له وسله والو طالبانو سره خبرې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په امریکايي سیاست کې د خبرو ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. امریکايي سیاستوال او راتلونکو ټاکنو ته د ګوندونو کاندیدان په دې تړاو خبرې او بحثونه کوي. ځیني یې ددې پلویان دي چې له افغانستان څخه ځواکونه وباسي، خو ځیني له دې پرېکړې سره مخالفت کوي. له دې سره په امریکا کې ډېری خلک ددې ملاتړي دي چې ځواکونه یې له افغانستان څخه ووځي. داسې ښکاري چې ټرمپ هم د راتلونکو ټاکنو لپاره هڅه کوي چې د ډېری خلکو ملاتړ را خپل کړي، نو له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل خبرې کوي. نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي طالبان پر خپل وروستي برید پښېمانه دي او دده په وینا لار ورباندې ورکه شوې ده. ټرمپ وایي طالبان هېڅ وخت دومره سخت نه وو ځپل شوي لکه په دې وروستیو کې چې نظامي فشارونه ورباندې ډېر شوي دي. هغه زیاته کړې چې په کابل کې ځانمرګی برید کول د طالبانو لپاره ښه مفکوره نه وه او اوس پر خپل کار پښېمانه دي.
د ټرمپ دا خبرې دوه اړخونه لري. لومړی یې د طالبانو په اړه څرګندونې دي. رښتیا هغه څه نه دي چې ټرمپ یې وايي. د هغه دا وینا سمه نه ده چې طالبان تر سخت فشار لاندې دي، یا طالبان په بې ساري ډول ځپل شوي. دا هم سمه نه ده چې طالبان په وروستي برید پښېمانه دي او یا هم هڅه کوي خپله تېروتنه جبران کړي. له بله اړخه ټرمپ خپله غواړي خبرې پیل کړي، خو داسې ښيي چې ګواکي طالبان بدلیږي او د خبرو د پیل لپاره زمینه برابروي.
په امریکا کې ګرمو سیاسي بحثونو، عامه ذهنیت او د ټرمپ څرګندونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې خبرې بیا پیلیږي. امریکا د همدې لپاره خبرې بندې کړې چې پر طالبانو فشار راولي او د ځینو غوښتنو منلو ته یې اړ باسي. اوس ښکاري چې دغه فشار ګټه ونه کړه او طالبان هم د هغه څه منلو ته تیار نه دي چې امریکا یې غواړي. امریکا غواړي افغانستان کې اډې ولري، خو د طالبانو لپاره دا د مرګ او ژوند مسأله ده، نو ځکه امریکايي غوښتنې نه پوره کېږي. اوس ټرمپ ته همدا یوه لاره پاتې ده چې له طالبانو سره بېرته خبرې پیل کړي. اوس ټرمپ غواړي داسې وښيي چې ګواکي دوی بریالي وو، د خبرې بندولو ګټه وکړه، طالبان تر فشار لاندې راغلل، بدل شوي، امریکايي غوښتنې یې منلي دي او مثبت بدلون راغلی دی، نو ځکه موږ غواړو له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړو.
له طالبانو سره به خبرې بیا پیل شي. ښايي څه بدلونونه پکې راشي، خو لا هم هغه اساسي پوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوي چې د افغانستان خلک یې لري. خلک د ولسمشر غني او د هغه د ملګرو خلاف غواړي چې دا خبرې پیل شي، سوله وشي، نو لا هم ځینې بې ځوابه پوښتنې او شکونه شته چې پکار ده طالبان، په سوله کې دخیل سیاستوال او نور ښکېل اړخونه ورته ځواب ووايي.