ملګري ملتونه وايي، طبیعي پېښې ځمکه ويجاړوي او هر کال نړيوال اقتصاد ته شاوخوا ۴۰۰ ميليارډه ډالره زيان اړوي او دغه ستونزه د اقليمي بدلونونو له امله، چې په هغه کې صحرايي کېدل، لوړه تودوخه، اوږدمهاله وچکالي او بې وخته او بې موسمه بارانونه راځي، لاپسې سختېږي.
د صحرا اداره په نړۍ کې له ډېرو سختو ستونزو څخه ده او عمده لاملونه یې دا ښودل شوي، چې د صحرا چاپېريال سخت وي او د ادارې لګښتونه يې ډېر او اداري تخنيکونه يې پېچلي وي.
تکلماکان صحرا د چين د شينجيانګ په جنوب کې موقعیت لري، مساحت یې شاوخوا درې لکه اووه دېرش زره او شپږ سوه کيلو متره مربع ښودل شوی دی او دا په دغه هېواد کې تر ټولو لویه دښته او په نړۍ کې د روانو رېګونو دویمه لویه صحرا بلل کېږي.
تکلماکان صحرا ته په اویغوري ژبې کې ”د مرګ سمندر “هم وايي. د دې سیمې خلک داسې انګيري، که څوک په دغې صحرا کې يوه ټوټه مزل وکړي، نو بیا ژوند بایلي او روغ ترې نشي وتلی.
تکلماکان صحرا ډېر وچ اقليم لري، هميشه پکې د باد او شګو توپانونه پورته کېږي او ډېر کله پر نږدې ابادو سیمو ګردونه او شګې ورېږي.
د شينجيانګ ګڼ شمېر ښېرازې سیمې مخکې د تکلماکان صحرا د وچ اقلیم او رېګونو له امله له ننګونو سره مخ وې او ابادې ځمکې یې پر صحرا بدلېدې.
د تکلماکان صحرا د محيط اوږدوالی درې زره او شپږ څلوېښت کيلومتره ښودل شوی او د چين حکومت د دغې صحرا د مساحت د پراخېدو د مخنيوي په پار چارچاپېر کې نيالګي کېنولي او زرغون شوي دي. دغو ځنګلونو ته د لوی زرغون دېوال نوم هم اخيستل کېږي.
چين په ۱۹۷۸م کال کې د صحراوو د پراخېدو د مخنيوي په پار د درې شمال پروژه شروع کړې، چې په چوکاټ کې یې د دغه هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځ کې ۴.۹ ميليونه کيلومتره صحرايي سیمې په ځنګلونو پوښل شوې دي. دا هغه سيمې دي، چې سخت ريګي توپانونه یې درلودل او ښېرازې ځمکې یې د صحرايي کېدو ګواښ سره مخ کړې وې.
چين د دغې پروژې په بشپړولو سره ۶.۵ ميليونه هکتاره صحرايي شوې ځمکه بېرته اباده کړه او د اصلي صحراوو څنډې يې بیا په نښه کړې او اوسمهال د دغه هېواد په شمال کې د ريګي توپانونو څپې خورا کمې شوې دي.
باد د صحرا رېګونه يوه او بله خوا خوروي، خو ځنګلونه یې تم کوي.
چينايان په صحراوو کې د “سو سو” په نوم نباتات کري، هر بوټی یې د ۱۰ متره مربع شګلنې ځمکې د خورېدو مخه نيسي او د دې ترڅنګ د “ژو څونګ ژونګ” په نوم نباتات، چې قيمتي درمل ترې جوړېږي، هم کري، چې دا بوټی بیا د سو سو په رېښو کې ښه وده کوي.
دوی په شګلنو سیمو کې ياد دواړه نباتات یو ځای روزي، چې دا چاره يې هم د صحرا د خورېدو مخه نيسي او هم د کروندګرو عواید زیاتوي.
دا د سیسټماټيکې نظريې کاري طریقه ده، یعنې ټولیز او ځانګړي حالتونه پکې په ګډه تحلیل او حل کېږي.
