ایا رښتیا هم نننۍ نړۍ په پیسو را څرخي؟ په نړۍ کې ډېر خلک که څه هم د ورځې په اوږدو کې ډېرې پیسې ښکته او پورته کوي، خو بیا هم نه پوهېږي چې پیسې څه شی دي. ډېر کم کسان پوهېږي چې پیسې څه شی دي او څه ډول کار کوي. د دې لیکنې تر پایه را سره اوسئ، څو پوه شی چې پیسې څه شی دي.
د دې لپاره چې پوه شو پیسې څه شی دي او څه ډول کار کوي، کېدای شي په دې اړه د فکر کولو یوازينۍ ښه لار دا وي چې فرض کړو که پیسې نه وای، څه به پېښ شوي وای؟ که پیسې نه وای، کېدای شوای راکړه ورکړه په توکو وای. که یو چا غوښتی چې یو نوی شی وپېري، نو هرو مرو به یې په مقابل کې کوم بل کس ته توکي ورکول. د بېلګې په توګه که د یوه مستري غلو دانو ته اړتیا پیدا کېدای، نو اړ و چې داسې بزګر ته ورغلی وای چې موټر یې خراب وای، خو که د بزګر موټر خراب نه وای، بیا؟ که توکي یوازې د توکو په مقابل کې ورکول کېدای او یو کسبي تر هغه بل ته په تمه وای، څو یې اړتیا پیدا شوې وای او د توکو تبادله یې ور سره کړې وای؛ کېدای شوای ډېری کسان له لوږې مړه شوي وای. خو پیسې د هغه ځنځیر کړۍ ده چې د نړۍ خلک یې له یو بل سره تړلي دي، کار یې اسانه کړی او نه پرېږدي چې خلک په دې تمه واوسي، څو د بل کس د اړتیا په صورت کې د دوی کار هم ور سره مخ ته ولاړ شي.
د پیسو په پیدا کېدو سره اوس اړتیا نشته چې یو کس بل ځانګړي کس ته په تمه شي. د پیسو په منځته راتګ سره اوس تاسو یوازې هغه بازار ته اړتیا لری چې ستاسو د خوښې وړ توکي عرضه کوي. په دغه بازار کې تاسو سوداګر ته د توکو په بدل کې توکي نه ورکوی، بلکې د خدماتو او محصولاتو په بدل کې د تبادلې یوه وسیله چې ( پیسې) دي، رد او بدل کوی. همدا پیسې دي چې په وسیله یې له یوه هېواد څخه بل هېواد ته یا له یوې سیمې بلې سیمې ته او په ټوله کې له یوه ځای څخه بل ځای ته نوي توکي او محصولات رسول کېږي، په بازار کې پرېماني راځي، د خلکو اړتیاوې پوره کېږي او د کاروبار زمینه یې ورته برابره کړې ده.
پیسې څه شی دي؟ هغه وخت چې انسانانو د ځمکې پر مخ ژوند پيل کړی، پيسو په يو نه يو شکل شتون درلود. د پيسو ډول د هر وخت د ژوند کولو له معيارونو سره سم تغير کړی او ورځ تر بلې يې پرمختللې بڼه خپله کړې ده. د ښکار په عصر کې د وحشي حيواناتو پوستکي د پيسو په توګه کارول کېدل، مالدارو ټولنو پسونه او بېلابېل حيوانات د پیسو په توګه کارول، کروندګرو ټولنو تخمونه، غنم او نور کرنيز توليدات د پیسو پر ځای کارول. يونانيانو بیا سکې د پيسو پر ځای کارولې.
په ټوله کې پیسې هغه څه دي چې د وخت په اوږدو کې خپل ارزښت ساتي او خلکو د یوه ارزښتناک شي او قېمت په توګه منلې دي. په پخوا زمانو کې به د پیسو پر ځای بېلابېل شیان کارول کېدل، لکه غنم، اوربشې، ملغلرې، سپین زر او یا هم سره زر. په دې کې د ډېری شیانو ارزښت هغه وخت زیات و چې یو چا به په لاس کې درلودل. د بېلګې په توګه، کرل شویو اوربشو او تیارو میده شویو اوربشو هم خپل ځانګړی نرخ درلود او یا داسې توکي چې د ډېر وخت لپاره به نه ساتل کېدل، نو ارزښت به یې هم ورسره بدلون کاوه. د بېلګې په توګه، که د پیسو پر ځای کومه تازه مېوه کارول کېدای، د دې تازه مېوې خرابېدو به غټ تاوان پېښاوه. څوک پوهېږي چې تازه مېوه یو کال څه چې ان یوه میاشت او یا یوه اونۍ هم دوام کوي او که نه!؟ نو له همدې امله یې د پیسو په پرتله ارزښت کم و او بله ستونزه دا وه چې هغو توکو چې ارزښت به یې درلود، په اسانۍ سره نیمېدلی هم نه شوای، نو له همدې کبله یې د پیسو ځای هم نه شوای نیولی.
