د ټاکنیزو شکایتو کمېسیون ته د وړمې ورځې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ۲۲۷۵ شکایتونه رسېدلي دي او دوی ژمنه کوي چې دا شکایتونه به څېړي او لازمې پرېکړې به کوي. ځینې شکایتونه داسې دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به یې وڅېړي او ستونزې به حل کړي، خو ځینې شکایتونه داسې دي چې اوس یې څېړل کومه ستونزه نه حل کوي. د بېلګې په ډول، ډېر شکایتونه داسې دي چې رایه ورکوونکو له تذکرو او سټیکرونه سره سره، په مرکزونو کې خپل نومونه پیدا نه کړل او له رایو محروم شول.
د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به خپل کار کوي او هڅه به کوي چې پایلې اعلان کړي، خو ځینې ستونزې داسې دي چې حل کول یې ستونزمن دي. د بېلګې په ډول، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په ورځ له سلګونو مرکزونو سره اړیکه پرې شوې وه. دوی نه پوهېدل او آن اوس هم نه پوهېږي چې په دغو مرکزونو کې څه تېر شول او اوس څه تېریږي. لا هم د ډېرو ولایتونو د مرکزونو په اړه سم او پوره معلومات کمېسیون ته نه دي راغلي. له همدې امله کمېسیون د رایه ورکوونکو کره شمېره تر پرون ماښامه پورې هم اعلان نه کړه. که څه هم اټکل دی چې دوو میلیونو کسانو به په ټاکنو کې برخه اخیستې وي، خو کمېسیون ونه توانېد کره شمېرې خپرې کړي. له دې امله چې له ډېرو مرکزونو سره اړیکه پرې وه او د ټاکنو په ورځ، وړمه شپه او پرون ورځ هم له ځینو مرکزونو سره اړیکې نه وې، نو کمېسیونونه نه پوهېږي چې هلته څه تېر شوي دي. کله له مرکزونو سره د کمېسیون اړیکه پرې وي، هلته څارونکي او ناظرین نه وي، نو د هغو مرکزونو په اړه قضاوت او پرېکړه هم خورا سخته ده.
د ټاکنو کمېسیون تر یوه بریده بریالی مدیریت وکړ، خو ډېرې داسې ستونزې شته چې که یې دوی له ټاکنو وروسته مدیریت نه کړي، نو ستونزې به جوړې کړي. د رایه ورکوونکو د کره او واقعي شمېر اعلانول د ټاکنو کمېسیون لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب دی. دغه راز د هغو مرکزونو په اړه وضاحت هم پکار دی، چې اړیکه ورسره پرې شوې وه. د دې تر څنګ، د رایو له مرکزونو، تر ولایتي دفترونو او له ولایتي دفترونو تر مرکزه د رایو سالم او پوره رسول هم د ټاکنو کمېسیون لپاره ستره ننګونه ده. وېره ده چې په دې چاره کې به ستونزې پیدا شي. ښايي ځینې کسان د رایو له مرکزونو د ولایتونو تر مرکزونو او بیا د ټاکنو کمېسیون تر مرکزي سروره، په رایو کې لاسوهنې وکړي. په دې برخه کې له وړاندې د ستونزو رپوټونه ورکړل شوي دي. له همدې امله د ټاکنو کمېسیون باید له ټاکنو وروسته هم ښه مدیریت وکړي.
د ټاکنو کمېسیون به پایلې اعلانوي، خو بریالی کاندید باید پرې فکر او کار وکړي چې خپل راتلونکي حکومت ته پوره مشروعیت څنګه پیدا کړي. دوو میلیونو کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې چې یو میلیون + یو رایې کولی شي یو کاندید بریالی کړي. خو د یو میلیون رایو وړونکی کاندید په هېڅ ډول د ټول افغانستان مشروع ولسمشر نه شي کېدلی. له همدې امله د راتلونکي حکومت د مشروعیت لپاره نورې سیاسي لارې هم باید وکارول شي او تر دې مهمه دا چې د خلکو پر اصلي غوښتنه ( سوله) تمرکز وشي او په دغو ګامونو سره حکومت خپل حقوقي او اخلاقي مشروعیت زیات کړي.