د نړۍ تر ټولو لوی او غښتلی فاسټ يا چټک دوربین د چین د ګوې جو ولایت په پينګ تانګ ولسوالۍ کې دی، چې د ډېرو خلکو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
ډېرو سیلانيانو د چين د ملي جشن د رخصتۍ په درشل کې له ياد دوربين څخه د لېدنې په موخه د ګوې جو ولایت پينګ تانګ ولسوالۍ ته مخه کړې ده.
چين دغه دوربین د ۲۰۱۶م کال په سپتمبر کې جوړ کړی او د فضا د اکتشافي چارو او د نړیوالو تبادلو او همکاريو لپاره يې ځیراکتیا برابره کړې ده.
فاسټ يا چټک دوربین د چین د تخنیکي نوښتونو یوه نښه بلل کېږي.
سږ کال د چین ولسي جمهوریت د تاسیس ۷۵مه کلیزه ده او په تېرو ۷۵ کلونو کې یې د سپوږمکیو توغولو، د فضا او سمندر د اکتشاف او ګړنديو اورګاډيو په شمول ګڼ شمېر برخو کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. چین اوس د نړۍ د تخنیکي نوښت په برخه کې مهم ځای نيولی دی.
د نړۍ د پوهنې ملکیت حق سازمان څو ورځې مخکې د سږني کال نوښتي ګراف خپور کړی، چې له مخې يې د چین ځای د نړۍ ۱۱م مقام ته رسیدلی او په مخکښو ۳۰ مقامونو کې یوازېنی هېواد دی، چې د منځنۍ سویې عاید لرونکی اقتصاد لري.
د چین تخنیکي نوښتونو په تېرو ۷۵ کلونو کې نه یوازې د خپل هېواد د عصري کېدو بهیر لپاره کلیدي هڅونکی رول لوبولی، بلکې د ګردې نړۍ د ټکنالوژۍ او صنعتي ځراکتیا ابادي یې هم پرمخبېولې او د انسانانو د پرمختګ لپاره یې اغېزناک ځواک برابر کړی دی.
د روسیې علومو اکاډمۍ د چین او عصري اسیا د څېړنیزې ادارې مشر کريل بابیف ویلي، د چین سترې لاسته راوړنې د دایمي پلان د ټاکلو په هکله د دغه هېواد پياوړی توان او د دغه هېواد د حکومت او خلکو د پياوړي اجرائیوي توان نتیجه ده. نوموړي پوره باور ښودلی، چې چیني شکله عصري کېدو بهیر به په هراړخیزه ډول مخ ته لاړ شي.
ښاغلي بابیف د چین د ټکنالوژۍ د پرمختګ مهم لامل هم په ډاګه کړی او ويلي يې دي، چې دغه هېواد پخپله کوښښونه کوي او په خپلواک ډول تخنیکي نوښتونه او څېړنې کوي.
ځينو هېوادونو په وروستیو لسګونو کلونو کې، د چين پر تخنيکي چارو په داسې حال کې بندیزونه لګولي، چې په نړۍ کې د پېړۍ پراخ بدلونونه روان دي او د نړیوال اقتصاد د پرمختګ وده کمزورې ده، خو چين په خپلې خوښې د لوړې ټکنالوژۍ نوښت پرمخبیايي او د ټکنالوژۍ او صنایعو د نوې دورې انقلاب او فرصت په کارولو سره ګټې ترلاسه کوي او یو لړ بریالیتوبونه یې خپل کړي دي.
په دې جمله کې د نوې انرژۍ د صنایعو پرمختګ د چین یوه نوې نښه ده، چې نه یوازې د ګردې نړۍ تولیدي ځنځیرونو ته یې حیاتي ځواک برابر کړی، بلکې د اقلیمي بدلون ضد د نړیوالې مبارزې او د انرژۍ د زرغون بدلون په برخه کې يې هم مهم خدمتونه ترسره کړي دي.
چین پر دې باور لري، چې د ټکنالوژۍ نوښت له همکاريو او پرانیستې رویې پرته نه ترسره کېږي او دا د چین د ټکنالوژۍ د پرمختګ يوه بله مهمه تجربه ده. چین تر اوسه د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او سیمو سره د ټکنالوژۍ همکاریزې اړیکې ټينګې کړي او د حکومتونو ترمنځ يې ۱۱۸ اړوند همکاریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
سربیره پر دې، چین د ګردې نړۍ د تخنیکي اصولو او اجنډا د ټاکلو، د اداري اصلاحاتو، د عامې روغتیا او پاکې انرژۍ په شمول ډېرو موضوعاتو کې فعال ګډون لري او تر اوسه یې څه دپاسه ۲۰۰ نړیوالو سازمانونو یا څواړخیزو نظامونو کې برخه اخیستې ده.