د ګډې پانګې کمپنۍ عمده ځانګړنې په لاندې ډول دي:
• محدود المسوولیت: په ګډې پانګې کمپنۍ کې د هر ونډه اخیستونکي مسوولیت محدود وي او هر ونډه اخیستونکی د خپلې ونډې په اندازه مسوولیت لري.
• اداري پلاوی: په ګډې پانګې کمپنۍ کې د چارو او فعالیتونو د سرته رسولو لپاره يو اداري پلاوی ټاکل کېږي چې د کمپنۍ لپاره پلانونه، تشکيلات او پروګرامونه جوړوي او وورسته بیا دغه پلانونه او پروګرامونه پلي کوي.
• د عوایدو وېش: دا چې ټول کاروباري فعالیتونه د ګټې په موخه تأسیس کېږي، د ګډې پانګې کمپنۍ هم دغه موخه لري چې زیاته ګټه ترلاسه کړي. د کمپنۍ د ګټې د ترلاسه کولو په صورت کې ونډه اخيستونکي خپله ټوله ګټه په داسې طریقې سره په خپلو کې وېشي چې یوه اندازه پيسې د زېرمې په بڼه هم له ځان سره وساتي، څو په راتلونکي کې د غیر مترقبه پېښو د مخنیوي لپاره ترې ګټه واخلي.
• د کمپنۍ پايښت: په ګډې پانګې کمپنۍ کې د ونډه اخیستونکو په مړینه یا لېونتوب سره په کمپنۍ کې هېڅ تغیرات نه رامنځته کېږي، نو له دې وجې کمپنۍ کولی شي چې زیات پایښت وکړي.
• د ملکیت حق: په ګډې پانګې کمپنۍ کې ونډه اخیستونکي د خپلې ونډې د اندازې سره سم په کمپنۍ کې ونډه لري او نه شي کولی چې د ټولې کمپنۍ د ملکیت دعوه وکړي؛ ځکه کمپنۍ ځان ته قانوني بڼه لري او ټولې شتمنۍ د کمپنۍ ملکیت وي. هېڅ ونډه اخیستونکي ته د شتمنۍ د ملکیت حقوق نه ورکول کېږي.
• په کاروبار کې لاسوهنه: په ګډې پانګې کمپنۍ کې ونډه اخيستونکي نه شي کولی چې په چارو کې تغیرات او تعدیلات رامنځته کړي، خو په کلنۍ غونډه کې کولی شي چې د چارو د ترسره کولو په مناسبت خپل نظر څرګند کړي.
• د کاروبار تبدیلېدل: په ګډې پانګې کمپنۍ کې په اسانۍ سره کاروبار نه تبدیلېږي؛ ځکه دلته مشخص قانون موجود وي او د قانون مطابق کمپنۍ خپل فعالیتونه ترسره کوي.
• حقوقي شخصیت: په شخصي او شراکتي کاروبار کې د کاروبار او خاوندانو تر منځ شخصیت جلا نه وي. که کوم شخص له کاروبار څخه پیسې اخلي، نو د کاروبار له څښتن سره معامله ترسره کوي، خو د ګډې پانګې کمپنۍ کاروبار له ونډه اخیستونکو څخه جلا شخصیت لري چې شخصیت يې د مصنوعي انسان په څېر وي او کولی شي په خپل نوم معاملات ترسره کړي او د دعوې په صورت کې شخص په کمپنۍ دعوه کولی شي، نه په ونډه اخیستونکي.
• د کمپنۍ مکان: د ګډې پانګې کمپنۍ لکه مخکې مو یې چې یادونه وکړه، قانوني بڼه لري او کولی شي په خپل نامه ځان ته مکان وپلوري او يا له نورو څخه يې په قرارداد سره وپېري.
• د کاروبار لویه سطحه: په ګډې پانګې کمپنۍ کې د شخصي او شراکتي کاروبار په څېر د پانګې د قلت ستونزه نه وي موجوده، نو په همدې اساس د کاروبار کچه په لويه پیمانه وي.
