د امريکا په کنېټيکټ ايالت کې د ايالتي پارلمان د دریو کانديدانو تر منځ د راتلونکې مياشتې ټاکنو په اړه مناقشه وه.
پنځه کلنې لور مې رانه پوښتنه وکړه چې دوی څه وايي. ما ورته پوره تشرېح ورکړه، خو د دې پر نړۍ مې موضوع راوڅرخوله. ورته مې ويل: «چې کله لويه شوې، بيا ته دا حق لرې چې له دغو دريو نه يو يې مشر وټاکې. د مناسب مشر ټاکل په دې ښه دي، چې بيا هغه ستا پر ښوونځي، په ښوونځي کې د لوبو پر سامان، پر کتابتون او ستا پر معلمې اغېز درلودلی شي. که دې غلط مشر وټاکه، هغه کېدای شي، چې ستا مکتب وتړي».
لور مې په ژړا شوه. ویل یې، نه غواړي چې ښوونځی یې وتړل شي. ما ویل ښه، نو یوازې معلمه به دې په کور کېنوي. خو لکه هر بل ماشوم، پر دې يې هم معلمه ډېره ګرانه ده. طبعاً چې دا خبره ورته لاسخته وه.
په پيل کې ما فکر کاوه چې د دیموکراسۍ تشرېح به پنځه کلنې ماشومې ته مناسبه ځکه نه وي چې هسې هم دوی پرې نه پوهېږي. نو اسانه لار يې همدا ده چې يو غږ پرې وکړې چې “چوپ شه”.
خو د مناقشې په جريان کې مې لور رانه ډېرې پخې پخې پوښتنې پیل کړې.
موږ په رښتیا بايد خپلو ماشومانو ته د ماشوم نه، بلکې په ډېره درنه سترګه وګورو، ځکه د هر ملت او هرې ټولنې بنسټ له کورنۍ څخه پیلېږي.
کله چې موږ خپل ماشوم ته په شخصيت قايل شو، په اصل کې موږ خپل راتلونکي ملت ته شخصيت ورکړی.
له همدې سره مې د امريکا دغه ټول ښوونيز او ټولنيز چاپېريال ته هم پام واوښت.
دوی ته د ډيموکراسۍ سبق په مکتبونو کې په عملي بڼه ښودل کېږي او د يوه کلتور او مفکورې په توګه يې له ماشومتوبه په اذهانو کې ور خوندي کوي.
د امريکا په هر ښوونځي کې زده کوونکي ځان ته يو حکومت لري، چې رييس يې د رایو پر اساس ټاکل کېږي.
رييس يې ځان ته معاون او کابينه هم لري. دوی بيا په ډېرو مهمو مسايلو کې ډېره اړينه او عملي ونډه هم لري.
د بېلګې په توګه، په پوهنتونونو کې د محصلینو حکومت يا “سټوډنټ ګورنمنټ باډي” له پوهنتون سره د شاګردانو پر فيس، ډوډۍ، ليليې او داسې نورو مهمو اړتیاوو خبرې او جوړجاړی کوي.
د کنېټيکټ ايالت دا ډېر وخت کېږي چې د بودجې له بحران سره مخ دی، نو د کنېټيکټ له
دولتي پوهنتون “يوکان” له بوديجې نه يې کابو ۳۰۰ ميليونه ډالره د کال کم کړل.
پوهنتون بيا مجبور شو چې د لګښتونو د پوره کولو لپاره پر زده کوونکو فيسونه لوړ کړي. خو د “يوکان” د زده کوونکو د حکومت د فشار له کبله د پوهنتون اداره پر دې ونه توانېده چې د بودجې دا کمښت له فيسونو پوره کړي.
اداره اړه شوه چې د نويو استادانو پر ګومارنې او ځينو پرمختيايي پروژو له سره غور وکړي.
د يادولو وړ ده، چې د امريکا دولت له دريو حکومتي واحدونو جوړ دی.
لومړی ډول یې د کلي یا ښارګوتي حکومت يا “ټاونشېپ” بلل کېږي. ورپسې بیا ايالتي يا ولایتي حکومت او بيا فدرال يا مرکزي حکومت دی.
د عامې ادارې له مسلکي کارکوونکو په استثنا، يا په بل عبارت له دولتي مامورينو پرته، هره سياسي څوکۍ په هره حکومتي کچه چې وي، مشر به یې د خلکو د رايو پر اساس ټاکل کېږي.
نو ځکه هغه د خلکو مديون وي. بيا د خلکو زړونو ساتلو لپاره هم کوښښ او هم د بل ځل ټاکل کېدو لپاره په دنده کې صداقت کوي.
دلته د خلکو او دولت تر منځ د واک د مشارکت يو تړوڼ رامنځته شوی، چې ريښې يې له افلاطون نه پيل دي.
ډيموکراسۍ په امريکا او غربي نړۍ کې خلکو ته يو ډول نوي اخلاق ور ښودلي.
دوی له ډېرې متمدنې او انساني لارې نه خپل زور او اغېز ښکاره کوي.
دوی جګړه نه، تحمل کوي. دا ډول د اړتيا اړیکې بيا هر انسان يو په بل پورې تړي. هر انسان د بل انسان مديون ګڼي او هر انسان د انسان تابع بولي.
همدې ډيموکراسۍ په غرب کې يو نوی تمدن را منځته کړی، چې بنسټ يې پر خپلواکۍ اېښودل شوی.
دوی بد حاکم او يا د يوه حاکم بدې پاليسۍ خپل قسمت او مقدرات نه ګڼي، بلکې خپل غفلت او خپله تېروتنه یې بولي. نو ځکه له وګړو يوه بامسووليته او پخه ټولنه جوړېږي.
مناقشه خلاصه شوه. په آخر کې مې د لور نه جمهوریت پال نوماند خوښ شو او نه هم ډېموکراټ، بلکې درېيم خپلواک نوماند يې ځان ته غوره کړ.
دا چې ولې، هغه نو خدای ته مالومه ده.