د اقتصادي نظریاتو تاریخ کتاب د اقتصاد په اړه د نن او پرون تاریخي-اقتصادي مبحث دی، چې د راتلونکو اقتصادي تحولاتو لپاره د نظریاتو برخلیک ټاکي. دا کتاب له افلاطون څخه تر ننه د اقتصادي نظریاتو د تاریخ ټولګه ده چې پیل او تر ننه یې تکامل څرګندوي.
دا پښتو درسي اثر تازه ښاغلي حمدالله نظامي لیکلی او د مومند خپرندویه ټولنې له خوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی. کتاب په ۲۷۰مخونو کې ترتیب شوی، څو تقریضونه، یوه سریزه او نهه څپرکي لري.
د کتاب په لومړي څپرکي کې د اقتصاد علم د پرمختګ او تکامل په اړه پیلیز بحث شوی دی، چې په ترڅ کې یې د موضوع اهمیت، د څېړنې مېتود، اړتیا، د پرمختګ ډولونه او اړوندې پوښتنې مطرح کړې دي.
د کتاب په دویم څپرکي کې د اقتصاد مخکښان تر عنوان لاندې له میلاد څخه مخکې د اقتصادي نظریاتو په تاریخ مفصل بحث شوی دی. د کتاب په درېیم څپرکي کې د اسلام په ظهور سره د اقتصادي نظریاتو په اړه بحث شوی دی او د اسلامي اقتصاد موډل او د اسلامي مفکرینو د نظریاتو په اړه یې څرګندونې کړې دي. په څلورم څپرکي کې د مرکنټلېزم اقتصادي مکتب د نظریاتو په اړه پکې بحث کېږي. په پنځم څپرکي کې فزیوکرات فکري مکتب نظریات تشرېح شوي دي. په شپږم څپرکي کې د ازاد بازار د حامیانو په اړه بحث کېږي. په اووم څپرکي کې د نوموړي بازار د مخالفینو نظریات را اخیستل شوي. په اتم څپرکي کې د کینز اقتصادي مفکر د پلویانو پر نظریاتو بحث کېږي او په نهم څپرکي کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اقتصادي نظریات څرګندوي.
په ټوله کې دا کتاب له یوې خوا درسي اثر دی، چې د محصلینو لپاره د دې برخې د تشې ډکولو لپاره مهم دی او له بلې خوا په دې برخه کې د مطالعاتو له پراختیا سره مرسته کوي، څو د اړوندو څېړنو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي. څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، یاد کتاب د اقتصادي نظامونو د برخلیک په ټاکلو کې مهم رول لري او تاریخي مطالعه یې د دې سبب کېږي چې له ممکنه فرصتونو څخه کره استفاده وشي او شته ننګونې قابو او له تکرار څخه یې ډډه وشي.
دغه او نور تازه چاپ شوي کتابونه کولای شی له اکسوس کتابپلورنځي څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړی.