پرون د جون اوولسمه د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ وه. دا ورځ په نړۍ کې د دښتو د سمسورولو او د شاړو ځمکو د تخریب د مخنیوي د هڅو په موخه نمانځل کېږي. ملګرو ملتونو له ۱۹۹۴ زیږدېز کال راپدېخوا د جون اوولسمه د ځمکو د تخریب او د وچکالۍ د مخنیوي (WDCD) نړیواله ورځ اعلان کړې ده. د ځمکو د تخریب د مخنیوي او له وچکالۍ سره د مبارزې یوه لار په عمومي ډول د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي تر لاسه کول دي. دغه ورځ موکه برابروي، چې هېوادونه، بنسټونه او خلک په خپلو هېوادونو، سیمو او کلیو کې د دې پېښو مخه ونیسي. د وچکالۍ، د ځمکو تخریب او په بیابان بدلېدل په اصل کې په وچو، نیمه وچو او نیمه مرطوبو سیمو کې رامنځ ته کېږي.
ولې له وچکالۍ او د ځمکو د تخریب د مخنیوي نړیواله ورځ رامنځ ته شوه؟
د نږدې یو میلیارد کسانو ژوند په مستقیم ډول د ځمکو د تخریب تر اغېز لاندې دی. د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی، چې تر ۲۰۴۵ ز کال پورې به نږدې ۱۳۵ میلیون کسان له همدې کبله بې ځایه شي. د دې پېښې یو لامل په ځمکو کې د زیات رېګ موجودیت هم په ګوته شوی دی. دغه راز که د ځمکې له مخ څخه په دوامداره توګه ونې او بوټې د بېلابېلو عواملو یا مصرف له کبله لرې کړای شي، شونې ده چې دغه ځمکې له تخریب سره مخ شي او د وچکالۍ شونتیا څو برابره کړي.
څه باید وکړو چې د ځمکو د تخریب او وچکالۍ مخه ونیسو؟
اوبه د نړۍ ارزښت لرونکي طبيعي سرچينه ده، چې د انسان په ژوند کې حياتي ارزښت لري. اوبه باید په سمه توګه مدیریت کړای شي او د سیمې هوا او اقلیم ته په کتو مناسبې مېوه دارې او بې مېوې ونې کېښودل شي. د اوبو د مدیریت لپاره لازمه ده چې بهېدونکې اوبه مهار شي، د امکان په صورت کې کارول شوې اوبه له تصفیې وروسته بیا وکارول شي او د بارانونو اوبه ذخیره شي. د انسان ژوند له اوبو سره تړلی دی. د اوبو سپما د اوبو بقا ده. کله چې یوه سیمه اوبه ولري، هېڅ وخت له تخریب سره نه مخ کېږي. د اوبو په سپما سره کولای شو چې د نورو انسانانو ژوند وژغورو. د اوبو سپما زموږ او ستاسو ټولو ګډ مسوولیت دی. راځئ چې دغه ستر مسوولیت په خورا امانتدارۍ سره تر سره کړو، څو هم خپل او هم د نورو ژوند وژغورو. حکومت ته پکاره ده چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د ځنګلونو د وهلو، په خپل سرو ژورو څاګانو کیندلو مخه ونیسي.