هېڅوک له غوسې ځان نه شي خلاصولای؛ ځکه تل له داسې پېښو او اشخاصو سره مخ کېږو، چې زموږ د غوسې پارېدو لامل ګرځي. موږ یوازې کولای شو زده کړو چې څه ډول خپله غوسه کنټرول کړو او له خپل ځانه یو سم غبرګون وښیو. ډېر کسان به مو لیدلي وي چې د جلسو پر وخت نه شي کولای خپله غوسه کنټرول کړي؛ ځکه د دوی له نظر سره مخالفت شوی وي او یا یې هم پر ځای بل څوک ګومارل شوي وي. غوسه څه ډول کنټرول کړو؟
د لسو ثانیو له قانونه ګټه واخلئ!
هېڅ عکس العمل مه ښکاره کوئ؛ د یوې کاري جلسې او یا هم په ټلېفون کې د خبرو کولو پر وخت چې کله پوهېږی غوسه مو نه شی کنټرولولای، تر شونډو لاندې تر لسو پورې حساب وکړئ. په دې ډول کولای شی ځان ته وخت ورکړی چې غوسه مو ښکته کش کړئ او مخکې له هر عکس العمل څخه پر واقعیت ځان پوه کړی.
ملګري مو وپېژنئ!
وګورئ، ملګري مو څه ډول خوی لري او له تاسو سره څه ډول چلند کوي، کېدای شي د ملګرو ډېرې هغه خبرې چې تاسو ته د انتقاد په ډول برېښي، په اصل کې د ټوکې او شوخۍ بڼه ولري. د ملګرو په پېژندلو سره مو کولای شی په اسانۍ سره د هغو له انتقادونو سره جوړ راشی او خپله غوسه مو کنټرول کړی.