دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

له ټاکنو وړاندې د لانجې تصویر

سپتمبر 22, 2019
in دریځ
0 0

د ټاکنو په تړاو وروستي بدلونونه لا هم داسې دي چې ښکاري موږ له لانجو، درغلیو، ګډوډیو او ناقانونیو یوې ډکې پروسې ته روان یو. د ټاکنو په تړاو سره له اوسه د پراخو ستونزو تصویرونه دي. هره ورځ په ټاکنیزو منډو ترړو کې دولتي امکانات کارول کېږي او قانون نقضېږي، خو هېڅوک نشته چې د دغو کړنو مخه ونیسي. له بله اړخه د ټاکنو پر کمېسیون هم پراخې نیوکې دي چې نه دی توانېدلی، د ټاکنو په اړه پوره تیاری ونیسي. ویل کېږي چې ځینو سیمو ته ټاکنیز مواد نه دي رسېدلي، په ډېرو سیمو کې موقت کارکوونکي نه دي نیول شوي. د هغوی نیول او روزل وخت غواړي، خو ټاکنو ته یوازې شپږ ورځې پاتې دي. له بله اړخه وېل کېږي چې د مرکزونو د تړښت او پرانیستې په چاره کې هم ستونزه شته. په ځینو امنو سیمو کې مرکزونه تړلي دي، خو په ډېری ناامنو سیمو کې ډېر مرکزونه پرانیستي دي. له همدې امله سره له اوسه د پراخو درغلیو او ناقانونیو وېره شته.

کم داسې کاندیدان به وي چې د درغلیو لپاره تیاری نه لري، خو پیاوړي کاندیدان د پراخو درغلیو لپاره تیاری لري. سره له اوسه دوی نه یوازې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې له خپل نفوذ نه ګټه اخلي، بلکې نور حکومتي واک او ځواک هم کاروي چې درغلي وکړي. ویل کېږي چې دولت ساز ټیم په دې چاره کې مخکښ دی، خو د ثبات او همپالنې ټیم هم چې څه دولتي امکانات کارولی شي، مخ ترې نه اړوي.

اوس د درغلیو لپاره دغو تیاریو ته په کتو ښکاري چې راتلونکې ټاکنې به له پراخو ستونزو ډکې وي. ښايي د ډېرو درغلیو اسناد او شواهد هم راښکاره شي او دا چاره به بیا له نورو کاندیدانو سره مرسته وکړي، چې د ټاکنو پایله ونه مني. په دې سره موږ راتلونکې ټاکنې د واک د مشروع لېږد لوري ته نه، بلکې د لانجو او ستونزو لوري ته وړي. تر دې مهمه دا چې د بهرنیانو لخوا هم داسې پیغامونه ورکول کېږي چې ګواکې ستونزه پېښېږي. هغوی یو ځل هڅه کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ وشي او بیا دا درغلۍ د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي. همدا چې امریکايي چارواکي بیا بیا د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو غږ کوي، د دې مانا دا نه ده چې دوی رښتیا همداسې ټاکنې غواړي، بلکې دوی غواړي له ټاکنو وروسته همدا خبرې د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي. بهرنیان، په ځانګړي ډول امریکایان نه غواړي چې واک سم ولېږدول شي، بلکې غواړي لانجه جوړه کړي او بیا د ۲۰۱۴ میلادي کال په شان لاسوهنه وکړي او موږ ته یو ناقانونه حکومت جوړ کړي.

همدغو ستزونو ته په کتو، پکار ده چې یو ځل بیا پر دې فکر وشي چې را روانې ټاکنې موږ ته د واک د مشروع لېږد زمینه برابروي او که موږ د ناقانونۍ، لانجې او ستونزو لوري ته وړي. که موږ د لانجې او ستونزې لوري ته روان یو، نو بیا پکار ده چې پر ټاکنو له سره غور وشي او په لوی لاس ځان ته لانجه پیدا نه کړو.

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In