د ۲۰۲۳م کال تر پايه، د تکلماکان صحرا په چارچاپېر کې د زرغون کمربند عمومي اوږدوالی دوه زره اووه سوه او يو شپيته کيلومترو ته رسېدلی و، خو د دغې صحرا د جنوبي او جنوب ختيځې خواوو ترمنځ کابو دوه سوه او پنځه اتياوو کيلومترو په اوږدوالي تش ځای پاتې و، چې دا د تاکلماکان صحرا د ادارې په بهير کې وروستۍ ستونزه بلل کېده.
شاوخوا شپږ سوه زرو کسانو د تکلماکان صحرا د ياد تش ځای د زرغونولو لپاره د بيولوژيکي پروژو، د شګو د خورېدو د مخنيوي او د سولر سیسټم د پروژو په شمول د صحرا د ادارې په ډول ډول پروژو کې ګډون کړی و او د ۲۰۲۴م کال د نومبر د اته ويشتمې نېټې په سهار، د خوتن په کيريا ولسوالۍ کې د وروستي ګلاب په کېنولو سره د دغې صحرا د زرغون کمربند د ابادۍ پروژه بشپړه شوه.
د چين شمالي سیمې يو وخت له سختو ريګي توپانونو سره مخ وې، خو اوس اقليمي ثبات تجربه کوي او د چاپېریال خورا لږې ستونزې لري.
د شينجيانګ سیمه ييز حکومت له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د تاکلماکان صحرا په چارچاپېر کې د نيالګيو او بوټو د کېنولو لپاره هلې ځلې کړې دي.
که په دغو ځايونو کې د روانو رېګونو او شګو د مخنيوي لپاره اغېزمن کارونه ترسره شوي نه وای، نو د تکلماکان صحرا شګو او روانو ریګونو ورو ورو د خلکو کرنیزې ځمکې او حتی کورونه هم لاندې کول او مساحت به يې نور هم پراخ شوی وای.
چين له تېرو څو کالونو راهیسې د تکلماکان صحرا د شګو او رېګونو د پراخېدو د مخنيوي لپاره د صحرا په لمنو او شاوخوا سیمو کې نيالګي کېنوي، واښه، ونې او نباتات پکې کري او په ډېرو صحرايي سیمو کې یې کرکيله پېل کړې او د سولرونو د ځای پر ځای کېدو په شمول مختلفې لارې یې کارولې دي.
چيني متخصصینو د بېلا بېلو شګلنو سیمو لپاره ځانګړې کڅوړې جوړې کړي، د واښو تخمونه او خاورې يې پکې اچولي او په همدې لارې يې په وچو سیمو کې بوټي روزلي دي. دا طریقه د لمر، اوبو، خاورې او شګې ترمنځ همغږي او د سیسټماټيکې نظريې د عملي کولو ښکارندويي کوي.
په تکلماکان صحرا کې د شګو او رېګو د مخنيوي او ایکلوژیکي چاپېريال ساتنې پروژه د تېر کال د نومبر په ۲۸مې نېټې بشپړه شوه او ۶۶ ميليارده ونې پکې کرل شوې دي.
چين د تکلماکان صحرا د زرغون کمربند د جوړولو او د سخت طبيعي چاپېريال پر وړاندې سخته مبارزه کړې، چې د بشر تاريخ کې نادره چاره بلل کېږي او په کوردننه او بهر یې پراخې پاملرنې را جلب کړې دي.
د تکلماکان صحرا د زرغون کمربند په جوړولو کې له ټکنالوژۍ هم ګټه اخیستل شوې او پرمختللي وسایل پکې کارول شوي دي، چې د ساري په توګه یې د سپوږمکيو له لارې د دغه بهیر څارنه او د اوبو لګولو څاڅکي سیسټم یادولی شو.
د تکلماکان صحرا زرغون کمربند د دې ښکارندويي کوي، چې د شاړو او صحراوو سمسورول نه يوازې ممکن دي، بلکې د بدلون وړ هم دي.