موږ ډېری انسانان رښتیا هم ټنبل(استراحت خوښوونکي) یو او له دې ځورېږو هم، خو هر وخت ټنبل اوسېدل بد نه دي. راځئ داسې تصور وکړئ، چې یوه ورځ کاملاً هرڅه پرېږدئ، خطر لرونکې پېښې مو له ذهن څخه وباسئ، د خوب پر کټ اوږده وغځېږئ، ښه مطلب لرونکی داستاني فیلم وګورئ او یا هم کتاب ولولئ. اوس به نو څه ټکه راولوېږي، که یوه اونۍ همداسې کار وکړی؟
کېدای شي تاسې هم د هغو کسانو له ډلې یاستی، چې د طبیعت ښکلو ځایونو ته د چکر پر ځای، په کور کې پاتې کېدل او د پییزا خوراک مو خوښېږي. که تاسې رښتیا هم له دې ډلې کسانو یاستی، کېدای شي پر دې پوهېدل درته ډېر جالب وي، چې تاسې ټنبل او استراحت خوښوونکی کس کولای شی ځان پر نوښتګر او متفکر کس بدل کړی.
تر ټولو جالبه دا ده، چې دغه څه مصنوعي نه دي، بلکې د نړۍ پوهانو او عالمانو په اثبات رسولي دي.
ټنبلي(استراحت) یو هېر شوی هنر دی، البته له ټنلۍ مو موخه د وخت بې ځایه تېرول نه دي. دلته مو موخه ترې بېکاري او په هغه مهال کې استراحت کول دي. مانا دا چې ځینې وخت هېڅ کار ونه کړو او خپل ذهن ارام کړو.
د بې ځایه او بې مانا فکرونو په نړۍ کې، موږ هر وخت د خپلو افکارو لمن نیسو او په بدل کې یې خپل وخت هسې ضایع کوو. موږ خپل حواس ډېر وخت د بې ارزښته مسایلو په اړه مصرفوو، لومړی ایمیل چک کوو، بیا د نیمګړي خبر پر لور ورځو، وروسته هسې بې ځایه په ټولنیزو رسنیو کې ځان مصروفوو او دا کار مو هر وخت همداسې چرخ وهي. دغه کارونه هره ورځ تکرار وو، خو پایله یې موږ ته هېڅ ګټه نه لري او هماغه وي چې موږ د تېر په نسبت ورو ورو خسته او تر فشار لاندې کوي.
په ډېری مواردو کې نه یوازې دا چې موږ پر موضوع تمرکز نه لرو، بلکې ډېر اسانه خپل تمرکز له لاسه ورکوو. پر ځانګړې موضوع تمرکز، زموږ توجه او د فکر قوت پر یوه نقطه راټولوي او په دې ډول مو ذهني لید پراخېږي، چې بیا یې پایلې زموږ لپاره ډېر ارزښتناکې او خوشاله کوونکې وي. په همدې ډول، موږ د ځان لپاره موخه ټاکو او ورو ورو د هغه پر لور ګامونه اخلو. هماغه دي چې بیا له خوندورو او مانا لرونکو پایلو سره مخ کېږو.
څېړنو ښودلې چې د تمرکز نه لرل که په هر صورت هم وي، بیا هم دا یو پياوړی ځواک دی. تمرکز زموږ د کار پایلې دوه برابره کوي، خو په ورته وخت کې بیا د تمرکز نشتون په ډېرو برخو زموږ د نوښت او خلاقیت باعث هم کېږي.
پر اخري خلاق فکر مو بیا مرور وکړئ، که تاسې هغه وخت پر موضوع تمرکز درلود، د دغه فکر د ایجاد لپاره تاسې ته څومره فرضت برابر و؟ ممکن هغه وخت تاسې په هېڅ کومه موضوع تمرکز نه درلود، ممکن تاسې د سونا حوض ته تللي یاستی، قدم مو وهلی وي، ممکن د یو تاریخي ځای لیدو ته تللي یاستی، د ساحل غاړه کې مو لمر ته ارام کړی وي او یا مو هم کتاب لوستی وي او وروسته مو ذهن کې د الماسک په څېر کومه ایډیا رامنځ ته شوې وي.
