شنبه, اپریل 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: ا.ا هڅه کوي د نړۍ له هېوادونو سره ډیپلوماتیکي اړیکې پراخې کړي

    پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د ښه والي ژمنه کړې ده

    نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

    افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

  • نړۍ

    حزب الله ډلې د اسراییلو یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه دریځ

ټاکنیز کمپاین، ستونزې او اغېز یې

سپتمبر 25, 2019
in دریځ
0 0

نن د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنیز کمپاین وروستۍ ورځ ده. د ټاکنیز کمپاین تر ډېره پیکه وه؛ ځکه چې د سولې خبرې روانې وې. له یوه اړخه خلکو له ټاکنیزو منډو ترړو سره لېوالتیا نه ښوده، له بله اړخه ډېری کاندیدان باوري وو چې د سولې پروسه بریالۍ کېږي او ټاکنې نه کېږي. د سولې د خبرو د بندېدو په تړاو د ټرمپ له ټویټ وروسته کاندیدانو کمپاین پیل کړ، په کابل او ولایتونو کې یې غونډې وکړې. د کاندیدانو پر ټاکنیزو هلو ځلو لا ډېرې نیوکې شته او هغه څه پکې ونه ویل شول چې باید ویل شوي وی.

اوس چې ټاکنیزې منډې ترړې ختمېږي، هېڅوک نه پوهېږي چې کوم کاندید د راتلونکي لپاره څه پلان لري. کاندیدانو د دې پرځای چې خپلې تګلارې او پروګرامونه تشرېح کړي، یو پر بل یې نیوکې وکړې، تورونه یې ولګول، جعلي خبرونه یې جوړ کړل، په ټولنیزو رسنیو کې یې یو بل ته ښکنځلې وکړې او یو بل یې تخریب کړل. دوی په دې برخه کې شته قوانین نقض کړل او آن یو د بل د تخریب لپاره یې پر افغاني ارزښتونو او اسلامي اصولو هم پښه کېښوده. دوی په کمپاین کې نه یوزاې دا چې د یو بل پر تخریب بوخت وو، بلکې پیاوړو کاندیدانو د پراخو او سیستماتیکو درغیلو لپاره پر تیاریو کار کاوه. دوی د دې پر ځای چې خلکو ته خپل پروګرامونه تشرېح کړي، داسې څه ووايي چې خلک زړه ورته ښه کړي، په ټاکنو کې برخه واخلي او بیا دوی ته رایه ورکړي، دوی هڅه کوله چې څنګه د صندقونو د ډکولو لارې چارې ومومي.

په کمپاینونو کې بیا ژمنې وې، هوايي خبرې وې، هوايي دهلېزونه وو، د سولې او امن ښکلي شعارونه وو، د فساد پر ضد د مبارزې او ښې حکومتولۍ خبرې وې، خو هېچا ونه ویل چې دا کارونه به څنګه کوي. هېچا ونه ویل چې سوله به څه ډول او له کومو لارو راولي، د دې لپاره څه عملي پلانونه او طرحې لري. هېچا ونه ویل چې له فساد سره به څنګه مبارزه کوي، له کومه ځایه به یې پیلوي او پخوا یې په دې برخه کې څه کړي دي. دوی یوازې شعاري خبرې وکړې، هوايي ژمنې یې وکړې او د ۲۰۱۴ ز کال په شان چا فرانسې ته د سبزي د لېږدولو ژمنې کولې، چا د یو میلیون کارونو د پیدا کولو او چا هم د افغانستان د سنګاپور کولو هوايي او تشې ژمنې. له همدې امله دوی خلکو ته هېڅ داسې څه ونه ویل چې پر اساس یې هغوی راووځي او په ټاکنو کې برخه واخلي.

اوس چې ټاکنو ته دوې نورې ورځې پاتې دي، داسې وېره ده چې ډېر کم خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي چې دا چاره په جدي ډول د راتلونکي حکومت پر مشروعیت اغېز کوي. هغوی چې رایه ورکوي، له بده مرغه پروګرامونو ته نه، بلکې څېرو او بیا هم په قومي او نورو تمایلاتو رایه ورکوي. له بله اړخه لا هم هغه جدي او اصلي اندېښنه او پوښتنه پر ځای ده چې دا ټاکنې به پایله ولري او کاندیدان حاضر دي چې د دغو ټاکنو پایله ومني؟؟؟

Share14Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: ا.ا هڅه کوي د نړۍ له هېوادونو سره ډیپلوماتیکي اړیکې پراخې کړي

اپریل 25, 2026

پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د ښه والي ژمنه کړې ده

اپریل 25, 2026

حزب الله ډلې د اسراییلو یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

اپریل 25, 2026

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

اپریل 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In