دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

څنګه په کم وخت کې ډېر کار وکړو؟

ژباړه: امان الله«حنیفي»

مارچ 19, 2019
in ژوند
0 0

تمرکز نه لری، تل مو فکر یوه خوا بله خوا وي، له کار څخه ژر ستړي کېږی، ساعتونه ساعتونه وخت همداسې بې ځایه ضایع کوی، که هر څومره درته ستړی کوونکی او بې ګټې هم وي، خو بیا هم د نورو سیل کوی. له دې سره سره ټول پوهېږی، که مو لږ تمرکز راټول کړی، هرڅه به مو سم شي.

که یوه شېبه هم دقت وکړی، که مو د کم وخت لپاره حواس کنټرول او پر یوڅه یې راټول کړی، کولای شی په یوه وخت کې ډېر کارونه وکړی.

موږ  په همدې مقاله کې درته هغه لارې ښیو، چې په عملي کولو سره یې کولای شی، په کم وخت کې ډېر کار وکړی:

۱-له کاري چاپېریال سره مو ځان عیار کړئ

یو ښه او ارام کاري چاپېریال تر هغه، چې تاسې يې په اړه فکر کوی، ډېر ارزښت لري. څېړنې ښيي، که چېرې ستاسې کاري چاپېریال ښه همغږي ولري، ستاسې وړتیاوې هم ورسره لوړېږي. له دې سره سره، کولای شی ښه احساس ولری او د ډېر وخت لپاره مو پر یو کار تمرکز  وساتی.

له کاري میز نه مو پيل وکړئ، ایا هغه څوکۍ چې تاسې پر ناست یاستئ، تاسې په کې راحت یاستئ؟ ملا خو به مو درد نه په کې کوي؟ ستاسې کاري چاپېریال باید مناسبه روښنايي ولري او د هوا ګرموالی او سوړوالی یې هم باید په مناسبه اندازه برابر وي. که مو ټوله ورځ په کاري دفتر کې تېرېږي، ښه ده چې هرڅه یې داسې برابر کړی، چې تاسې ترې خوند واخلی.

کاري چاپېریال باید الهام ورکوونکی وي او تاسې ته یوه انګېزه درکړي. په کاري چاپېریال کې د سټرېس کموالی د دې باعث کېږي، چې تاسې نوې پنځونې وکړی او ورځ تر بلې مو کار په ښه ډول سرته ورسوی.

هڅه وکړئ چې په کاري چاپېریال کې هغه عوامل چې ستاسې وخت ضایع کوي، بیخي کم او د صفر درجې ته راورسوئ.

د بېلګې په ډول، که مو کوم همکار هره دقیقه ستاسې خوا ته راځي او له تاسې سره خبرې کوي، ښه ده چې هغه ته د خپل کار د ډېروالي په اړه ووایئ، وبښئ! کار مې پاتې دی، که زه دغه کار وکړم، ښه به وي. له هغو ملګرو چې ستاسې کاري وخت ضایع کوي، هیله وکړی چې دا خبرې به د ډوډۍ خوړلو په وخت کې وکړو. که دغه همکار مو داسې کس وي، چې ډېر وخت پوښتنې کوي، ښه ده چې په اونۍ کې یوه ورځ او یو ساعت ورته وټاکئ او د هغه ستونزې چې په وس مو پوره وي، حل کړئ.

مخکې له دې چې پر کار مو پیل وکړی، ښه ده چې ټول ضروري توکي مو له ځان سره ولری. کله چې د کار پر مهال د کتاب او یا هم د کمپیوټر د چارجر لپاره ولاړېږی، هم مو تمرکز له منځه ځي او هم مو هغه د کار خوند چې تاسې پرې پیل کړی، مات مات کېږي. مانا دا چې بیا ستاسې هغه لومړۍ جذبه نه پاتې کېږي.

۲- له خپلو وړتیاوو سره سم مو کاري پلان جوړ کړئ

تر اوسه مو دا معلومه کړې، چې د ورځې په اوږدو کې مو د انرژۍ کچه څومره ښکته او پورته کېږي؟ موږ ټول د ورځې په اوږدو کې ځینې داسې ساعتونه لرو، چې په هغه کې د پاتې ورځې په پرتله ډېره انرژي لرو. خو ځینې بیا داسې ساعتونه هم لرو، چې په هغه کې تر ټولو ستړی او مات احساس کوو.

دا مو خوښېږي چې په کم وخت کې ډېر او په ښه کیفیت سره کار ترسره کړی؟ که مو خوښېږي، پر همدې موخه او پلان مو کار وکړئ، چې په کم وخت کې ډېر او په ښه کیفیت کار وکړئ. د ورځې هغه ساعتونه چې تاسې د پاتې ورځې په پرتله په کې د پوره انرژۍ احساس لری، هغو کارونو ته ځانګړي کړی، چې ډېر دقت او تمرکز ته اړتیا لري.

د هغو ساعتونو په اړه چې تاسې په کې ستړی احساس کوی، څو دقیقې فکر وکړئ. اوبه وڅښئ، له کار ځایه مو پاڅېږئ او څو قدمونه واخلئ.

۳- بې ارزښته کارونه نور مه کوئ

ټول کارونه یو شان نه دي، ځینې کارونه مهم او ډېر ارزښت لري، تاسې باید پر هغه ډېر تمرکز وکړئ. ځینې کارونه بیا ډېر ارزښت نه لري او که لري یې هم، له ډېر وخت وروسته یې پایله په لاس راځي، ښه ده چې پر ځای یې د مهمو او ژر لاسته راتلونکو پایلو پر کارونو تمرکز وکړئ.

د دې لپاره چې ځانونه له دغو بې ارزښته کارونو څخه خلاص کړی، اول باید دا ځان ته معلومه کړئ چې ستاسې وخت په څه څه تېرېږي. یوـ  دوې اونۍ مو د دفتر د کاري لایحې مطابق کار وکړئ، پایلو ته یې ښه دقت وکړئ او معلومه کړئ چې تاسې ډېر وخت په څه کې مصرف کړی دی؟ کوم کارونه مو د دې باعث شوي، چې هم د دفتر او هم خپلو شخصي موخو پر لور حرکت وکړی؟

که نه شی کولای چې کوم کارونه مو تر ټولو مهم او ارزښت لرونکي دي، د کارونو له ډله بندي کولو څخه استفاده وکړئ. دا ډله بندي کولای شي له تاسې سره د مهمو او ارزښت لرونکو کارونو په تشخیص کې مرسته وکړي.

تاسې به په همدغه د کارونو ډله بندي کولو کې داسې کارونه هم پيدا کړی، چې چندانې ارزښت به نه لري، خو مهمه ده چې سرته یې ورسوی. دا ډول کارونه کولای شی یو بل ملګري ته وسپارئ. که مو ولیده چې دغه کار سخت دی، ښه ده چې په اړه یې بیا فکر وکړئ، چې ښه، تاسې یې سرته ورسوی او که یې بل چا ته وسپاری.

Share15Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In