پرون دوې امنیتي پېښې وشوې چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. یوه پېښه په کابل کې وشوه او دویمه هم په پروان کې. کورنیو چارو وزارت وايي، په لومړۍ پېښه کې د شپږو نظامیانو په ګډون، ۲۲ کسه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په دویمه پېښه کې هم پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده. کورنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې د څلورو نظامیانو په ګډون، ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.
له بده مرغه په دې وروستیو کې تاوتریخوالی په بې ساري ډول زیات شوی دی. دا تاوتریخوالی د سولې له خبرو او په ځانګړي ډول د خبرو له ځنډ سره تړلی دی. دغه راز ټاکنې هم د دې تاوتریخوالي مهم لامل دی. حکومت غواړي په ټاکنو سره په راتلونکو پنځو کلونو کې خپله واکمني یقیني کړي، خو طالبان غواړي په بریدونو او جګړې سره د ټاکنو مخه ونیسي. له همدې امله تاوتریخوالی زیات شوی او وېره ده چې نور به هم زیات شي.
څه چې په دغو جګړو او وژنو کې ډېر د اندېښنې وړ دي، هغه د ملکي وګړو زیاتېدونکې مرګ ژوبله ده. په وروستیو بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړي وژل کېږي. که طالبان په ښارونو کې بریدونه کوي، لویه برخه مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اوړي، ځکه دا بریدونه تر ډېره د خلکو د استوګنې او ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې کېږي. طالبان په دغو بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله نه مني، خو کله چې خبره ډېره روښانه شي، نو همدا خبره تکراروي چې خلک دې د نظامي مرکزونو او هغو اهدافو تر څنګ استوګنه او ګرځېدل نه کوي، چې د دوی د بریدونو هدف دي. له بله اړخه حکومتي او امریکايي ځواکونه هم په شپنیو عملیاتو او بمباریو کې ډېری ملکي وګړي وژني. دوی هم هر وخت هڅه کوي چې د ملکیانو پر وژنه سترګې پټې کړي، خو چې کله د پټېدو نه وي، نو بیا وايي چې خلک دې طالبانو ته په خپلو سیمو او کورونو کې ځای نه ورکوي. دوی طالبان هم تورنوي چې د خلکو کورونه او د استوګنې سیمې د ډال په توګه کاروي.
رښتیا دا دي چې دواړه لوري د ملکیانو د ژوند په تړاو بې توپیره دي. نه خو ملکي وګړي طالبان له خپلو کلو او بانډو ایستلی شي او نه هم ملکي وګړي نظامي مرکزونه د استوګنې له سیمو ایستلی شي. طالبان او دولت دواړه له خلکو او د خلکو د استوګنې له کورونو او سیمو سره ګډ شوي دي، چې جلا کول یې سخت دي، نو ځکه له دواړو اړخونو په هغو سیمو کې بریدونه ناسم دي، چې هلته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شونتیا وي.
له بله اړخه دواړه لوري باید د کرکې او نفرت د زیاتېدو پر ځای د سولې او نږدې کېدو هڅې وکړي. نه له طالبانو پرته په دې وطن کې سوله راځي، نه ټاکنې ممکنې دي او نه هم زموږ ستونزې حل کېدلی شي. همداسې طالبان دې هم د حکومت او نورو مخالفینو د ورک کولو، یو مخ له منځه وړلو او وژلو فکر له سره وباسي. دا کار ناشونی دی. دواړو اړخونو ته پکار ده چې نور د جګړې او وحشت دا سیالي ودروي.