پرون ولسمشریزې ټاکنې وشوې چې حکومتي چارواکي او د ټاکنو کمېسیون غړي یې بریالۍ ګڼي. که څه هم په ټاکنو کې تخنیکي ستونزې وې، خو ناپېیلي ناظرین هم مني چې د دې ټاکنو ستونزې تر تېرو پارلماني ټاکنو کمې وې. څه چې په دې ټاکنو کې د جدي اندېښنې وړ دي او د راتلونکي حکومت پر مشروعیت اغېز کوي، هغه د خلکو د ګډون کچه ده.
که څه هم تر اوسه د ټاکنو کمېسیون او یا بل بنسټ رسمي شمېرې نه ورکوي، خو ځینې بنسټونه د ګډون کوونکو شمېره خورا کمه ښيي. ځینې سرچینې وايي چې په دغو ټاکنو کې یو اعشاریه دوو میلیونو کسانو برخه اخیستې وه، خو د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ «فیفا» اجرایوي مشر محمد یوسف رشید اټکل کوي، چې شاوخوا دوو میلیونو کسانو به په ټاکنو کې برخه اخیستې وي. پرون په ډېری مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه خورا کمه وه او آن په کابل کې چې امنیتي ګواښ هم نه و، کمو خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته.
ولې کمو خلکو برخه واخیسته؟
دلته څو لاملونه یادولی شو: لومړی دا چې خلک ټاکنې د افغانستان د ستونزې حل نه ګڼي او غوره بولي چې د ټاکنو پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. دویم لامل دا دی چې خلک فکر کوي د دوی رایه ارزښت نه لري، بلکې تصمیم به بیا هم بهرنیان نیسي. درېیم لامل ناامني ده. ډېری خلکو د بمي چاودنو له وېرې ګډون ونه کړ او یا یې هم له دې وېرې ګډون ونه کړ چې په رنګ شوې ګوته به له ستونزو سره مخ شي. څلورم لامل دا و چې په دغو کاندیدانو کې داسې کوم پیاوړی کاندید نه و چې متفاوته تګلاره ولري او د افغانستان د ستونزو، په ځانګړي ډول د جګړې لپاره یوه کارنده حللاره ولري. له بله اړخه د ټاکنو پر کمېسیونونو هم باور نه و، ځکه تېر کمېسیونونه په درغلیو او فساد کې ښکېل وو. له بله اړخه خلکو پخوا هم په ټاکنو کې برخه اخیستې وه او دې چارې د دوی ستونزې زیاتې کړې وې، نو دا ځل یې غوره وګڼله چې په خپل لاس خپلې ستونزې زیاتې نه کړي. نور لاملونه هم وو، خو اساسي لاملونه همدا وو.
اوس پوښتنه دا ده چې د خلکو دا کم ګډون به د راتلونکي حکومت پر مشروعیت څه اغېز وکړي؟
که څه هم د افغانستان اساسي قانون پر رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو ټینګار کوي، خو دا یې نه ده مشخصه کړې چې که څومره خلک په ټاکنو برخه واخلي، نو مشروعیت پیدا کوي. د کم ګډون یو لامل کېدای شي دا وګڼل شي چې حکومت میلیونونو خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره نه کړه، نو په دې ډول ټاکنې د اساسي قانون پر اساس سراسري نه وې. دا چاره مخامخ د راتلونکي حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
که په کم ګډون کې د حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو رول یو مخ نفي هم کړو، بیا هم له یو بل مهم بحث سره مخ کېږو. خلک نور نه غواړي له دغه سیسټم او حالت سره مخکې ولاړ شي. د دغو ټاکنو یو ښکاره او اساسي پیغام همدا دی. خلک نور نه غواړي چې اوسنی حالت دوام وکړي. دوی غواړي سیاستوال او حکومت پر سوله تمرکز وکړي او له همدې امله یې په ټاکنو کې پیکه ګډون وکړ. که حکومت او ملګري یې له څه کم دوو میلیونو کسانو بیا هم خپل مشروعیت اخلي او پر څه باندې دېرش میلیونه خلکو واکمنۍ ته دوام ورکوي، دا به نو د ډیموګراسۍ په نامه د استبداد او ډیکټاتورۍ واکمني وي.