د ګډې پانګې کمپنۍ جوړښت
په لومړي سر کې د اقتصادپوهانو له خوا داسې وړاندیزونه تر سره کېږي چې څومره امکانات موجود دي؟ څومره پانګې ته اړتیا ده؟ او د کاروبار په ډګر کې دغه کاروبار څومره اغېزمن تمامېدای شي؟ وروسته بیا د بېلا بېلو برخو پوهانو نظریات او وړاندیزونه راټولوي او يو ځانګړی راپور ترې چمتو کوي.
له راپور وروسته د کمپنۍ نوم، د کار ډول، د پانګې اندازه، د پلاوي انتخاب او د راتلونکو فعالیتونو په اړه ټاکلې لارې چارې ليکل کېږي چې دغه تحریري لیکنې ته يې (Memorandum Report) يا ناڅرګند شوی پلاني راپور هم ویل کېږي او بیا په ترتیب سره د اداري دستور العمل لپاره راپور چمتو کېږي او اجازه لیک لاس ته راوړي.
د اجازه لیک د تر لاسه کولو وروسته کمپنۍ قانوني بڼه غوره کوي او عملاً په فعالیتونو لاس پورې کوي، خو باید د دې خبرې يادونه وشي، کله چې د ګډې پانګې کمپنۍ پر خپلو فعالیتونو لاس پوري کوي، په سر کې باید د ونډه اخيستونکو د جذب لپاره د کمپنۍ طرز او جوړښت معرفي کړي، تر څو ونډه اخیستونکي د کمپنۍ له ګټو او مزایاوو ځان خبر کړي.
د ګډې پانګې کمپنۍ اداري جوړښت
مخکې مو هم یادونه وکړه چې د ګډې پانګې کمپنۍ د يوه قانوني شخصیت بڼه لري او تر جوړښت وروسته خپلې دندې او بوختیاوې سر ته رسوي او د استازيتوب لپاره له ونډه اخیستونکو څخه يو اداري مجلس ټاکي چې د مشرتابه پلاوی یا (Board of Directors) ورته وايي. دغه ټاکنې د ټولو ونډه اخیستونکو د تفاهم او رایه اخیستنې څخه وروسته ترسره کېږي چې بیا دغه مشرتابه د مجلس له د ننه او یا د مجلس د باندې کسانو څخه ټاکي چې د سر سړي یا (Chief Executive) په نوم یاديږي.
ټول ونډه اخیستونکي په کال کې يو ځل غونډه لري چې د کمپنۍ کلنۍ غونډه يا (Annual General Meeting) ورته وايي او پکې د کمپنۍ اړوند ټول راپورونه، حسابونه او کړنلارې تر بحث لاندې نیول کېږي او وروسته بیا د اړوندو چارو او ادارتو لپاره مسوولین ټاکل کېږي چې دا کار بیا هم د رایې اچونې په اساس صورت نیسي. هر ونډه اخیستونکی پکې يوازې د یوې رايې اچونې حق لري. یعنې که د چا ونډې لس وي هغه ته د لسو رایو اچولو حقوق ورکوي.
له کلنۍ غونډې یا (Annual General Meeting) وروسته هېڅ ونډه اخیستونکی نه شي کولی چې د کمپنۍ په چارو کې لاسوهنه وکړي، خو په دوو حالتونو کې کېدلی شي چې کمپنۍ له منځه لاړه شي:
۱-کله چې په اداري مجلس کې د کمپنۍ د انحلال پرېکړه وشي.
۲-کله چې کمپنۍ د پورونو له امله له سقوط سره مخ شي. یعنې د کمپنۍ پورونه دومره زیات شي چې موجودي يې قېمت نه شي تادیه کولی.
په دواړو حالاتو کې اړينه ده چې د له منځه وړلو چارې يې د کمپنۍ د اړوندو چارو د سمبالښت د ادارې له اجازې وروسته تر سره شي او له قانوني اجازه لیک پرته دا کار نه شي کېدای.
په ټولیز ډول په داسې حالت کې د حکومت له لوري د کمپنۍ د ماشینونو او اومو موادو لیلام او د پورړوي تر منځ د هغه د وېش په موخه يو سمبالوونکی ټاکل کېږي چې له منځه وړونکی یا (Liquidator) ورته ویل کېږي.