دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د افغان سولې د بیا پیل هڅې

اکتوبر 1, 2019
in دریځ
0 0

 په افغانستان کې سیاسي فضا لا هم ټاکنیزه ده، خو داسې ښکاري چې د افغانستان مسئله د سیمې د هېوادونو او نړیوالو قدرتونو لپاره مهمه موضوع ده. تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې هېواد یې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه جوړه وي. په دې غونډه کې چې په اکټوبر کې به جوړیږي، د روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازي برخه اخلي. روسي چارواکو تایید کړې چې په دې اړه یې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي، خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې افغان حکومت هم دې غونډې ته بلل کېږي او که نه.

سوله زموږ افغانانو جدي اړتیا ده، خو دلته د جګړې له دوام د ځینو هېوادونو ګټې او د ځینو هېوادونو زیانونه هم غوټه شوي دي. له همدې امله اوس د افغانستان د سولې چاره یوازې زموږ کورنۍ مسئله نه ده، بلکې ځینې نور هېوادونه هم غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي. روسیه، چین او د سیمې ځینې نور هېوادونه فکر کوي چې د افغانستان جګړه یې ګټي ګواښي او ښايي د جګړې دوام دغو هېوادونو ته هم د جګړې د لېږد سبب شي. له همدې امله غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي. له بله اړخه ځینې سیمه ییز هېوادونه، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د دې لپاره هم امن او سوله غواړي، چې دوی له جنوبي اسیا سره ونښلول شي او اقتصاد او سوداګري یې وده وکړي. له شک پرته ځینې هېوادونه له امریکا سره د سیالۍ او په افغانستان کې د نفوذ زیاتولو په موخه هم غواړي چې د سولې په خبرو کې هڅې وکړي او فعال رول ولوبوي.

اوس چې په روسیه کې غونډه جوړیږي، له شک پرته چې د روسي ګټو د خوندي کولو او په افغانستان کې د نفوذ تر څنګ، دغه هېواد غواړي افغان جګړه ختمه کړي. دوی وېرېږي چې د جګړې دوام به د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته ناامني وغځوي. اوس چې زموږ حکومت په رسمي ډول اعلان کړی چې سوله ورته لومړیتوب نه لري او په دې ورځو کې ټاکنې ورته لومړیتوب لري، نو د سولې لپاره هڅې نه ښکاري. د ټاکنیزو لانجو اوږدوالی به د دې لامل هم شي چې د اوږده وخت لپاره د دولت په لومړیتوب کې سوله او د سولې هڅې نه وي. له همدې امله به سوله تر ډېره د بهرنیو هېوادونو او له حکومت څخه د باندې کړیو د فعالیتونو او هڅو محور وي. له همدې امله اوس په مسکو کې غونډه جوړیږي.

مسکو، چین او پاکستان د خپلو ګټو لپاره هڅې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له سره پیل او بریالۍ شي. دوی به د خپلو هېوادونو ګټو ته هم ګوري، خو له بده مرغه په افغانستان کې حکومت او سیاسیون پر داسې ټاکنو بوخت دي، چې غوڅ اکثریت خلکو ورته ”نه” وویل. اوس چې څومره موږ په ټاکنیزو چارو کې بوختېږو، دا پر سوله او د سولې پر هڅو همدومره منفي اغېز کوي. که د دغو ټاکنو په پایله کې حکومت هم رامنځ ته شي، په دې خاطر چې د خورا کمو خلکو په رایو ټاکل شوی، نو په سوله کې به یې پر دریځ هم منفي اغېز وکړي. پکار ده چې ولس او سیاسیون پر یوه ستر او پیاوړي محور کار وکړي، چې له افغاني اړخ څخه دغو خبرو ته ننوځي او د سولې په بریا او د افغاني ګټو په خوندیتوب کې رول ولوبوي.

Share19Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In