ارزښتناک فلزات بیا هغه څه دي چې تر ډېره له پیسو څخه لرونکې تمې پوره کولی شي. د ثابت حسابي واحد درلودونکي، د دوامداره زېرمه کېدو ارزښت او د مناسبې تبادلې وسیله ده. بله ښېګڼه یې دا ده چې د دې وسیلې لاسته راوړل سخت او سرچینې یې کمې دي، نو ځکه بې ارزښته کېږي هم نه. دغه وسیله نه یوازې دا چې د وخت په تېرېدو سره خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي، بلکې سره له دې چې که په کوچنیو ټوټو هم ووېشل شي، بیا هم خپل ارزښت ساتي. په ټوله کې دوام، د سرچینو محدودیت او په اسانۍ سره په هر ډول هوا کې له یوه ځای څخه بل ځای ته انتقال هغه نښې دي چې له پیسو سره ورته والی لري.
څو کاله وړاندې هم سره او سپین زر د خلک ترمنځ مروجې پیسې وې. دا چې سره او سپین زر یو څه درانه دي، نو خلکو به خپل قېمتي فلزات په بانک کې ساتل. د بانک له لوري به ورته د فلزاتو ارزښت ته په کتو یوه د تایید پاڼه ور کول کېده. د اړتیا په صورت کې به ورته د بانک له خوا د کس له غوښتنې سره سم هماغه اندازه سره یا سپین زر ورکول کېدل. وروسته فلزي پیسو د تمدنونو په پرمختګ او د ځمکني او بحري تجارت په ودې سره د جنسي پيسو ځای ونيو. ګڼ شمېر ملتونو او ټولنو د سپينو زرو، طلا، نقرې او نورو قېمتي فلزاتو څخه پيسې(سکې) جوړې کړې.
کله چې له فلزي پيسو په ځانګړې توګه له طلا څخه جوړو شويو پيسو څخه ګټه اخیستنه زياته شوه، د لندن ګولډ سمېت کمپنۍ د خلکو د طلاوو د ساتنې په موخه خوندي او محفوظ ساتنځايونه جوړ کړل. د نړۍ ګڼ شمېر لويو سوداګرو خپلې طلاوې د ساتنې په موخه په ګولډسمېت کې وساتلې. ګولډسمېت له هر سوداګر څخه د طلا له ترلاسه کولو وروسته هغوی ته ځانګړي کاغذي سندونه ورکول، چې وروسته بيا سوداګرو همدا سندونه د طلاوو پر ځای يو پر بل پلورل او پېرل چې په دې سره د کاغذي پيسو د رامنځته کولو مفکوره هم رامنځته شوه، چې په پای کې يو شمېر هېوادونو په ګولډ سمېت کې د طلاوو له خوندي کولو وروسته د خپلې طلا په اندازه کاغذي پيسې چاپ کړې. کاغذي پیسې هغو پيسو ته ويل کېږي چې په پوره توګه تضمين شوې او د غوښتنې پر مهال د بدلېدو وړ وي. لکه ټول عادي بانک نوټونه او سکې.
په اوسنۍ نړۍ کې د پيسو يو نوی ډول هم رامنځته شو چې بانکي چک ورته ويل کېږي. چک هم د بانک نوټونو په څېر دنده تر سره کوي، خو دا چې چک د يوې ځانګړې مودې له پوره کېدو وروسته د کارونې وړ نه وي او د يوې ټاکلې اندازې پیسو د تاديې لپاره کارول کېږي؛ ځکه نو چک ته بانک نوټ نه شو ويلای. اوسمهال د ډېرو پیسو د لېږد رالېږد لپاره چک او د کوچنيو معاملاتو د اداينې لپاره نغدې پيسې کارول کېږي.
