د ټاکنیز بحران د حل ډلې یوشمېر غړي، د حکومت له لوري د ملي شورا له پرانېستو سره مخالفت وښود او وایي، چې حکومت د ملي شورا د پرانېستو په برخه کې تر ډېره سیاسي چلند کوي نه حقوقي. دوی وایي، چې له دې اقدام څخه یې هدف دادی، څو د ټاکنو بهیر قانوني کړي او ددې بهیر روڼوالی تضمین شي. د ولسمشریزو ټاکنو زماني مهالوېش مدیریت کول ددې ډلې سپارښتنو څخه یو جدي وړاندیز دی، خو دا ډله حکومت ټاکنیز بهیر سره په سیاسي چلند تورنوي، او د حکومت او ټاکنیزو بنسټونو اړیکې څرنګوالي په اړه د روڼتیا غوښتونکي دي. په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو شمېر نوماندانو د تحصن خېمې په درولو سره د ملي شورا له پرانېستو سره مخالفت وښود او له حکومته غواړي چې ځانګړې محکمه رامنځته او ټاکنیز عدالت تامین کړي. معترض نوماندان وايي په لومړنیو پایلو کې بریالي اعلان شوي وو، خو ټاکنیزو کمېسیونونو د رشوت بدل کې د دوی پرځای ناکام نوماندان بریالي کړي.