د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روانې وري میاشتې په ۴مه نېټه به اوسلو کې د افغانستان سفارت خپل کونسلي خدمات بیرته له سره پیلوي. بهرنیو چارو وزارت ناروې کې د کونسلي خدمتونو بیا پیل یو مثبت ګام بللی دی. تر دې وړاندې د ناروې بهرنیو چارو وزارت سرچینو هم منلې وه، چې اسلو کې یې د افغانستان سفارت لپاره د سرپرست حکومت ډیپلوماټ منلی دی. سرچینې ویلي، د یاد افغان ډیپلوماټ لپاره یې د اوسېدنې یو کلن ډیپلوماټیک کارت هم صادر کړی دی.