جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

په کابل کې د هوا ککړتیا؛ ژمي ته د چمتووالي لپاره بیړني اقدامات اړین دي

دسمبر 8, 2024
in دریځ
0 0

د ژمي په پیل کې په کابل ښار کې د هوا ککړتیا یوه تکراري او جدي ستونزه ګرځېدلې ده، چې د ښار اوسېدونکي هر کال له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ کوي. د کورونو، نانوایانو او حمامونو د تودولو لپاره د ټیټ کیفیت سون توکو لکه ډبرو سکرو، لرګیو او حتی پلاستیکونو کارول د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
په وروستیو کلونو کې د کابل د هوا ککړتیا نړیوالو معیارونو ته په کتو خطرناک حد ته رسېدلې ده، چې د تنفسي ناروغیو، قلبي ستونزو او نورو جدي روغتیايي زیانونو لامل ګرځي. د ژمي په دې سړه هوا کې د تودوخې لپاره د سون توکو غیر معیاري استعمال د ککړتیا کچه نوره هم لوړه کړې ده، چې د خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.
اړینه ده چې افغان سرپرست حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره بیړني ګامونه پورته کړي. په دې برخه کې لومړی ګام د ټیټ کیفیت سون توکو د کارونې جدي مخنیوی دی. د دې تر څنګ، اړینه ده چې د معیاري او چاپېریالي پاکو سون توکو کارونه تشویق شي او خلکو ته د سون توکو اسانه او ارزانه لاسرسی برابر شي.
د کابل ښار د پاکوالي لپاره باید د موټرو تخنیکي معاینات جدي ونیول شي او د هغو زړو موټرو تګ راتګ محدود شي چې د هوا د ککړتیا لوی لامل دي. همدارنګه، د ښار د شنو ساحو پراختیا، د ونو کرل، او د شنه چاپېریال رامنځته کولو لپاره پراخې پروژې پيل شي. د صنعتي سیمو فعالیتونه باید د چاپېریال ساتنې اصولو ته ژمن وي او د زهرجنو ګازونو خوشې کول یې جدي کنټرول شي.
د خلکو عامه پوهاوی هم یو مهم اړخ دی. د هوا د ککړتیا په اړه د پوهاوي پروګرامونه باید پیاوړي شي ترڅو د کابل ښاریان د چاپېریال پاک ساتلو په ارزښت پوه شي او د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي. خلک باید په خپلو کورونو او سوداګریزو ځایونو کې د سون توکو کارولو پر مهال د چاپېریال اصولو ته پاملرنه وکړي.
د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره، اړینه ده چې د کابل ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې اداره، د عامې روغتیا وزارت او اړوندې نورې ادارې همغږي شي. یوه ملي طرحه باید جوړه شي چې د چاپېریالي پروژو پلي کول، د ونو کرنه، د سړکونو پاکوالی او د زړو موټرو محدودول پکې شامل وي.
که افغان سرپرست حکومت د دې ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات ونه کړي، د هوا ککړتیا به نه یوازې د اوسېدونکو روغتیا بلکې د ښار د اقتصادي وضعیت لپاره هم جدي ننګونې رامنځته کړي. هر ډول ځنډ د ستونزې لا زیاتېدو او د خلکو د ژوند له خطر سره مخ کېدو معنی لري. د دې ستونزې دوام به په راتلونکي کې د یوه ستر بشري ناورین سبب شي چې د مخنیوي لپاره یې همدا نن باید اقدام وشي.
په پای کې، کابل د افغانستان پلازمېنه د یوه پاک او صحي ښار په توګه یې رامنځته کول د حکومت، خلکو او ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري. که د هوا ککړتیا ستونزه له پامه وغورځول شي، منفي اغېزې به یې د خلکو په ژوند، اقتصاد او روغتیا سختې تمامې شي. حکومت باید دا جدي ننګونه د ملي لومړیتوب په توګه ومني او ژر تر ژره د هغې د حل لپاره اړینې کړنې ترسره کړي. د یوه پاک، سمسور او صحتمند کابل لپاره ګډ کار او مسؤلیت ته اړتیا ده.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نړيوال بانک: د امريکا او ايران دوامداره شخړه ښايي د نړيوال اقتصاد پرمختيايي سرعت ۱.۳ سلنې ته ټيټ کړي

جولای 23, 2026

امريکا: پر ايران مو د نوي پړاو بريدونه پيل کړل

جولای 23, 2026

سعودي عربستان له امريکا سره د اټومي انرژۍ همکاريز تړون لاسليک کړ

جولای 23, 2026

وانګ يي د امريکا له خارجه وزير انټونیو روبیو سره ولیدل

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In