتراش لرګي او داسې نور کاني توکي د دغه هېواد په صنعت کې عمده رول لري.

د فیجي ۱۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۱۵ سلنه خاوره څړځایونو او پاتې نوره ځنګلونو، غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۷۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او ۱۱ سلنه ناخالص کورني تولیدات یې هم له همدغه سکټور څخه لاسته راځي.

لرګي، تنباکو، ګني، قهوه، سونډ، وریجې، کچالو، مېوې، سابه، غوښه، هګۍ، لبنیات او واښه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.

د فیجي دولت له ۱۹۶۰ ز کال راپدېخوا خپل هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو د بللو لپاره ډېر کار کړی دی. دوی د فیجي په ښکلو سیمو کې ډېر ښکلي باغونه او هوټلونه جوړ کړي چې بهرنیان په ارزانه بیه مني. د جاپان، امریکا، اسټرالیا او نوي زیلنډ د الوتکو ځینې غټ شرکتونه فیجي ته د سیلانیانو له وړلو راوړلو سره مرسته کوي، چې هر کال په منځنۍ توګه ۴۰۰ زره بهرني سیلانیان دغه هېواد ته سفر کوي.

د دغه هېواد د صادراتو ټوله بیه ۶۵۰ میلیون ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي. امریکا، اسټرالیا، جاپان، چین او تونګا د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان دي.

دغه راز فیجي ۶۰۰ د اورګاډي پټلۍ او ۳۰ هوایي ډګرونه لري چې ۸ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۶۷۹ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اېف جې دی چې ۲ لکه وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

د دغه هېواد ټلوېزیون د هېواد د اطلاعاتي سوداګریز شرکت درې شبکې لري. لومړۍ یې وړیا او دولتي ده، خو دویمه او درېیمه یې په پیسو کتل کېږي.

په فیجي کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۸ سلنه خلک، نارینه ۹۷ سلنه او ښځې ۹۵ سلنه په لیک او لوست پوهېږي او زده کړې په دغه هېواد کې له ۶ تر ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیوځوانانو لپاره جبري دي.

مورخین لیکي چې د میلانیزي او پولي نیزي د نژاد ځینو خلکو نږدې ۳۰۰۰ کاله پخوا د فیجي په ټاپوګانو کې ژوند کاوه. پولي نیزیان لومړی دې سیمې ته راغلي وو، له دوی څخه ۱۵۰۰ کاله وروسته ملانیزیان هم دغو ټاپوګانو ته ورسېدل. په هغو کلونو کې د فیجي اوسني ځیني ټاپوګان په ټول ارام سمندر کې د ژوند او فرهنګ د پرمختګ نښې بلل کېږي.

ابیل تاسمان هغه لومړني اروپایان دي چې فیجي ته تللي دي او همدارنګه د انګلستان کپتان جمیزکوک د فیجي د واتو په ټاپوکې پلی شوی دی. مخکې له دې چې د انګلستان مامورین فیجي ته ورسېږي، د دغو ټاپوګانو مشر سلطان له امریکا څخه وغوښتل چې د دوی سیمه یا هېواد دې په ځان پورې وتړي چې دغه وړاندیز د فیجي د نورو ټاپوګانو د مشرانو له کلک غبرګون او مخالفت سره مخ شو او په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې.

په ۱۹۷۰ ز کال کې د فیجي پر اساسي قانون نوې کتنه وشوه. دغه قانون د فیجي بشپړې خپلواکۍ ته لار پرانیستله. د همدغه کال د اکټوبر پر ۱۰ مه فیجي د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو د جرګې غړی شو. د قانون جوړولو ټولنه پر ولسي جرګه بدله شوه، مشرانو جرګه منځته راغله او کمیسس مارا د نوي دولت د لومړي وزیر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د فیجي نوم نشته، نو له همدې کبله دا دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.

له افغانستانه تر فیجي پورې د هوا له لارې فاصله ۱۲۹۴۶ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز  د کابل او سوا ښارونو ترمنځ د وخت توپیر هم  اته نیم ساعته دی.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026

اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In