شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

له ۷۵ کلونو راهيسې د چين هڅې او لاسته راوړنې د ستاینې او پام وړ دي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

سپتمبر 29, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د اکتبو لومړۍ نېټه به د چين د ولسي جمهوریت د جوړېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابره وي. له ۷۵ کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ سره په دې هېواد کې ستر بدلونونه راغلي او په بېلا بېلو برخو کې يې پرمختګونه موندلي دي. د چين له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره سره د دغه هېواد او نورو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ هم زیات شوی او ګڼ شمېر بهرنيان چين ته راغلي او د دغو پرمختګونو عيني شاهدان دي.

د نوي چين د ۷۵مې کاليزې د رارسېدو په درشل کې د چين د سي جي ټي اېن خبريالې د افغانستان د باختر خبري اژانس له خبريال او د صدای پروان راډيو له مسؤل مدير احمد زبیر حسرت سره مرکه وکړه او د چين د پرمختګ په باب يې د ده نظر واورېد. هغه وويل چې د نوي چين د اعلان له ۷۵ کلونو راپدېخوا د چين د حکومت او وګړو هڅې او لاسته راوړنې د ستاینې او پام وړ دي.

د ۱۹۴۹م کال د اکتوبر لومړۍ نېټه هغه ورځ وه چې له هغې ورځې راپه دې خوا چين او ولس يې د پرمختګ څرک پيدا کړ او د هغوی د برياوو او پرمختګونو لړۍ هم پیل شوه. هغه وويل چې چین هېواد ټولو نړیوالو ته د اقتصادي پرمختګ لپاره بېلګه ده، د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د چیني وګړو او چارواکو هڅې د ستاينې وړ دي، د چین هېواد پرمختګ نه یوازی دا چې خپله چیني وګړو ته مثبتې او ارزښتناکې پایلې درلودلي بلکې د سیمې ټولو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت یې هم خورا مثبت اغیز درلودلی دی.همدارنګه چين په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه هم کولی شي چې د اقتصادي همکاريو د زياتولو، د سیمه‌ يیزو اړیکو، ټرانسپورټي زیربناوو، د انرژۍ توليد، سوداګریزو فعالیتونو، د صنعتي کېدو، مالي خدمتونو، زراعتی همکاريو، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، فقر له منځه وړلو، په سیمه کې د امنیت او ثبات ټیګښت، د معیشت فرصتونو زیاتوالي، د سیاحت پراختیا تر څنګ د  زده کړو او تعلیمي وړتیاوو رامنځته کولو برخه کې خورا مثبت رول ولوبوي.نو ویلی شو چې له تېرو څو لسيزو راهيسې نه یوازې په سيمې کې بلکې په ګرده نړۍ کې د چین اغیز ورځ تل بلې زيات شوی، نو ټولې نړۍ بايد د پرمختګ د يوې بېلګې په توګه ور ته وګوري.

د ښاغلي  حسرت  په اند د چین څو لسيز کلن پرمختګ له افغانستان سره د دې هېواد پر اړيکو هم مثبت اغيزلري. هغه وويل، دا چې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو مخینه۶۹ کلونو ته رسېږي او چین هېواد تل د دواړو لوریو ګټو ته په ژمنتیا سره افغان حکومتونو ته د دوستۍ او همکارۍ ډاډ ورکړی او عملي ګامونه يې اخیستي، نو افغانان به د چین هېواد یادې مرستې او همکارۍ هېرې نکړي او هیله لرو چې یاده دوستي لا پیاوړې شي او نوره هم وغځیږي. چین په سیمه کې پر اقتصادي ښکېلتيا او سوداګريزې پراختيا سربېره د بیا رغونې پر پروژو پانګونې کړي  چې د افغانستان لپاره د زیربناوو په رغولو، د اقتصاد په ژوندي کولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې رغنده رول لوبوي او یادې هیلي د دې لامل شوې چې افغانان او سیمه ییز هېوادونو ته د سیمي پرمختګ، بیارغونې او سیمه ‌يیز پيوستون او همکاریو لپاره د هیلو څرک پیدا شي.افغانان هم هیله لري چې د بدخشان واخان سړک په جوړیدا او د ميسو عینک  کان او نورو ورته پروژو په پلي کولو سره د دواړو خوواوو اړیکي لا پیاوړې شي او د افغانانو له هیلو سره سم چین هېواد د افغانستان اقتصادي پراختیا کې لویه ونډه واخلي.

د مرکې په پای کې ښاغلي حسرت داسې ويلي، د نوي چين د کاليزې په رارسېدو سره د چین  ټولو اتلو وګړو ته د یادې ورځې مبارکي وایم او د دوی د قربانیو او هڅو قدرداني کوم. د چین په پراختیا، سمسورتیا او اوسنۍ اقتصادي پياوړتیا کې د چیني وګړو او چارواکو ترمنځ همغږي، ښې اړیکې او د هېواد پرمختګ ته ژمنتیا د ستایلو ده. هیله لرم نور هېوادونه او ولسونه هم له دوی څخه عبرت واخلي او ددوی په قدم قدم کېږدي او خپل هېوادونه پر ځان بسيا کړي.

(撰稿:余海芳 初审:唐诗玉 审定:陈重 签稿:席猛)

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In