پوهېږی، ولې ستاسې ذهن د دغو ایډیاوو د پيدا کولو لپاره دغه ډول صحنې غوره کوي؟ په دې اړه یو اساسي دلیل شته. کله چې زموږ توجه استراحت کولو ته وي یا ارام کوو، هغه وخت مو ذهن د نویو او خلاقو ایډیاوو په لټه کې وي. په دې اړه نوې پلټنې شوې دي. څېړونکو د خلکو اذاهان په داسې وخت کې، چې هغوی فکر کوي ستړي او یا هم ټنبل دي، بررسي کړي دي. د دې ارزونې پایلو ښودلې چې د انسان ذهن د استراحت په وخت کې هم مصروف وي. د دې څېړنې په اساس، د استراحت په وخت زموږ ذهن ۴۸ سلنه د راتلونکي، ۲۸ سلنه د اوسمهال او ۱۲ سلنه هم د تېر وخت په اړه لګیا وي.
د ذهن له سل سلنې برخې چې کومه برخه یې پاتې کېږي، هغه معمولاً خالي وي او د څېړونکو له نظره چندانې ارزښت هم نه لري. خو د دغه پاتې او خالي برخې په مقابل تېرېدونکی وخت بیا ډېر ارزښت لري او تر هغې چې موږ فکر کوو، همداسې بې ځایه تېرېږي. زموږ ټنبل او بېکاره ذهن(استراحت خوښوونکی) د ځینو کارونو په سرته رسولو کې مهم او اغېز لرونکی دی:
کله چې زموږ ذهن پر ارامۍ او استراحت کولو باندې متمرکز کېږي، هغه وخت موږ رښتیا ارام یو. کله چې ذهن ته د فکر کولو اجازه ورکوو، نور موږ اړ نه یو چې هغه ته توجه وکړو. همدا چاره زموږ د انرژۍ د را ژوندي کولو باعث کېږي او له موږ سره مرسته کوي، چې په نورو شرایطو کې له دې هم ژور او عمیق فکر وکړو.
د خپلې ټولې انرژۍ لاسته راوړل، انسان ته ډېره خوشالي ورکوي، چې دا بیا له موږ سره د کارونو په اسانه، په ښه ډول او ارام ذهن سرته رسولو کې مرسته کوي. د خپلې ټولې انرژۍ د لاسته راوړلو لپاره کولای شو، د یو نوي څه په اړه فکر وکړو، د موسیقۍ له اورېدو پرته قدم ووهو، قهوه خانې ته لاړ شو او دېته ورته ځینې نور کارونه کولای شو. څېړنو ښودلې چې حتی موږ په پرله پسې ډول د یو کار له سرته رسولو هم کولای شو نوې او خلاق ایډیاوې پيدا کړو.
څېړنو ښودلې چې زموږ انسانانو ذهن، د خپګان او پرېشانۍ پر مهال، د ارامۍ او استراحت په پرتله ۱۴ ځلې زیات د راتلونکي په اړه فکر کوي. همدارنګه هرکله چې زموږ ذهن په استراحت کولو متمرکز وي، اووه ځلې زیات د راتلونکو اوږدمهاله موخو په اړه فکر کوي. البته د موخو د لاسته راوړلو یا ورته رسېدو پر لار عمل کول بیا جلا داستان لري؛ خو ځینې وخت همدا ټنبل ذهنیت مانا ارامي خوښوونکی ذهن، ځینې وخت زموږ لپاره ګټور هم دی. همدا ذهنیت له موږ سره د موخو په مشخص کولو کې مرسته کوي او بیا ورته رسېدل مو خپل لومړیتوب ټاکي.
د استراحت پر مهال زموږ ذهن کېدای شي، په یو وخت کې له دریو ذهني موخو (تېر، اوسمهال و راتلونکي) سره پیوست شي. په داسې وخت کې زموږ په ذهن کې د هغه په پرتله چې موږ پر یوه موضوع تمرکز کوو، ډېرې نوې او خلاقې نظریې خطور کوي. د بېلګې په ډول، کېدای شي په یو ارام چاپېریال کې هغه نظریه چې تېره اونۍ زموږ ذهن کې وه، خپل ذهن کې راوړو او په اوسنیو شرایطو کې د یو کار د حل لپاره له هغه څخه ګټه واخلو. ډېری وخت نوې او ارزښت لرونکې ایډیاوې هغه وخت زموږ ذهن ته راځي، کله چې موږ ارام او نامتمرکز ذهن ولرو.
له دغه فرصته د لا ښې ګټې اخیستو لپاره، مهمه ده چې موږ هر وخت له یو څه کار کولو وروسته خپل ذهن ارام کړو او خپله دا چانس ځان ته برابر کړو. استراحت کول، ډېر وخت له موږ سره د کارونو په ښه سرته رسولو کې مرسته کوي. کېدای شي د بېکارۍ پر مهال موږ داسې فکر وکړو، چې اوس کوم کار نه کوو، خو اصلاً داسې نه ده. که له همدغه وخت څخه په ښه توګه استفاده وکړو، تر هرڅه به یې موږ ته ګټه زیاته وي.