په دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ د دې ډلې یو نهه کسیز پلاوی چین ته رسېدلی دی. طالب ویاند مني چې پلاوی یې په چین کې دی او هلته له چینايي چارواکو سره د افغان سولې او شوو مذاکراتو په تړاو بحث کوي. تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوی روسیې او بل پلاوی یې ایران ته هم تللي وو او هلته یې د سولې د ځنډول شوو مذاکراتو او اړوندو مسایلو په تړاو د دغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې وې.
د مذاکراتو له ځنډول کېدو وروسته، ټرمپ پر طالبانو د پراخو او بې سارو بریدونو خبره کړې ده. پر طالبانو نظامي او سیاسي فشار زیاتېږي، خو طالبان هم لاس تر زنې نه دي ناست. په کور دننه ډېر بریدونه کوي او په نړیواله کچه هم پر امریکا د فشار راوړلو هڅه کوي. روسیې، چین او ایران ته د طالبانو سفرونه په واضح ډول پر امریکا د فشار او د خپل دریځ د پیاوړي کولو هڅه ده. طالبانو له چینايي چارواکو سره د لیدونو په اړه ویلي چې له امریکایانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د چین حکومت د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی دی. ښايي ډېر نور پټ څه هم شوي وي، چې رسنیو ته یې په اړه څه نه ویل کېږي.
که څه هم له طالبانو سره د چین، روسیې او ایران پخوانۍ اړیکې ښې نه وې، خو د وروستیو کلونو بدلونونو له دوی سره نږدې کړل. پر امریکايي تګلارو او جګړو بې باورۍ، شکونو او د داعش پروژې دغه هېوادونه اړ کړل، چې له طالبانو سره نږدې شي، اړیکې ورسره جوړې کړي او ملاتړ یې وکړي. د سیاسي ملاتړ انکار هېڅوک نه کوي، خو د نظامي مرستې په اړه یوازې ادعاوې دي او داسې څه اسناد نه دي وړاندې شوي چې دا ادعاوې ثابتې شي. په سیاسي برخه کې د طالبانو ملاتړ زیات شوی، چین او روسیه دواړه په واضحو ټکو د سولې په چاره کې د طالبانو د دریځ ملاتړي دي. طالبان غواړي چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او دلته هېڅ ډول حضور ونه لري. همدا د چینايي او روسي چارواکو غوښتنه هم ده. دوی دلته د امریکايي ځواکونو له حضور او فعالیتونو وېره لري. له همدې امله اوس په پټه نه، په ښکاره وايي چې دا ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي. د روسیې او چین دا نظر د طالبانو دریځ پیاوړی کوي او له همدې څخه د خپل ځواک لپاره ګټه اخلي.
د طالبانو په سیمه ییزه ډیپلوماسۍ کې د دوی رول یو طرف ته، خو د امریکا تګلارې او پټ اهداف د دې سبب شوي چې شکونه او اندېښنې زیاتې شي او امریکا په افغانستان کې د خپل حضور لپاره پخوانی ملاتړ له لاسه ورکړي. اوس چې طالبان له روسیې، چین او ایران سره نږدې کېږي، دا پر امریکا یو واقعي فشار دی او امریکايي لوری به مجبور شي چې بېرته خبرو ته را وګرځي. که چین او روسیه اوس له طالبانو سره نظامي مرستې نه کوي، خو د جګړې د اوږدېدو په صورت کې د دې شونتیا شته، ځکه چې چین او روسیه د افغان جنګ دوام د خپلو ګټو پر ضد د جنګ دوام ګڼي. له همدې امله له نظامي مرستې نیولې، تر نورو سیاسي کړنو، هر څه ته لاس اچولی شي او دا به بیا د امریکا لپاره په افغانستان کې سیاسي او نظامي فضا تنګه کړي.