ولسمشریزو ټاکنو ته لس ورځې پاتې دي، خو لا هم ډېری خلک په دغو ټاکنو کې برخه اخیستو ته زړه نه ښه کوي. لاملونه یې ډېر دي، ځینې خلک د ناامنۍ له امله په ټاکنو کې برخه نه اخلي، ځینې وړ کاندید نه ویني، ځینې فکر کوي چې رایه دوی ورکوي، خو تصمیم به امریکا نیسي او ځینې وېره لري چې را روانې ټاکنې به موږ لا ناوړه حالت ته بوځي. نور لاملونه یو طرف، خو اوس دا پوښتنه جدي ده چې راتلونکې ټاکنې موږ کوم لوري ته بیايي؟
د واک د مشروع لېږد لپاره ټاکنې د افغانستان په اساسي قانون کې یوازینۍ یاده شوې لار ده. له همدې امله پر ټاکنو ټینګار کېږي او د اساسي قانون حکم ګڼل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې په را روانو ټاکنو کې د خلکو د رایو پر اساس د واک مشروع انتقال او په دې تړاو د اساسي قانون حکم عملي کېږي او که نه؟ د ټاکنو د څرنګوالي له اړخه د اساسي قانون حکم نقض کېږي. دا ټاکنې به عمومي، سراسري او رڼې نه وي، خو تر دې اساسي او جدي اندېښنه او پوښتنه دا ده چې د واک انتقال به د دې ټاکنو پر اساس وشي او که نه؟
موږ ټاکنو ته روان یو، خو لا یو کاندید هم نه دی حاضر شوی چې ووايي، د راتلونکو ټاکنو پایلې به مني. په ځانګړي ډول دوه مطرح او پیاوړي کاندیدان سر له اوسه داسې پیغامونه ورکوي، چې دوی بریالي دي او که پایله د دوی بریالیتوب نه وي، نو منلو ته یې تیار نه دي. همدا لوبه په ۲۰۱۴ ز کال کې وشوه، خلکو رایې ورکړې، خو واک د خلکو د رایو پر اساس انتقال نه شو، بلکې د خلکو د ارادې خلاف د امریکا په مخامخ مداخله د افغانستان د تاریخ، ارزښتونو او اساسي قانون خلاف حکومت جوړ شو. اوس که یو ځل بیا ټاکنې کېږي او پایله یې یو کاندید ونه مني، بیا به څه کېږي؟ ښايي ځواب ساده وي، چې هر چا وګټله، هغه ولسمشر دی او کمېسیون چې څوک ګټونکي اعلان کړل، هغه به واک اخلي او څوک یې چې نه مني، د نظام پر وړاندې ولاړ دي، ولس او امنیتي ځواکونه به ورته ځواب وايي.
خو له بده مرغه خبره دومره ساده نه ده، ځکه لومړی دلته بریا پرېکنده او رڼه نه ده. په ټاکنو کې به پراخې درغلۍ کېږي او څوک چې دا ټاکنې ګټي، هغوی به هم پراخې درغلۍ کوي. د دغو درغلیو اسناد او شواهد به را ښکاره کېږي، چې بیا د یو کاندید بریا تر پوښتنې لاندې راولي. دا درغلۍ به د شکایتونو کمېسیون څېړي، خو مخالف کاندیدان به دا څېړنې او پایلې نه مني. له بله اړخه همدا درغلۍ او اختلافات به بیا بهرنیانو ته د مداخلې زمینه برابروي او هغوی به بیا د افغانستان د خلکو د ارادې، ارزښتونو، تاریخ او اساسي قانون خلاف پرېکړه کوي. تېر ځل خو یې د حکومت په نامه یو نامشروع جوړښت رامنځ ته کړ، دا ځل تر دې د ناوړه جوړښت وېره ده. وروستیو سیاسي بدلونو ته په کتو سره بهرنیان، په ځانګړي ډول امریکایان دلته لا ناوړه او خطرناک پلانونه لري چې له ټاکنو را ولاړې شوې لانجې به یې په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړي.
د همدغو دلایلو پر اساس، روښانه نه ده چې راتلونکې ټاکنې به موږ د یو مشروع حکومت لوري ته بوځي. دا وېره او اندېښنه پیاوړې ده چې دا ټاکنې موږ ښايي د لا زیات ناقانونیت، ګډوډۍ او بې ثباتۍ لوري ته بوځي او هېڅوک د ښې راتلونکې تضمین نه شي ورکولی.