نږدې پیسې (Near Money): د پيسو د رامنځته کېدو وروستۍ مرحله د تبادلې وړ اسنادو رامنځته کېدل دي چې د بيه لرونکو اسنادو، اسهامو، ونډو او نورو په نومونو سره يادېږي. دا چې ياد ډولونه د پيسو تر ټولو نږدې عوض دي؛ ځکه ورته نږدې پيسې ويل کېږي. دا ډول پیسې سياله شتمني ګڼل کېږي او له همدې لامله دغه پيسې د لمس وړ نه دي او ملکيت يې يوازې د ثبت په کتاب او یا هم کمپیوټري سیسټم کې په ليکلو سره له يوه شخص څخه بل شخص ته انتقالېدلای شي. پيسې هغه شتمني ده چې عام خلک يې د خپلو ورځنيو اړتياوو، کاروبار او تجارت لپاره ساتي او ترلاسه کوي. پيسې هم د شتمنۍ د نورو ډولونو په څېر عرضه، تقاضا او مارکېټ لري.
د پيسو تقاضا د عام ولس له لوري کېږي. عرضه د حکومتونو او بانکي سيسټم له لوري کېږي او د پيسو مارکېټ له عرضه کوونکو او تقاضاکوونکو(خلکو او حکومت) څخه تشکيلېږي. د پيسو د تقاضا، عرضې اومارکېټ مطالعه له دې امله اړينه ده چې د تقاضا او عرضې زياتوالی او کموالی د قېمتونو، د سود کچې او عوايدو پر کچه اغېز کوي. په اوسني عصر کې اقتصاد پوهانو د پيسو لپاره يو شمېر معيارونه ټاکلي او هر هغه شی چې دا معيارونه پوره کړي، د پيسو په توګه کارول کېدای شي:
د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ وي: هر څوک بايد د پيسو کارولو ته چمتو وي او په ورځنيو چارو کې يې د تبادلې د وسيلې په توګه ومني. سره او سپین زر د پيسو تر ټولو غوره ډولونه دي چې په بېلابېل ډول کارېدای شي او ټول خلک يې د تبادلې د وسيلې په توګه مني. کاغذي پيسې هغه وخت ټولو ته د منلو وړ وي چې مرکزي بانک یې چاپ کړي او اجباري نوټونه وبلل شي. چک له دې امله پيسې نه بلل کېږي چې ټول خلک يې د پیسو په توګه نه مني.
د جريان وړ وي: پيسې بايد د يوې مناسبې دورې لپاره د کارولو وړ وي.
د لېږد رالېږد وړ وي: پيسې بايد له يوه ځای څخه بل ځای ته د لېږد وړ وي. که يې ارزښت هرڅومره زيات هم وي، خو حجم يې بايد کم او په اسانۍ سره له يوه ځای څخه بل ځای ته او له يوه شخص څخه بل شخص ته د لېږد وړ وي.
په اسانۍ سره د پېژندلو وړ وي: پيسې بايد داسي شی وي چې هر شخص يې په ليدلو يا لمس کولو سره وپېژندلای شي.
په اسانۍ سره د وېش وړ وي: پيسې بايد لوی او کوچني نوټونه دواړه ولري او د اړتيا پر مهال يې غټ نوټونه په اسانۍ سره په وړو نوټونو تبادله کړل شي او د هر ډول بيو او قېمتونو لپاره پوره واحد لرونکې پيسې شتون ولري.
کم پيدا وي: پيسې بايد کم يابه وي او په اسانۍ سره تر لاسه نه کړای شي.
ثبات لرونکې وي: حکومتونه دکاغذي پيسو د ارزښت د ثابت ساتلو په موخه د پيسو عرضه کول کنټرولوي او د اړتيا پر مهال زياتې پيسې مارکېټ ته عرضه کوي او يا يې د عرضې مخه نيسي، څو د پيسو ارزښت ثابت وساتي.
يوشان والی: د پيسو هر نوټ بايد له بل سره مساوي ارزښت ولري. د بېلګې په توګه، د پنځوسو افغانيو ټول نوټونه بايد له مساوي ارزښت څخه برخمن وي، داسې نه چې يو نوټ لږ او بل ډېر ارزښت ولري.