د پوهانو نوې مطالعې دا په نښه کوي چې د یو ښه او خوشاله د ژوند ملګري درلودل د ناروغیو، رواني او د زړه د ناروغیو درجه کموي او د عمر پر زیاتوالي تاثیر لري.
مختلفې پلټنې د تفکیکي رضامندۍ اړوند چې د عمر په اوږدوالي کي ترسره شوې دي، دا را په ګوته کوي چې هغه خلک چې له خپله ژونده راضي دي، نسبت هغوی ته چې له ژونده ناراضه دي، کم پر ناروغیو اخته کېږي او عمر يې هم اوږدېږي.
اُلکا استروا د هالنډ تیلبورخ پوهنتون یو تن پلټونکي د خوشاله جوړې او د عمر د اوږدېدو مسئله بررسي کړې ده او دې پایلې ته رسېدلی چې نه یوازې فردي یا ځانته رضایت؛ بلکې مشترک او ټولنیز رضایت هم د هر رنګ ناروغیو مخنیوی کوي او د عمرونو پر زیاتوالي مؤثر اغېز لري.
دغه مطلب چې تازه په (علوم روانشناسۍ) مجله کې نشر شوی او په کال کې یې د ۴۳۷۴ نویو د شریکو ماشومانو مشاهده د اتو کلونو په موده کې تر سره کړې ده، دغه مشاهده دا ښايي چې د یو پیدا شوي ماشوم له ژوند څخه رضایت د بل ناراضه ماشوم له عمر سره توپیر لري.
لومړی ماشوم به با قدرته او د عمر په زیاتوالي يې هم اثر شته دی، د راضي کیدنې د پرتلې لپاره خلک د یوې بلې نوې نسخې، چې پوښتنې پکې وي (په ژوند کې د رضایت پرتله) له دې څخه استفاده وشوه چې خلکو اوو سوالونو ته ځوابونه ورکړل، له اوو څخه یو کم سوال ځوابول کمتري او له اوو څخه یو پورته ځواب د رضایت پرتله ښيي.
په دغه پوښتنپاڼه کې د سوالونو پرتلې سره نږدې وې، د ارماني ژوند، ټاکل شوو ارمانونو ته رسېدل او همدارنګه د کامیابه او راضي ژوند شرایط په کلي ډول دلته تشریح او مطرح شوي دي:
۱ـ د شعریه عروق- د زړه ناروغۍ
د رګونو نږدیوالی او قلبي ناروغۍ په نړۍ کې له نویو او مهمترینو ناروغیو څخه دي، چې د مرګ لامل کېږي. یو نړیوال سازمان راپور ورکوي چې په ۲۰۱۷ ز کال کې د زړه دغه ناروغۍ ۵۶ میلیونه کسان وژلي دي. په دغه راپور کې ۱۷.۷ میلیونه کسان چې په سلو کې دېرش سلنه راځي، د شعریه عروق ــ زړه ناروغۍ له اثره يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې ناروغۍ له ستونزو بله هغه د یو انسان په روان تاثیر کول دي، چې بیا د یو انسان ژوند ته سزا ورکوي او ورته لوی خطر دی.
د یو نړیوال سازمان د راپور پر اساس، د ځان نه ساتنې (ژغورنې) له ناروغۍ سره په سلو کې ۳.۴ سلنه خلک لاس او ګریوان دي.
په افریقا او اروپا کې، په ټیټه کچه یعنې په سلو کې ۲.۹ سلنه او په امریکا کې، په لوړه سطحه یعنې په سلو کې ۶.۲ سلنه د دغې ناروغۍ له ډولونو څخه موجود دي. نا ارامي یوه د رواني ستونزو له جملې څخه ده، چې کولای شي د انسانانو ژوند خراب او معلولیت رامنځته کړي.
یو نړیوال سازمان راپور ورکوي چې په نړۍ کې له سلو ۷.۵ سلنه خلک د نا ارامۍ (ناراحتۍ) له ناروغۍ څخه ځورېږي. د نا ارامۍ ناروغي په کمه اندازه په سلو کې ۶.۹ سلنه په شرقي مدیترانه يي ساحه کې او په لوړه اندازه په سلو کې ۷.۹ سلنه په افریقا کې شته ده.
د روان نا ارامي کولی شي چې کورنۍ اړیکې، ټولنیز او کسبي اشخاص تر خپل تاثیر لاندې راولي. دغه مسئله تر دې حده اهمیت پیدا کوي چې د دې نشتون په ډېرو ټولنو کې د معلولیت زیاتوالی رامنځته کوي او معلولو اشخاصو ته ډېرې رواني ناروغۍ پیدا کوي او همدارنګه د بهداشت نړیوال سازمان راپور ورکوي چې له هرو څلورو کسانو یو کس باید د ژوندانه په بهیر کې حد اقل په نا ارامۍ او یا هم په یوه رواني ناروغۍ تجربه کوي او همدارنګه د ځینو راپورونو له مخې په نړۍ کې له ۴۵۰ میلیونو څخه زیات کسان په نا ارامۍ او یا له یوې رواني ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي او دې ته هم باید متوجه اوسو چې له دوی یو شمیر محدود کسان معلوله کیږي.
۲- د عمر په بهیر کي د ژوند له ملګري سره اړیکه
د ښو اړیکو اعتیاد د عمر په بهیر کي د ژوند له ملګري سره د یو شمیر افرادو مطرح کېدل ښه دلیل دی. بهتره رواني سلامتیا، د شعریه عروق ــ زړه ناروغۍ په کمه اندازه، په زیاته اندازه فزیکي فعالیتونه، مناسبه غذا هغه دلایل دي چې دغه پلټنه یې تشریح او توضیع کوي.
۳- د روان سلامتیا
د روان سلامتیا د حیرانوونکې سلامتیا او جوړښت په مانا سره راځي، چې ارواپوهنه بلل کېږي. دا د دې سبب کېږي چې یو شخص وغواړي چې یو ښه عمل کوونکی، ذهني (مفکوروي) او ښه بدني و اوسي، څو بل چا ته د لاس غځېدل ترک او پرېږدي.